”د سلیماني دا مرګ څه یو ښه فرصت شو، ټولو نقابونه پورته کړل او ویې ښوده چې کومو کسانو په یو وخت کې سر د ایران پر اخور ایښی او توبره یې د امریکا درلوده. “
داخبره د افغانستان یو هزاره ټبري سیاستوال او فعال دواد ناجي پر خپل ټویټر د ایران دسپاه قدس د جنرال قاسم سلیماني پر مرګ د افغان سیاستوال ویر او ماتم ته په اشارې لیکلې. ښايي د ښاغلي ناجي له ډیرو خبرو سره به موږ موافق نه یوو، خو په دې خبره کې یې داسې واقیعت نغښتی چې انکار ترې نه شي کیدای.
د ایران د سپاه قدس د جنرال وژنې چې دنده یې د افغانستان په شمول په سیمه کې د ایران د سیاسي او فرهنګي نفوذ له خپراوي پرته نور هیڅ نه و، او په اړه یې د ګڼو افغان سیاستوالو ویرلړلو اعلامیو وښوده چې موږ څومره پردي پالو سیاستوالو را ایسار کړي یوو.
د دواود ناجي چې ډیر کله پرې موږ د ایران پلوي سیاستوال او فعال ټاپي وهو ، یو بل ټویټ هم زما پام ورواړوه. هغه لیکي” اتمر، کرزي، عبدالله، پدرام د سلیماني پر مرګ ماتم ونیوه، هغه یې شهید، سردار او ورور وباله. خو بیا هغه بدمرغه کارګران چې له بیکارۍ او بې روزګارۍ ایران کې درانه کارونه کوي، توهین او تحقیریږي، او هغوی د ایران جاسوسان بلل کیږي. ..“
که څه هم ښاغلي ناجي دلته هڅه کړې چې د سلیماني پر مرګ د محقق او نورو هزاره ټبرو مشرانو ویر ته اشاره ونه کړي او یوازې پښتانه او تاجک مشران یې یاد کړي، خو خبره کې یې بیا هم وزن شته او یو تریخ حقیقت بیانوي.
سلیماني او قدس ځواک یې
په تیرو څو ورځو کې به مو د قاسم سلیماني، په منځني ختیځ او افغانستان کې د هغه د رول، د ایران د سپاه پاسداران ځواک او ددې ځواک د قدس د څانګې په اړه ډیر لوستي وي. خو دلته درسره د قدس ځواک او ددې د وژل شوي مشر قاسم سلیماني په اړه لنډ جزییات شریکوي.
د قدس ډله (په پارسی کې: نیروی قدس) د سپاه پاسداران انقلاب یوه خاصه ډله ده چې له ایرانه بهر د عملیاتو مشري کوي. دا ډله په 1979 م کال کې رامنځ ته شوې او له ایران بهر په سیمه کې د افراطی اسلامی غورځنگونو ملاټر کوی. له لسیزو راهېسې ددې ځواک قوماندان جنرال قاسم سلیمانی و، تر هغې چې تیره اونۍ بغداد کې د امریکا له خوا ووژل شو.
سلیماني او قدس ځواک یې پرته له دې چې د ایران څخه بهر په افغانستان او د منځني ختیځ په هیوادونو ( عراق، سوریه، لبنان، لبیا، یمن، بحرین ….) کې د ایران د غیرې قانوني ستراتیژیک سیاسي او کلتوري نفوذ د پراختیا لپاره کار وکړي، بل هیڅ مسولیت او دنده نه درلوده.، او ښاغلي سلیماني په تیرو ۲۵ کلونو کې په سیمه کې د ایران د سلګونو زرو ملیشو د جوړولو په چارو کې ډیر بریالی و. د نوموړي وروستۍ لاس ته راوړنه، د زرګونو بې وزلو افغان ځوانانو څخه د فاطمیون په نوم یو شل زره کسیز لښکر جوړول و چې په سوریه کې د بشارالاسد په ملاتړ وجنګول او افغانستان کې یې په هزاره میشتو سیمو کې د راتلونکو پلانونو لپاره ځای پر ځای کړل. په عراق، سوریه، لبنان، یمن او یو شمیر نورو هیوادونو کې هم قدس ځواک سلګونه زره ایران پلوې خپل سرې ملیشې جوړې کړې چې په دې هیوادونو کې دا مهال د ایران د ګټو لپاره په عملي توده جګړه بوخت دي.
ښايي همدا سبب وو چې د امریکا د صبر کاسه سلیماني ته ډکه شوه، او په رڼا ورځ او څرګنده یې یو هوايي برید کې وواژه.
ولې پر سلیماني د افغان سیاستوالو ویر اندېښمنونکی دی؟
د یو متجاوز ګاونډي د یو داسې چا په مرګ ویر چې د تجاوز او مداخلې طراح او اصلي وسیله وي ملي خیانت دی. جنرال قاسم سلیماني او ځواک یې په سیمه او افغانستان کې د ایران د غیرې قانوني نفوذ له پراختیا او وژنو پرته بل هیڅ کوم ګټور کار نه دی کړی. او معلومه خبره ده چې که یو افغان سیاستوال د ایران د یو داسې چا په مړینه ویر کوي نو د خپل هیواد له ګټو ډیر د ایران ګټو ته وفادار دی. افغان سیاستوالو د سلیماني په ویر د اعلامیې به خپرولو دا هم وښوده چې د اړتیا په وخت کې ان خپله جاسوسي پټولی هم نه شي.
کله چې سلیماني ووژل شو، ایران په سیمه کې د خپلو ملاتړو عکس العمل ته غوږ غوږ و . په افغان سیاستوالو کې ښايي ځینو دا هڅه کوله چې چوپ پاتې شي، خو د سلیماني مرګ یو داسې زماني ټکی و چې تهران له خپلو جاسوسانو او سیمه ایزو ملاتړو چوپتیا نه غوښته. هغوی پراخ سیمه ایز عکس االعمل غوښت . هماغه و چې په افغان سیاستوالو کې ډیر چې د خپل هیواد په سترو سترو ناورینونو چوپ پاتې شوي، د سلیماني د وژل کیدو په اړه په ویر او هغه ته د مختلفو القابو په ورکولو کې له یو بل مخکې شول.
له پخواني ولسمشر حامد کرزي رانیولي چې کلونه د افغانانو پر اوږو سپور و، تر اوسني اجرایه ریس عبدالله، د بهرنیو چارو تر پخواني وزیر صلاح الدین رباني، د ملي امنیت پخواني مشاور حنیف اتمر، محمد محقق، جمعیت اسلامي ، او ګڼ نور په څرګنده رامخې ته شول، او د خپل بادار سلیماني په مرګ یې ماتم وکړ.
په دې کې ګڼ داسې افغان سیاستوال دي چې یا همدا اوس او یا هم مخکې زموږ د ولس پر اوږو سپاره وو او دي . د یو داسې چا په مرګ ددې افغان سیاستوالو ویر چې دنده یوازې په سیمه کې د ایران د اخوندي رژیم د نفوذ پراختیا وه، وښوده چې موږ څومره پردي پالو مشرانو احاطه کړي یوو؟ چې دا د افغانانو او د افغانستان د ملي هویت او حاکمیت د ساتلو لپاره یو ویرونکي څه دی. ځکه ډیر واضحه شوه چې د پاکستان د اۍ ایس اۍ سربیره موږ د ایران په لومو کې هم تر غوږنو تړلي یوو او څو چې داسې وي، افغانستان د هوساینې او سوکالۍ ساه نه شي اخیستی.
قومي او مذهبی تړاوونه
په افغانستان کې عموما د ایران د جاسوسۍ هوايي تورونه هزاره ټبرو سیاستوالو، یا هغه کډوالو لګیږي چې ایران کې لوی شوي او لهجه او ژوند بڼه یې یو څه ایراني شوې ده. یا موږ هغه بې وزلي افغان کډوال ملامتوو چې د بې وزلۍ یا مذهبي انګیزو له کبله د ایران په ګټه په سوریه یا نورو هیوادونو کې جنګیدو لپاره تیر ایستل شوي، اړ شوي او یا هڅول شوي دي.
خو د قاسم سلیماني مرګ وښوده چې ایران پالنه یوازې افغانستان کې یوې قومي او مذهبي ډلې پورې تړلې نه ده. بلکې زموږ شیعه مذهبي وروڼه افغانان ښايي له ایران سره مذهبي یا فرهنګي شراکت ولري یا یې هلته د کډوالۍ وخت تیر کړی وي. خو زیاتره یې په افغانستان میین او د ایراني اخواندانو له پالیسیو کرکه لري.
دا په ډاګه شوه چې په افغانستان کې ډیر یاد پښتانه، تاجک او نورو سیاستوال د ایران په لومو تړلي، او څو چې داسې وي، له دا ډول سیاستوال هیڅکله د افغانستان د رغونې، ابادۍ او هوساینې تمه مه کوئ. دوی چې د سلیماني پر مرګ چوپتیا نه شي غوره کولی، که د افغان دولت پر څوکیو ناست وي هیڅکله نه شي کولی چې د ایران ګټې له پامه وغورځوي.
د هغې ورځې په هیله چې افغانستان د قم او لاهور له جاسوسانو پاک وي او رهبران مو د ایران او پاکستان د ګټو پر ځای د افغانستان ملي ګټو ته ژمن وي ..