افغان کرکټ بورډ د اسیا او نړیوالو شل اوریزو جامونو لپاره د پرمختګ هیله لري.

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

د افغان کرکټ بورډ مشرانو د دوشنبې په ورځ د جنوري په ۲۷ مه نېټه یوه ناسته وکړه، چې پکې فرحان یوسفزي، مشر روزونکي لانس کلوزنر، د غوراوي کمېټې مشر انډي مولز او د کرکټ لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان ګډون کړی و.
د کرکټ بورډ عمومي رئیس فرحان یوسفزي په افغانستان د کرکټ د پیاوړتیا خبره وکړه.
کرکټ بورډ په خپله رسمي وېب پاڼه لیکلي: ((د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر فرهان یوسفزي د دوشنبې په ورځ د جنوريه په ۲۷ مه نېټه د ملي لوبډلې له مشر روزونکي لانس کلوزنر سره لیده کاته وکړل، چې په ترڅ کې یې دواړو لوریو د افغان کرکټ د پیاوړتیا او غښتلتیا په تړاو نظرونه شریک کړل او ښاغلي کلوزنر په دغه ناسته کې د افغان لوبغاړو لپاره خپل راتلونکی پلان هم شریک کړ)).
د خبرو په پيل کې یوسفزي، لانس کلوزنر څخه وغوښتل، څو د افغان لوبډلې د پیاوړتیا او غښتلتیا لپاره ډېرې هلې ځلې وکړي، ځکه په نږدې راتلونکې کې د اسیا جام او شل اوریزو نړیوالو جامونو لوبې راروانې دي چې باید افغان لوبغاړي ورته بشپړ چمتووالی ولري.
یوسفزي وویل: ((هیله لرم لوبغاړي د دغو دوو جامونو د لوبو تر رارسېدو پورې دومره پیاوړي شي چې حتی افغان لوبډله د اسیا جام بریا د افغانستان په نوم ولیکي، ځکه دوی د دې وړتیا لري او د نړیوال جام په شلو اوریزو لوبو کې هم د افغانستان بیرغ ورپوي او ډېرې بریاوې پکې خپلې کړي.
دلته یوسفزي هیله کړې؛ چې لوبډله ښه وځلېږي او حتا د اسیا جام د اتلولۍ ګټلو تقاضا یې کړې.
خو ایا په اوسنۍ لوبډله دا شونې ده، چې اسیا جام وګټي او نړیوال شل اوریز چې اسټرالیا کې ترسره کېږي تر سیمې فاینل پړاوه ولاړه شي؟
افغان لوبډله په دې وروستیو کې پوره رغونې ته اړتیا لري، فسټ بالرانو ستونزه لا هم پر ځای ده، او اسټرالیا کې د ځواکمن سپېن بالېنګ لاین سره ټاپ فسټ بالېنګ ته اړتیا ده.
که افغان لوبډله او کرکټ بورډ د فسټ بالرانو ستونزه حلول غواړي، باید همدا اوس لاس په کار شي او ځواکمن فسټ بالران پېدا او ازموینې په نتیجه کې یې لوبډله کې شامل کړي.
بل پلو لانس کلوزنر هم ویلي، چې دی به پوره هڅه کوي، چې لوبډلې ته سخت تمرینونه ورکړي او راروانو دواړو شل اوریزو جامونو ته یې چمتو کړي.
د ملي لوبډلې مشر روزونکي لانس کلوزنر وویل: ((په خپلې ټولې وړتیا سره به افغان لوبغاړي روزم او هیله لرم چې دوی به په دواړو جامونو کې غوره لوبې کوي. زما لومړیتوب د ټولو هغو نیمګړتیاو پوره کول دي چې افغان لوبډله یې لري، د ګړندي توپ اچوونکو پر وړاندې ښه او ډېر مقاومت، غوره توپ اچوونه او تخنیکي توپوهنه هغه څه دي چې زما لپاره لومړیتوب لري او ژمن یم چې دا هر څه به افغان لوبډله ترلاسه کوي)).
هغه همدارنګه د ملي لوبډلې لپاره د متحده عربي اماراتو وروستي کمپ ته هم اشاره وکړه او په وینا یې، یاد کمپ د لوبغاړو لپاره له تجربو ډک و، هیله لري چې د ورته نورو کمپونو په برابرېدو سره به د افغان لوبډلې ټولې نیمګړتیاوې پوره شي او دا یوه ډېره ښه تجربه وه.
اصغر افغان بیا له اتلسو مشرانو لوبغاړو هیله کړې، چې یواځې شل اوریز کرکټ وکړي.
دوی هم په اړونده برخو کې نظرونه شریک کړل او د یوسفزي په وینا، هغه څه ته به لومړیتوب ورکوي چې د افغان لوبډلې د غوره راتلونکي په ګټه وي او په وینا یې، ډاډمن دی چې افغان لوبډله به په راتلونکو جامونو کې ډېره وځلیږي او د خپلو هېوادوالو پر څېرو به یو ځل بیا خوښۍ راولي.
راتلونکی اسیا جام او ورپسې جوخت نړیوال شل اوریز جام
۲۰۲۰ م کال کې د اسیا جام پنځلسم پړاو ترسره کېږي، چې د سپټمبرپه میاشت کې ترسره کېږي او کوربه یې پاکستان وي.
هندوستان په ۲۰۱۸ م کال کې اسیا جام سیالۍ وګټلې او ۲۰۲۰ م کال کې له خپلې اتلولۍ د دفاع هلې ځلې کوي.
اسیا شل اوریز جام چې کابو لس میاشتې وروسته ترسره کېږي، پکې پنځه لوبډلې له وړاندې شاملې دي.
افغانستان، پاکستان، هندوستان، سریلانکا او بنګله دېش هغه لوبډلې دي، چې دې جام کې شته او یوه بله لوبډله به دې جام ته کوالیفای کوي.
۲۰۱۸ م کال کې اسیا جام پنځوس اوریز ترسره شو، چې افغان لوبډلې پکې لومړیوکې سریلانکا او بنګله دېش مات کړل؛ خو وروسته یې بیا له پاکستان، بنګله دېش ماتې وخوړې او هند سره یې لوبه مساوي کړه.
۲۰۲۰ م کال نړیوال جام او د افغان لوبډلې برخلیک
۲۰۲۰ م کال شل اوریز جام په اسټرالیا کې ترسره کېږي، دا جام د اکټوبر په ۱۸ مه نېټه پېليږي او تر نومبر میاشت غځېږي.
د افغان لوبډلې روزونکي لانس کلوزنر هیله ښودلې، چې افغان لوبغاړي د نړۍ په کچه ستوري لوبغاړي دغه لوبغاړي کولای شي، چې لوبډله ترنیمایي سیمې فاینل پورې مخته ولاړه شي.
دا چې د اسټرالیا ویشتن ځایونه تېز دي؛ نو باید توپ وهونکي پوره پیاوړي شي، تېزو ویشتن ځایونو باندې تمرینات وکړي، له حالت او کنډېشن سره اشنا شي او د لوبډلې په انتخاب کې باید دقت او شفافیت رامنځته شي.
د ځوانو تکړه لوبغاړو جذب ته باید کرکټ بورد پاملرنه وکړي.