احسان الله ځيرک
په اتلسمه پېړۍ کې له صنعتي انقلاب وړاندې د جګړو په اړه عمومي او د پوهانو انګېرنه دا وه، چې جګړې د بشر اقتصادي کمزورۍ او بېوزلۍ له کبله رامنځ ته کېږي. ځکه له دې لارې هغه ملتونه چې بېوزله دي د خپل ژوندانه لومړنیو توکو لاسته راوړلو لپاره له هغو ملتونو سره جګړه کوي، چې غني طبعي زېرمې او د کښت لپاره سرشاره دښتې او اوبه لري. خو برعکس داسې نه وه، د تاریخ پاڼو ته که یو ځغلند نظر واچول شي، تل دا لوی قدرتونه دي، چې د کوچنیو او بېوزله هېوادونو د چور او تالان لپاره یې مټې را بډوهلي دي او د خپلو شومو موخو پلې کولو لپاره یې د هغوی هر ډول هستۍ ته اور ورته کړی دی. په اتلسمه پېړۍ کې د صنعتي انقلاب له رامنځ ته کېدو وورسته د بشر هیله مندي دا وه، چې د صنعتي انقلاب په ترڅ کې به بشر پر ځان بسیا او بېوزلي به یې له منځه ولاړه شي او په دې توګه به په بشري نړۍ کې جګړو ته د پای ټکی کېښودل شي، دا خبره نېږدې تر یوې پېړۍ پورې سمه وه، خو کله چې له لومړی نړیوالې جګړې وړاندې له صنعت څه د هېوادونو پانګې زیاتېدو ته پام وشي، دا المان و، چې د خپلې پانګې لا ډېرولو او نفوذ پراخولو لپاره یې میکندر له نظریاتو په استفادې د نورې نړۍ ویجاړۍ ته ملا وتړله او دا عامه فکر له منځه لاړ، چې ګویا صنعتي نړۍ له یو بل سره جګړه نه کوي، دلته راځم اصل پوښتنې ته، هغه دا چې منځنۍ ختیځ د لویو قدرتونو په ځانګړې ډول امریکا لپاره ولې اهمیت لري، په لاندې توګه یې بیانوو:
۱. د منځني ختیځ جیوپولیټیک – جیوستراتیژیک اهمیت
منځنۍ ختیځ چې عراق، سوریه، لبنان، کویټ، فلسطین، اسرائیل یې په محوري ټکي کې او ترکیه، قفقاز، ګرجستان، اذربایجان، ارمنستان، فارس خلیج سره نښلېدلي نور هېوادونه لکه قطر، عمان، بحرین دغه راز افغانستان او ان تر هند نیمې وچې پورې هېوادونه تر پوښښ لاندې راولي په جغرافیاوي او ستراتیژیک لحاظ ډېره مهمه سیمه ده، ځکه د همدې محوري نقطې له لارې د نړۍ درې لویې وچې (آسیا، اروپا او افریقا) یو له بل سره نښلیږي. چې هم له سیاسي، جیو ستراتیژیک او جیو پولټیک لحاظه د لویو قدرتونو لپاره خورا مهمه سیمه ده او حتی د نړۍ په ځانګړې ډول صنعتي نړۍ لپاره د زړه په څېر حیاتي ارزښت لري. څرنګه چې زړه په وجود کې وینه پمپ کوي، منځنۍ ختیځ د نفتو او ګازو خورا غني ذخایر په ځان کې لري، چې د صنعتي نړۍ لپاره نفت د وینې معادل ارزښت لري. که په وجود کې وینه نه وي، انسان د بقاء او مرګ له خطر سره مخ کېږي، همدا ډول د صنعتي نړۍ لپاره نفت وینه ده، که نفت ختم شي صنعتي نړۍ د بقاء او مرګ له ګواښ سره مخ کېږي.
۲. د منځني ختیځ ټرانزیټي او اقتصادي اهمیت
څرنګه چې مخکې مو اشاره وکړه منځنۍ ختیځ د درېیو لویو وچو د نښلېدو نقطه ده، چې په ځان کې شپږ لوی ټرانزیټي بندرونه لري، که وویل شي چې د نړۍ ۷۰ سلنه ټرانزیټ له همدې لارې کيږي، مبالغه به نه وي. له همدې کبله ده، چې له ټرانزیټي – عایداتي او اقتصادي لحاظه دا سیمه له خورا ډېر اهمیت برخمنه ده.
۳. له نظامي لحاظه د منځني ختیځ اهمیت
منځنۍ ختیځ د نړۍ لپاره وصلېدونکي مهم کانالونه په ځان کې لري، چې د هغوی له ډلې یې هرمز تنګي او سویس کانال ته اشاره کولای شو، د ځینو کارپوهانو په باور پر منځني ختیځ کنټرول او تسلط پر ټوله نړۍ د تسلط په معنا دي. له همدې کبله ده، چې د ټولو لویو قدرتونو لپاره منځنۍ ختیځ له خورا ډېر اهمیت برخمن دی.
د امریکا لپاره د منځني ختیځ اهمیت
امریکا چې د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته یې د ازادۍ نړۍ د رهبر په توګه نړیوال سیاست ته راودانګل، غواړي پر ټوله نړۍ کنټرول ولري، دغه راز امریکا د نړۍ لومړي اقتصاد په درلودو سره چې اکثریت یې پر صنعت ولاړ دی او نفت د امریکا لپاره لکه څرنګه چې مو مخکې اشاره وکړه د وینې معادل ارزښت لري، له همدې کبله پر نړۍ د خپل راج او تسلط ساتلو (سیاسي اړخه) پر منځني ختیځ که بشپړ کنټرول نه وي، حداکثر کنټرول ورته حیاتي اهمیت او ارزښت لري، دغه راز له اقتصادي لحاظه د امریکا صنعت حداکثر پر نفتو ولاړ دی او د منځني ختیځ نفتو مسئله هم د امریکا متحده ایالاتو لپاره د بقاء مسئله ده.
پر دې ټولو سربېره په سیمه کې د خپلو ډېرو پخوانیو ستراتیژیکو متحدینو په ځانګړي ډول اسرائیلو د خوندیتوب لپاره امریکا اړمنه ده، څو په سیمه کې پراخ نظامي – استخباراتي – سیاسي حضور ولري.