منظور پښتین پرونۍ تاریخي غونډه کې څه وویل؟ د هغه د سنجیده خبرو پياوړی پيغام

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

د پښتون ژغورنې غورځنګ د بنو ستره تاریخي غونډه ترسره شوه چې په زرګونو پښتنو په کې ګډون کړی و، دلته مو د منظور پښتین څو خبرې راخیستې او خبرې مو پرې کړي.
منظور څه وویل؟
منظور پښتین چې د یاد غورځنګ مشري کوي، پرون یو ځل بیا د یوه لیډر په حیث پر هغه څه وغږید چې پښتون یې له امله ځوریدلی دی.
منظور د خړ کمر پيښې ته په اشارې وویل چې د هر شهید تویې شوې وینې او د هر ځپل شوي پښتون د اوښکو بدل به اخلي.
هغه د نه معاف کولو خبره وکړه او ویې چې قطعاً د پښتون قاتلین او جابیرین نه بخښي.

غونډه کې په زرګونو کسانو ګډون درلود

منظور وویل:

«دا شاید وخت واخلي، اما یوه ورځ به دلته ولیدل شي چې په هر سنګر کې پښتون ځوان د پنجابي پر ضد ووینئ.»

دی وايي، د پاکستان ظالم حکومت پښتان په ډیره بې رحمۍ وژلي، نو ځکه قسم کوو چې د هر یو غچ به اخلي او هر پنجابي به په خپله د خپل مرګ سوالونه کوي.
د پنجاب ګټې ستاسې له ګټو سره په ټکر کې دي؛
منظور پښتین پرون په خپله وینا کې چې زرګونو خلکو په چکچکو بدرګه کوله، پښتون قوم او ځوانانو ته په خپله وینا کې دا هم وویل چې د پنجاب ګټې ستاسې له ګټو سره په ټکر کې دي. هغه د قسم په یادولو سره وویل چې پنجابیان به هیڅکله ستاسې پروا ونه ساتي.
د منظور پښتین موخه شاید دا وي چې اوس هم یو شمیر خلک شته چې د پنجابي حکومت له لورې په ورکړیو څوکیو، پيسو او لالچونو د پښتون ژغورنې ددې ستر کاروان ملاتړ نه کوي، مخه یې نیسي او نه ورسره ځي.
له ګټو به یې حتماً موخه همدا وي چې د پنجاب ګټه دا ده چې پښتون وکاروي، د جهاد په نوم یې افغانستان، ایران او ان سوریې د جګړې لپاره ولیږي.
پښتون د تروریست په نوم معرفي کړي، او بیا له امریکا، سعودي او نورو هیوادونو په دې موخه پیسې واخلي چې تروریزم ختموي او تروریست وژني، خو هغه اصل کې تروریست نه، بلکې پښتون وي چې لومړی یې کور، زنده ګي ور ورانه او عزت یې لوټ کړي، بیا هغه چې ژوندی ووځي مجبور دی چې خپل غچ واخلي، نو د پنجاب حکومت یې د تروریست په نوم مشهور کړي، هم یې له وژلو خوند اخلي، هم یې پر سر پیسې اخلي او هم پرې ګاونډیان ویروي چې تروریستان در شړلی شو.
د منظور خبره د پنجاب ګټې هغسې دي او د پښتون ګټه دا ده چې له دې حالت وژغورل شي، نو چې له دې حالته وتل غواړې حتماً د پنجاب له ګټو سره ټکر کې شوې او بلاخره د پنجاب یو ډیر پیاوړی نیږدې دښمن شوې، پر همدې اساس د پښتون لپاره بله لاره نشته، پرته له دې چې نړۍ په خپل سولییز روان غږ ولړزوي او د پنجاب له منګلو دا بیچاره قوم وژغوري !!!
پنجاب ستاسې فابریکې انتقالوي؛
منظور پښتون په پرونۍ وینا کې نورو مهم ټکو ته هم اشاره کړې؛ هغه ویلي چې پاکستان اصل کې پنجاب دی، د پاکستان ظالم حکومت ستاسې (پښتنو) له سیمې فابریکې او ټول مهم اقتصادي کاروبارونه لیږدوي، څو تاسې د پنجابیانو مزدورۍ ته لاړشئ او غلامي يې وکړئ.
دا واقعیت دی چې پنجاب تر اوسه همداسې کړي، وګوره د پښتنو له سیمو تر اوسه داسې استفاده نه ده شوې چې پښتانه زلمیان په کې مصروفه شي، اوس هم دا زلیمان د نړۍ په سختو ځایونو، ګرمیو، یخنیو او نورو کې د عربانو، امریکایانو او انګریزانو کارونه مخته وړي. دا ځکه چې دوی همداسې لرې ساتل شوي، په خپل کور کې یې کار نشته یا یې وژني او یا به همداسې بده زنده ګي ورسره تیروي. همدا اوس ټول کاروبار پنجاب ته ورټول دي، له دې امله چې باید پښتون تل همداسې پنجاب ته محتاج اوسي.
ډار نه منو؛
ښاغلي منظور پرونیو خبرو کې همداراز ویلي؛ ځينې خلک وايي چى وبه وژل شۍ. زمونڔ ملګرو ته ډار ور اچوي، خو دی وايي ډاريڔو نه. ودې وژل شو. اما خپله خاوره هيڅ چاته نه پريڔدو.

د بنو دې جلسې ته له څو میاشتو کمپاین کیده

پښیتن ویلي؛ دا به مونڔ بچ کوو، د دې خاورې رهبريت به پنجاب نه، بلکې مونڔ اخلو او مخته به ځو.
د منظور دا خبرې واقعیت دی. د پنجاب حکومت څو ځل ددې غورځنګ پر غړو حملې کړي، شهیدان کړي، تښتولي او نبدیان کړي یې دي، خو ښکاري چې ددې سیلاب ارادې پیاوړي دي او نه ماتیږي.
خو د منظور، ملګرو او هلته په جلسو کې له پراخه ګډون ښکاري چې ډار رښتیا هم نشته، حتماً به یوه مثبته پایله لري. او دا ډول حرکتونه رښتیا هم ژر پایله نه شي ورکولی، دا طبعي ده چې حق غوښتنه وخت او مبارزه غواړي. دا مبارزه وخت په وخت انتقالیږي. په هر حال که وخت نیسي او سختۍ لري، خو د راتلونکي نسل لپاره ښه ژوند برابرولی شي او د نړۍ هغو ظالمانو ته دا پيغام ورکولی شي چې دا ډول حکومتونه چې پر قومونو او ډلو ظلمونه کوي او حقونه یې لوټي، یوه ورځ به ډوبیږي…
د هغه د خبرو ویډیو؛