د هندوستان، سریلنکا او بنګله دیش د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د سریلنکا په کولمبو کې د هیروو نیډاس ټراپي درې اړخیز سیریز په پای لوبه کې هندۍ کرکټ ملي لوبډله د بنګله دیش سره په پای لوبه کې مخامخ شوه، چې پکې هندوستان بنګله دیش ته په ماتې ورکولو سره د دغه سیریز اتلولي خپله کړه.
د سریلنکا هېواد د خپلواکۍ د ۷۰ مې کلیزې په مناسبت د هیرو نیډاس ټرافي درې اړخیز سیریز د سریلنکا په کولمبو کې پیل شوی و، چې پکې کوربه سریلنکا لوبډله هندوستان او بنکله دیش ته په ماتو خوړلو سره د پای لوبې څخه پاتې شوه.
د دواړو هندوستان او بنګله دیش د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د پای لوبه کې بنګله دیشۍ لوبډلې د صابر رحمن د ۷۷ منډو جوړلو سره هندوستان ته د ۱۶۷ منډو هدف ورکړ.
هندۍ لوبډلې په ځوابي لوبه کې د لوبډلمشر روهیت شرما د ۵۶ او دینیش کارتیک د چټکو ۲۹ منډو جوړلو سره دغه هدف د لوبې په وروستي بال په حیرانونکې توګه سره ترلاسه کړ.
په سیالۍ کې د بریا خپلولو په موخه هندۍ لوبډلې ته په وروستي یو بال ۵ منډې پکار وې، چې د دینیش کارتیک لخوا ځواب په یوې شپږیزې سره وشو او لوبه یې په خپلې ګټې پای ته ورسوله.
په دغه سیریز کې درې واړه لوبډلې د پای لوبې څخه وړاندې دوه ځل یو بل سره مخامخ شوې، چې پکې هندوستان د ۴ لوبو څخه په درې او بنګله دیش د ۴ لوبو څخه په دوه لوبو کې د بریا خپلولو وروسته پای لوبې ته ورسیدل.
د یادونې وړ ده، چې په دې بریا سره هندۍ کرکټ ملي لوبډلې په وروستیو ۸ شل اوریزه سیالیو کې بنګله دیش ته د ۸ مسلسل ماتو ورکولو ریکارډ هم جاري وساتلو.