لیکنه: الما افغان
په دې خو ټول سره پوهیږو چې په افغانستان کې کلتوري، امنیتي، اقتصادي او نورې ستونزې ددې لامل شوي چې انجونې یا بیخي زده ونه کړي، یا یې نیمايي کې پریږدي او یا یې که تر لوړو پوړو ورسوي، بیا ورته د کورنیو له خوا اجازه نه وي چې دنده اجرا کړي او له خپلې پوهې کار واخلي.
ما هم له ځینو هغو انجونو سره خبرې کړي چې تعلیم او زده کړې یې په نیمايي کې پریښي دي:
۱. د ناوړه کلتورونو او منفي فکر حاکمیت
دا باید ومنو چې لا هم په ډیری کورنیو کې د بدو کلتورونو او منفې فکر حاکمیت نه پریږدي چې انجونې دې خپلې زده کړې تر اخره ورسوي.
زینب وايې:
«د حقوق پوهنځې د دوهم کال محصله وم چې کوژده مې وکړه څه وخت وروسته مې خواښې راکره راعله او راته يې ویل: لوري! پوهنتون دې هیڅ ګټه نلري، ځکه زه د جواري سره ډوډۍ خورم، خو د ښځې د لاس ګټلې غوښې نه. ددې لپاره چې خپلې خسرګنۍ سره مې راتلونکې اړیکي خرابې نشي پوهنتون مې پریښود او په خپلو هیلو مې خاورې واړولې.»
۲. روان ناسم شرایط او منفي تبلیغات
آسما په یو بل خصوصي پوهنتون کې د حقوق پوهنځې د څلورم سیمیستر زده کړیاله وه، نوموړې راته خبله کیسه وکړه:
«زه ډیره خفه یم د پوهنتون سره مې ډیره مینه لرله په سیمه کې پرله پسې چاودنې، تښتونې او د عامو خلکو منفي تبلیغاتو مې د کورنۍ فکر او تصمیم بدل کړ، هماغه وو چې پوهنتون مې پریښود.»
دلته تر ډيره دا رښتیا هم یوه جدي ستونزه ده. خلک فکر کوي که خدای مه کړه چاودنه کیږي، هسې نه چې زموږ د کورنۍ انجلۍ په کې له لاسه ورنه کړو یا بې پته نه شي. تر څنګ ځیني منفي تبلیغات لکه په انجونو پسې خبرې کول، له ځانه پسې کیسې تړل… دا ددې لامل کیږي چې ډیرې انجونې خپل درسونه ونه وايي.
۳. د فرغت له وړاندې د ځینو انجونو ودول
سیلۍ د دوو ماشومانو مور ده، هغه وایي:
«د طب پوهنځي په لومړي کال کې مې کورنۍ کوژده کړم او د پوهنتون په دریم کال مې واده وکړ، تر واده وروسته دا چې څلور کاله نور هم ما باید زده کړې کړي وای، نو خسرګنۍ مې زما د راتلونکو کلونو ملاتړ ونکړ. هغوی راته ویل چې باید نور خپلو زده کړو ته دوام ورنکړې او هملته ورته د پای ټکی کیږدې.»
موږ او تاسې به ډیرې داسې انجونې لیدلي وي چې په ډیر ښه ډول خپل درسونه پرمخ وړي، خو د نامزادۍ یا واده له امله هغوی نه پریښودل کیږي چې نورې زده کړې وکړي او بلاخره ودول کیږي.
۴. خوښې ته نه پریښودل
مریم وايې:
«کله چې له دولسم ټولګې فارغه شوم، ډیره علاقه مې د اقتصاد سره درلوده، مګر کورنۍ ویل چې زه باید طب او یا هم دارالمعلمین ووایم، ترڅو یا هم ډاکتره او یا هم ښوونکې شم. ما هم طب شروع کړ، تر دوهم ټولګي مې ډیر په سختۍ خپل درسونه وویل مګر ورځ تر بلې درسونه ستونزمن کیدل او زما زړه ترې توریده، نور مې پریکړه وکړه چې خپلې زده کړې پریږدم ځکه؛ ما ورسره علاقه نه درلوده او دا کار خدای مکړه د ناروغانو د برخلیک سره په راتلونکې کې لوبې کول ول.»
۵. کمزوری اقتصاد
ډیری هغه کورنۍ چې اقتصاد يې ورځ تر بلې کمزوری کیږي له وجې يې انجونې نه شې کولی چې خپلې زده کړې بشپړې کړي.
همدا وي چې انجونې خپلو هیلو ته نه رسیږي او له پرمختګونو څخه وروسته پاتې کیږې.
مدینه وايې:
«له ښوونځي په دوهمه درجه فارغ شوم د یو مکتب سره مې د ښوونکې په توګه دنده واخیسته او طب مې شروع کړ. پینځه زره افغانۍ مې میاشتنۍ تنخوا وه او زده کړې مې ځکه پریښودې چې خپله تنخوا مې، جامو، چبترونو او فیس ته نشوه رسولی، نو مجبوره شوم چې زده کړي په نیمايي کې پریږدم.»