د ایران په توغندي ویشتل شوې الوتکه کې بې پوښتنې افغانان

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

د جمعې په ورځ نوره هم دا جوته شوه چې د تهران نړېوال هوايي ډګر ته نژدې لویدلې اوکراینۍ الوتکه، د ایران په توغندي لګېدلې ده.
دا ویډیو چې د تهران د وګړو له خوا اخیستل شوې، نیویارک ټایمز ورځپاڼې خپره کړې چې په وینا یې د الوتکې سره د شپې په تیاره اسمان کې د توغندي لګېدل په کې ښکاري

امریکا، کاناډا، استرالیا، بریتانیا، هالینډ او نورو هیوادونو ټولو د خپلو معلوماتو پر بنسټ ټینګار وکړ چې الوتکه د تخنیکي ستونزو له کبله نه ده غورځیدلې، بلکې په عراق کې د امریکل پر هوايي اډو د برید پر مهال د ایران پر توغندي لګیدلې ده.
ځینو هیوادونو لکه امریکا په دې اړه د سپوږمکیو له لارې د تر لاسه شویو معلوماتو او شواهدو پر لرلو هم ټینګار کړی.
بي بي سي فارسي د پېښې یوه پرمهال اخیستل شوې دا ویډیو خپره کړې ده


په دې الوتکه کې پر 146 ایرانیانو سربیره لس افغانان، 5 کاناډایان، دوه سویډنیان او د 9 کسیزې عملې په شمول 11 یوکراینیان شامل و چې ټول وژل شوي دي.
د ایران لپاره یې عواقب
د نړۍ لپاره په فضا کې د نړیوال ملکي هوايي چلن مسله یوه مهمه مسله ده. همدارنګه کاناډا، سویډن او اوکراین ته چې وګړي یې په پېښه کې وژل شوي د خپلو خلکو د ژوند مسله له جدي مسلو څخه دی او ددې هیوادونو وګړي لکه افغانان د خپلو خلکو د ژوند په اړه بې تفاوتي نه دي او ورسره په بې غورۍ چلند نه مني.
د پنجشنبې له ورځې راهېسې ددې هیوادونو د صدراعظمانو او ولسشمرانو په شمول دولتي ادارې ددې قضیې په اړه په جدیت معلومات راټولوي.
د کاناډا لومړی وزیر جسټین ټرډو له امریکايي استخباراتي چارواکو وروسته لومړنی نړیوال مشر و چې د پنجشنبې په ورځ ناوخته یې په څرګنده د ایران پر توغندي ددې الوتکې د نسکوریدو مسله راپورته کړه. سویډن، اوکراین او نورو اروپايي هیوادونو کې هم د جمعې په ورځ دا مسله د رسنیو او سیاستوالو د بحثونو په سر کې وه.
ښايي دا د ایران لپاره یوه درد سر جوړونکي مسله شي، داسې چې له امریکا سره د سلیماني پر سر کړکیچ ترې پر ځای پاتې شي.
ایران په تیرو څو ورځو کې پرلپسې له دې انکار کړی چې ومني الوتکه د دوی په توغندي نسکوره شوې ده. په داسې حال کې د نړۍ هیوادونو تمه لري څو ایران خپله دا تیروتنه ومني.
دا کړکیچ ایران چې لا له وړاندې منزوي دی، نور هم منزوي کولی شي. همدا اوس ګڼو نړیوال شرکتونو ایران ته الوتنې په موقته توګه ځنډولي او همدارنګه ګڼو نورو د ایران له فضا څخه له تیریدو ډه ډه کړې. چې ایران ته اقتصادي او سیاسي ګوزار دی. په توغندي د ملکي الوتکې د ویشتلو د قضیې حقوقي، بشري او د نړیوالو قوانینو د نه رعایت مسلې هم ورسره تړلي دي. د ایران د توغندیو د وړتیا او پوځي وړتیا په اړه هم شکونه راپورته کوي. پر دې سربیره د ایران لپاره په نورو برخو کې هم ګڼ ناوړه عواقب لري او اغیز له همدې اوس پر ایران پیل شوی.

الوتکه کې وژل شوي بې پوښتنې افغانان
د ایران په الوتکه کې د وژل شویو افغانانو په اړه د افغان چارواکو، مشرانو او عام ولس ساړه غبرګون وښوده چې د افغانان بې چاره ګانو ژوند نه خپل کور ژوند ارزښت لري او نه بهر. دا هم ثابته شوه چې موږ ته له خپل ویر د بل ویر تود وي.
په داسې حال کې چې د کاناډا، اوکراین او سویډن خصوصي او ټولنیزې رسنۍ نن د ایران په توغندي ویشتل شوې الوتکه کې د خپلو خلکو د وژل کیدو په اړه ددې هیوادونو د مشرانو او خلکو په غبرګونونو او څرګندونو ډکې وې، د افغانستان په رسنیو او سیاسي کړکیو بیا ددې مسلې بازار ډیر سوړ و.
ان هغو افغان مشرانو چې د وژل شوي ایراني ملیشه ساز قومندان قاسم سلیماني په مرګ د ویر او ماتم اعلامیې خپرې کړې، په ایران کې د لسو وژل شویو افغانانو کورنیو ته د تسلیت یوه کرښه هم ونه لیکله، دا خو لا پر ځای پریږده چې د ایران پر توغندي ددې کسانو د الوتکې د نسکوریدو د پېښې په اړه د څیړنې غوښتنه وکړي او یا پر دې مسله څه ووايي.
یوازې افغان ولسمشر له قوله رسنیو کې یوه جمله خپره شوه چې د اوکراین له ولسمشر سره خبرو کې یې هیله ښودلې وه، ”چې ایراني مقامات به د دغې پېښې د څرنګوالي د شفافو او واضح تحقیقاتو او ارزولو په برخه کې له اوکراین سره همکاري وکړي او موږ د دغې تراژیدۍ د حقایقو د موندلو او له موږ سره د موندنو د شریکولو په خاطر ستاسې له هڅو ډاډمن یوو.“
د بهرنیو چارو وزارت هم که ایله د مړو پیژندنې او سپارنې برخه کې کوم پرمختګ کړی وي، نور څه ترې راپورته نه شول.
تر افغان سیاسي مشرانو ډیر لرې، اوکراینی کومیډین ویلادیمیر ځیلینسکي چې اوس ددې هیواد ولسمشر دی، د نسکورې شوې الوتکې د کوربه هیواد د مشر په توګه یې افغان ولسشمر ته ټیلفون وکړ او هغه سره یې په پېښه کې د لس افغانانو په مړینه غمشریکي وکړه.
هغو افغان مشرانو ته چې د ایراني ملیشه ساز جنرال قاسم سلیماني په ویر یې اوښکې تویولي ښايي چې د ایران په توغندي ویشتل شوې الوتکه کې د لس بې ګناه افغانانو په مړینه که ایران ته ګوته نه شي نیوی لږ تر لږه کورنیو ته دې یو تسلیت ووايي.
 د الوتکې له نسکوریدو سمدستي وروسته اخیستل شوې ویډیو

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.