تاریخي میمله باغ کې ۴۰ کاله وروسته نرګس ګل مشاعره جوړه شوه؛ موخه یې څه وه؟

رنګین تجريدي ډیزاین

راپور: غازي عابد
د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ میمله باغ سیمه کې له اوږده ځنډ وروسته د دولت له لورې د نرګس ګل مشاعره ترسره شوه.
په دې مشاعره کې ګڼو شاعرانو او فرهنګپالو ګډون کړی و.
میمله، امنیت او مشاعره

82564345 1597684837046733 3321745844373291008 o تاریخي میمله باغ کې ۴۰ کاله وروسته نرګس ګل مشاعره جوړه شوه؛ موخه یې څه وه؟
میلمه باغ یوه څنډه

د میملې باغ تاریخي بڼ چې پخوانۍ مخینه لري په وروستیو کلونو کې د سختو ناامنیو شاهده وه.
هلته د دولت وسله وال مخالفین فعال ول چې له همدې امله دا تاریخي بڼ شړ پاتې وو. د نا امن وضعیت له امله نه سیالبین ورتلی شول او نه یې نوره پالنه او بیارغوونه ترسره کیدای شوه. تیرکال هم د نرګس ګل مشاعره ترسره شو، خو دا مشاعره په جلال اباد ښار کې وشوه او لامل یې دا و چې میمله نا امن وه.
وروسته له هغې چې دغه سیمه په دې وروستیو کې امن او د وسله والو لمن ترې ټوله شوه، د ننګرهار د اطلاعاتو فرهنګ ریاست له لورې په کې له بیخي اوږده ځنډ وروسته لومړۍ مشاعره هم ترسره شوه.
د ننګرهار د رسنیو دفتر ویلي؛ د والي شاه محمود میاخېل په ځآنګړي ملاتړ،د اطلاعاتو او کلتور ریاست په نوښت او د مملې ځوانانو ټولنې په هڅو دا مشاعره ترتیب او بلاخره ترسره شوه.
د میمله باغ مشاعرې ته د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رییس رحیم الله خوږیاڼي په شمول ګڼ نور دولتي چارواکي هم ورغلي ول.
مشاعره د شاعرانو، فرهنګپالو او خبریالانو په شمول د سیمې خلکو، مخورو، ځوانانو او ګڼو نورو کسانو هم ګډون درلود.
مشاعرې ته د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزیرې رالیږلی شوی پيغام هم ولوستل شو.
د پښتو ژبې نوموتي ادیب او استاد اصف صمیم هم مشاعره کې ګډون درلود او هغه د نرګس ګل مشاعرې د بیا جوړولو ستاینه وکړه.
83163360 1597680573713826 7650552032352272384 o تاریخي میمله باغ کې ۴۰ کاله وروسته نرګس ګل مشاعره جوړه شوه؛ موخه یې څه وه؟
استاد اصف صمیم

د مشاعرې موخه څه وه؟
د ننګرهار د اطلاعاتو کلتور رییس رحیم الله خوږیاڼي د مشاعرې له ترسره کیدو وروسته یاران سره خبرو کې وویل چې دوی ددې تاریخي مشاعره په ترسره کیدو څو موخې درلودې چې ترلاسه شوې.
هغه وویل:

«نننۍ نرګس ګل مشاعره خلکو ته د ویښتیا یو مرال ورکوي، سوله، بیاجوړونې، ننګرهار او بیا خصوصاً د خوږیاڼو نوی سوله ییز تصویر ښکاروي»

هغه وايي، مشاعره ازاده وه او خلکو په ځانګړو ولولو خپل احساسات او خوښۍ شریکې کړې.

83471171 1597680370380513 1497395194759217152 o تاریخي میمله باغ کې ۴۰ کاله وروسته نرګس ګل مشاعره جوړه شوه؛ موخه یې څه وه؟
د اطلاعاتو او فرهنګ رییس رحیم الله خوږیاڼی

ښاغلی خوږیاڼی وايي، د خوږیاڼو ولسوالۍ وضعیت تصویر ډیر منفي ښودل شوی چې پرون دې سترې مشاعرې وښوده چې وضعیت بدل شوی.
هغه وايي، نه یوازې میمله باغ، بلکې پام کې لري چې له ښاره ووځي او د ننګرهار ټولو سیمو کې دا ډول فرهنګي غونډې، ناستې او له خلکو سره د هیوادنۍ مینې، بیارغوونې او ملي احساس پياوړي کولو په موخه بیلابیلې ناستې ولري.
د مشاعرې نور اهداف
83468769 1597697367045480 5909610760023048192 o تاریخي میمله باغ کې ۴۰ کاله وروسته نرګس ګل مشاعره جوړه شوه؛ موخه یې څه وه؟
د ننګرهار د اطلاحاتو او کلتور رییس یاران سره په خبرو کې وویل چې ددې مشاعرې نور اهداف دا هم و چې په خوږیاڼو او ټول ننګرهار کې د افغانیو ترویج ستاینه وشي او ترڅنګ یې د امنیتی ځواکونو د هڅو قدردانی وشي چې پر قربانیو یې میمله او سیمې امن شوي او په ډاډه زړه دا ډول پروګرامونه مخته وړي.
د باغ بیارغوونه
د میمله باغ ځوانانو ټولنې مشر عارف الله ساحل غوښتنه وکړه چې دې باغ ته پاملرنه ډیره شي، ورغول شي او د سیلانیانو پام ورته راواړول شي.
د ننګرهار ولایت ویاند عطالله خوږیاڼي چې د والي شاه محمود پيغام یې لوست، دا ډاډ هم ورکړ چې د والي په هڅو به ډیر ژر د مملې تاریخي بڼ د بیارغونې چارې د جمهوري ریاست عملیاتي واحد له لورې په رسمي ډول پیل شي .
82709562 1597680533713830 3677780173442252800 o تاریخي میمله باغ کې ۴۰ کاله وروسته نرګس ګل مشاعره جوړه شوه؛ موخه یې څه وه؟
د ننګرهار ولایت ویاند عطاالله خوږیاڼی

ددې تاریخي باغ په مشاعره کې د بېلابېلو سیمو شاوخوا څلوېښت شاعرانو د سولې، امن، هوساینې، ملي هویت، مینې او نورو پيغامونو په لرلو سره خپل لیکلي شعرونه د شعر او ترنم په ژبه ګډونوالو ته واورول.
د میمله باغ تاریخي قدامت
د مملې بڼ څلورنیم سوه کاله پخوا د مغول باچا شاه جهان په حکم د خپلې لور نملې په نامه جوړ شوی، چې اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په تېر څلوېښت کلن دور کې پکې په لومړي ځل مشاعره جوړه کړه .