څنګه کیدای شي چې له مخدره توکو او نشو ځان وساتو؟!

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

ژباړه او زياتونه: محمد عزيز پردېس
په مخدره توکو روږدي کېدل د نورو ناروغيو او عادتونو په څېر يوه ناوړه او ځوروونکې ناروغي ده. د دې ناوړې پديدې د له منځه وړلو لپاره مو دلته څو لنډې لارښوونې برابرې کړي دي، چې تاسو درانه لوستونکي يې لوستلو ته رابولم:
۱- تل باید په يو کار کې بوخت واوسو، ترڅو مخدره توکو ته مو هېڅ پام وانه وړي.
۲- داسې يو څوک بايد ځان ته وټاکو چې رښتينی وي او تل موږ ته په ياد کړي، چې بايد سګرټ نصوار ونه کړو /ونه څکوو او د هغو د ناوړه عواقبو څخه هر وخت مونږ خبر کړي. کېدای شي دا کس مو د کورنۍ غړی او يا هم کوم بل نږدې رښتينی ملګری وي.
۳- هغه څه چې مونږ مخدره توکو ته هڅه وي، بايد پیدا يې کړو او ويې پېژنو.
۴- په دې مو ځان ډاډه کړئ چې مخدره توکي په رښتيا سره هم بد عواقب لري، که مو په همدې اړه ځان يقيني کړ نو کولی شئ چې له دې کرغېړن عادت څخه ځان وژغورئ.
۵- د روږدو کسانو سره دې ناسته او ولاړه پرېښودل شي.
۶- بې باوره، بې پلانه او ناهيلي باید ونه اوسو.
۷- بې سوادي لويه بدبختي ده، هغه کورنۍ چې د علم په ګاڼه سمبال دي؛ په دې ناوړه عادت روږدي کسان تقريبا چې نه لري.
۸- له هغو اشخاصو سره دې بحث وشي چې مخدره توکي يې پرېښي وي.
۹- د مخدره توکو پرېښودو لپاره دې، د دې برخې متخصص ډاکتر ته مراجعه وشي.
۱۰- د خپلو ستونزو د حل لپاره دې مشاور یا هغه کس سره چې ښه سلا ورکوونکی وي، مشوره وشي.
۱۱- په دې بايد يقين ولرو چې مخدره توکي پرېښودی شو.
۱۲- د مخدره توکو پر ځای ځان ته بديل وټاکئ، مثلا، د سګرټ څکولو پر ځای کولی شئ يو مڼه وخورئ.
۱۳- د مخدره توکو د زيانونو په هکله ګټور کتابونه، کلېپونه او ډول ډول مالومات شته؛ هغه بايد وکتل شي.
۱۴- ورزش د مخدره توکو د پرېښودو لپاره ښه بديل دی.
۱۵- د خپلو کورنيو غړو او رښتينو ملګرو ته وواياست چې په دې برخه کې درسره مرسته وکړي او ومو هڅوي.
۱۶- د مخدره توکو د ضررونو څخه باید خبر واوسو.
۱۷- په مخدره توکو د روږدو او د هغو کسانو ترمنځ چې دا عادت نه لري؛ پرتله وکړئ، چې څه پايلې ته رسېږئ.
۱۸- د مخدره توکو معتادين کولی شي چې هغه دولتي او شخصي کلينيکو ته مراجعه وکړي، چې د همدوی لپاره ځانګړي شوي دي.
۱۹- د دولت ترڅنګ فعالې رسنۍ، مدني فعالان او مدني ټولنې کولی شي چې د پراخو کمپاينونو په ترسره کولو سره د دې ناوړه پديدې مخه ونيسي.
۲۰- پلار او مور او د معتاد کورنۍ تر بل هرچا څخه ډېر د نوموړي سره زياته مرسته کولی شي.
۲۱- نوي، ښه او سالمه ملګري بايد وټاکل شي او د هغو ملګرو سره بايد د ملګرتوب مزي وشلول شي، چې معتاد دي.
۲۲- د مخدره توکو پر ضد چې کومې ادارې کار کوي، د هغو په رهبرۍ کې د ژمنو او پاکو خلکو ګومارل هم، د دې پديدې په له منځه وړلو کې رغنده رول لوبولی شي.
۲۳- بېکاري، هغه ستونزه ده چې ډېری ځوانان يې په دې ترينګلي عادت روږدي کړي، که يو ځوان په منظم ډول بوخت وي؛ نو اصلا به د مخدره توکو لپاره وخت نه لري.
۲۵- ځينې کورنۍ شته چې پخپلو اولادونو شکمنې او فکر کوي چې اولاد به يې سګرټ، نصوار… څکوي، د شک فضا بايد له منځه لاړه شي او چورلټ دې د هغه د ملګرو په مرسته ترې پوښتنې او ګرېوږنې وکړي؛ مخکې له دې چې په دې مسئلې ډېر وخت تېرشي، بايد ژر ترژره ګام واخېستل شي.