د پاکستان د کورني کرکټ «پي اس ایل»۲۰ اوریزه تجارتي کرکټ سیالۍ، چې پاکستان کې د امنیتي ستونزو له کبله د پاکستان پر ځای په متحده عربي اماراتو کې ترسره کیږي، په وروستیو کې د پاکستان کرکټ بورډ هڅه کوي، چې د دغه لیګ سیالۍ پاکستان ته انتقال کړي.
د لمړي ځل لپاره دغه لیګ په متحده عربي اماراتو کې ترسره شو، خو په دویم ځل یې پای لوبه پاکستان ته انتقال شوه، چې پکې یو شمیر بهرنیو لوبغاړو پای لوبه کې د ګډون څخه انکار وکړ.
د پاکستان کرکټ بورډ د دریم ځل لپاره دغه سیالۍ بیا هم په متحده عربي اماراتو کې پیل کړې، خو وروستۍ درې لوبې یې د پاکستان په کراچۍ او لاهور کې پلان کړې دي.
د تیر دویم پړاو په څیر یو ځل بیا د بهرنیو لوبغاړو لخوا پاکستان ته د ورتګ څخه انکار شوی دی، چې یو شمیر پخواني پاکستاني لوبغاړي او مینه وال یې په غصه کړې دي.
د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی کپتان او د پاکستان سوپر لیګ سیالیو په دریم پړاو کې د کويېټې ګلیډ ایټرز لوبډلې مشر روزونکی معین خان وايي، هغه بهرني لوبغاړي چې پاکستان ته د سیالیو څخه انکار کوي، دوی د پاکستان د کرکټ ملاتړي نه دي او نه باید دغه ډول لوبغاړي په راتلونکو پړاونو کې په دغه لیګ کې ولوبیږي.
نوموړي د پاکستان په کرکټ بورډ غږ کړی، چې په راتلونکي پړاونو کې باید د هغه لوبغاړو نومونه نیلامۍ کې شامل کړي، چې د دغه لیګ په سیالیو کې هر ځای کې ګډون وکړي.
معین خان وروسته له هغې په غصه شوی دی، چې د انګلستان د کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي کیوین پیټرسن د دویم ځل لپاره پاکستان ته ورتګ څخه انکار وکړ.
پیټرسن چې د کويېټې لوبډلې یو مهم لوبغاړی شمیرل کیږي او ورسره بل انګلستاني لوبغاړي لوکي رایټ هم په تیر دویم پړاو کې په وروستۍ لوبه کې د کویېتې لوبډلې سره پاکستان ته ورتګ څخه انکار وکړ او کویېټې لوبډلې په وروستۍ پای لوبه کې د خپلو بهرنیو کلیدي لوبغاړو په نشتون کې د پیښور زلمي لوبډلې په اسانۍ سره ماتې وخوړه.
بل خوا د انګلستان د کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي کیوین پیټر سن ویلي دي، دی هم نه غواړي چې پاکستان ته د ورتګ څخه انکار وکړي، خو کورنۍ یې اجازه نه ورکوي، چې پاکستان ته ولاړ شي، نو ځکه مجبور دی، چې نور په دغه لیګ کې خپلې لوبې پای ته ورسوي.
د پاکستان سوپر لیګ سیالیو وروستۍ لوبو کې هغه چې پاکستان کې ترسره کیږي، یوازې کیوین پیټرسن پاکستان ته د ورتګ څخه انکار نه دی کړی؛ بلکې دوه نورو انګلستانيو لوبغاړو جیسن روي او ایوین مورګن هم د پیټرسن لار خپله کړې ده.
خو اسټرالوي شین واټسن، جنوبي افریقايي رایلي روسوو او انګلستانیو لوبغاړو سیم بیلنګز او الیکس هیلز بیا تر اوسه پورې پاکستان ته د ورتګ په اړه پریکړه نه ده کړې.
د پیښور زلمي بیا هغه لوبډله ده، چې ټولو بهرنیو لوبغاړو پاکستان ته د ورتګ څخه انکار نه دی کړی، چې پکې ویسټ انډیزی ډیرین سمي، ډواین سمیت، انډریو فلیچر، لیم ډاوسن او ریکي ویسلز شامل دي.
د پاکستان د کورني کرکټ پاکستان سوپر لیګ یا «PSL» ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالۍ چې وروستي پړاو ته نږدې شوې دي، پکې د بهرنیو لوبغاړو انکار دغه لوبې یو څه بې خونده کړې دي.
تر دې مهاله په ترسره شویو دوه پړاونو کې د لمړي ځل لپاره د اسلام اباد یونایټیډ او د دویم ځل لپاره د پیښور زلمي لوبډلې د اتلولۍ جام خپل کړی دی، خو د دریم ځل اتلولۍ خپلولو په موخه ۴ لوبډلې پیښور زلمي، اسلام اباد یونایټیډ، کویېټه ګلیډ ایټرز او کراچۍ کینګز لوبډلې بخت ازمايي.