د ایران او امریکا لانجه؛ ټرمپ وایي، خامنه یې دې خبرو سره پام وکړي

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

د امریکا او ایران ترمنځ د روانې لانجې پرمهال پرون د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي په یوه وینا کې ټرمپ مسخره وباله او نیوکې یې پرې وکړې.
خامنه يي نه یوازې پر ټرمپ لفظي برید وکړ، بلکې ترڅنګ یې درې اروپایي هیوادونه المان، فرانسه او بریتانیا د امریکا مزدوران وبلل.
خامنه يي د قدس ځواکونو مشر قاسم سلیماني پر مرګ چې د امریکايي ځواکونو په یوه برید کې په عراق کې ووژل شو، سخت په قهر دی.
ایراني ځواکونو ددې برید په غبرګون کې په عراق کې د امریکايي ځواکونو په مرکز بریدونه وکړل چې د درنې مرګ ژوبلې ادعا یې کړې وه، خو امریکايي چارواکو ویلي چې دوی له برید مخکې خبر ول او هیڅ زیان نه دی ور اوښتی.
د خامنه يي خبرو ته د ټرمپ ځواب
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خامنه يي د پرونیو خبرو ځواب ورکړی او ویلي یې دي چې د ایران مذهبي مشر دې له خپلو خبرو سره پام کوي.
ټرمپ یوه ټویټ کې همداراز ویلي چې ایراني چارواکي ددې پرځای چې ایران وران کړي، باید له ترهګرۍ لاس واخلي، څو ایران بیا خپل عظمت ترلاسه کړي.
ټرمپ ویلي:

«د ایران د ستر رهبر په نوم چې دې اخرو کې لوی هم نه دی پاته شوی، د امریکا او اروپایي هیوادونو اړوند ناوړه خبرې کړي. اقتصاد یې له منځه تلو حال کې دی، خلک یې ځوریږي او باید خبرو سره پام وکړي.»

اته کاله وروسته د خامنه يي خطبه

د ایران دې مذهبي مشر اته کاله وروسته په لومړي ځل د جمعې د ورځې خطبه وویله. هغه له ۲۰۱۲ میلادي کال راهیسې د جمعې د لمانځه خطبه نه وه ویلې.
د الوتکې ویشتونکو دفاع
ایت الله علي خامنه يي د هغې الوتکې برخه کې چې په ایران کې وویشتل شوه او عام مسافر په کې ووژل شو، د خپلو ځواکونو دفاع وکړه.
دا برید د ایران قدس ځواکونو کړی و چې ۱۰ افغان مسافرین هم په کې وژل شوي ول. خامنه يي یادې پيښې ته په اشارې ویلي چې قدس ځواکونو له ایران دې دفاع کړې ده.
هغه ویلي د اوکرایني الوتکې ویشتل یوه غمجنه پيښه وه.
یاده الوتکه کې ۱۷۶ تنه وژل شوي ول چې خامنه يي یې کورنیو ته د تسلیت خبره هم وکړه.
هغه همداراز په عراق کې پر امریکايي مرکزونو د ایران د بریدونو په تړاو ویلي چې د خدای په مرسته یې نړیوال ځواک ته په مخ څپيړې ورکړي دي.
ایران کې لاریونونه
وروسته له هغې چې د ایران ځواکونو اوکراینۍ مسافر وړونکې الوتکه وویشته، ورسره سم په دغه هیواد کې حکومت ضد لاریونونه شروع شول چې خامنه يي پرون په خپلو خبرو کې ددې لاریونونو تر شا د امریکا لاس وباله.
یو شمیر انځورونو او ویډیوګانو کې لیدل شوي چې لاریون کوونکي د قاسم سلیماني عکس څیروي او تر څنګ یې د خامنه يي پر ضد شعارونه ورکوي.