د «اړخونه سرلیکونه» په نامه کتاب چاپ شو

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

په دې کې کتاب کې د ژوند له بېلابېلو اړخونو پرده شوې او ټولنیز مسایل پکې په یوه ځانګړي طرز او نوي فورم کې بیان شوي، چې په راتلونکي کې به ډېر لوستونکي پیدا کړي.
دا کتاب هغو ځوانانو چې په ژوند له پټو ستونزو او سرګردانیو سرټکوي، لا ډیر مهم او ضرور دی.
په «اړخونه سرلیکونه» کې ۸۹ مکالمې راغلې، چې په یوه ټولنه کې د بېلابېلو پېښو له بیان سربېره د لیکوالۍ یو ښه لارښود هم کېدای شي او هر ډول لوستونکی لیکلو ته هڅوي.
د دې کتاب لومړی تازه چاپ شوی ټوک په دې لنډه مکالمه پيلېږي:

“- زه ډېرې خبرې لیکلی شم، خو دا هنر مې پر ټولنه هېڅ اغېز نه کوي؟
 ښه دا خو ډېره کوچنۍ ستونزه ده، حل یې په دې کې دی چې لا هم ټولې کرښې زړورې وکاږې او د لوستونکي په هر ډول اقتباس پسې سر ونه خوږوې.”

اړخونه سرلیکونه کتاب

د «اړخونه سرلیکونه» په نامه کتاب تکړه ځوان لیکوال «عصمت الله صالح» لیکلی او په کابل کې سمون خپرندویې ټولنې خپور کړی دی، چې ټولې ۱۱۰ پاڼې لري، او د لیکوال په خبره یې چې د دې کتاب د لیکلو هڅه به دوام لري او په دویم ټوک کې به یې د ژوند نور هېر شوي اړخونه سپړل کېږي.
د دې کتاب یو بل ښه‌والی دا دی چې هر لوستونکي ته د ورځنیو پېښو د لیکلو په خاطر بریالۍ انګېزه ورکوي او د ژوند په پټو رمزونو یې پوهوي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.