که غواړئ روسیه کې کار وکړئ، نو هلته په دغو شیانو پوهیدونکو ته ډیره اړتیا ده !

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

لیکنه: کسنیا زوباچیوال
ژباړه: غازي عابد
د Korn Ferry Hay Group د څیړنو پر ساسا تر ۲۰۳۰ میلادي کال پورې شاید نړۍ د ښو او پياوړو کارکوونکو له کمبود سره مخ شي چې په دې لړ به روسیه له ۲.۸ میلیونه له پياوړو ماهره کارکوونکو کبمود سره مخ شي چې دا به د روسې کاروبار ته ۳۰۰ بیلیونه ډالره تاوان واړوي.
ترڅنګ همدا اوس هم په روسیه کې د مسلکي خلکو ښکاره نشتوالی لیدل کیږي.
د انټال تدارکاتي کمپنۍ ډاریکټر میچایل ګیرمیرشوسین وايي، په هر مسلک کې د تقاضا کچه موږ له دې معلومولی شو چې څنګه خلک یوه دنده پیدا کوي. د یادې کمپنۍ وروستۍ څیړنې ښيي چې په سلو کې ۴۱ سلنه د IT مسلک اړوند خلک له یوې میاشتې په لږه موده کې ځانته دنده پیدا کولی شي.
ګیرمیرشوایسین وايي، سره له دې چې د دندو بازار له کاندیدانو ډک دی، خو بیا هم سخته ده چې کمپنۍ په کارپوه خلک پیدا کړای شي.
دلته د څو هغو سکټورونو یادونه کوو چې روسیه کې ورته خورا ډیره اړتیا لیدل کیږي، خو کم دي:
– IT
1 که غواړئ روسیه کې کار وکړئ، نو هلته په دغو شیانو پوهیدونکو ته ډیره اړتیا ده !
هره اداره پياوړو او متخصصو تخنیکي کسانو ته اړتیا لري، ځکه د نوې ټکنالوژۍ ساحه ورځ تر بلې پراخیږي، نو پر همدې اساس ددې ټیکالنوژۍ متخصصیونو او مسلیکانو ته هم ورسره تقاضا لوړیږي.
په دې IT اړوند برخه کې ځیني ټیکنالوژيانې داسې وي چې ډیر ژر په کې تغیر او پرمختګ راځي، نو سخته وي چې په دې لنډ و تنګ وخت کې خپل کارکوونکي ورته ورزول شي او شاید داسې کسان بیخي وهم نه لرې چې ژر یې وروزې.
ګیرمیرشوایسین وايي، د IT متخصصین د خپلو معاشونو په اړه ډیر وارخطا نه وي، ځکه هغوی پوهیږي چې هسې هم لوړې تنخواوې ورکول کیږي، خو ددې ترڅنګ د ځینو نورو عواملو په اړه ډیر فکر کوي لکه د پروژې د ډول او خپلو مسوولیتونو، ترڅنګ یې د لا نورو اضافي زده کړو د فرصتونو او په کمپنۍ کې د خپل مسلک د پرمختګ…
د کورن فیرۍ های ګروپ او د روسیې د دندې پلټنې ویبپاڼې د څیړنې پر اساس دغه هیواد د معلوماتو د تحلیل او تجزیې ماهرینو، پرورګرام پرمخ وړونکو او تخنیکي متخصصینو ته ډیره اړتیا لري.
– تولیدونه
22 که غواړئ روسیه کې کار وکړئ، نو هلته په دغو شیانو پوهیدونکو ته ډیره اړتیا ده !
په روسیه کې بامهارته کارکوونکو، مستریانو او درزي یا خیاطانو ته هم ډیره تقاضا شته.
ګیرمیرشوایسین وايي، دا سخته ده چې ګازي ویلډر یا د خرادي یو پیاوړی تخنیکي کارکوونکی پيدا کړې. په همدې ډول سره رخت ګنډونکو پيداکول هم سخت دي، ځکه دا مسلک هم روسیه کې مشهور نه دی. دا ډول خلک له نورو اداري کارکوونکو ډیر معاش او عاید هم ترلاسه کوي.
پاویل سیګال چې د یوې کمپنۍ مرستیال دی وايي چې په روسیه کې پیاوړو او تخنیکي انجیرانو کمبود هم د پام وړ دی. دی وايي، د هوانوردۍ هغه انجینران چې د مسکو د هوانوردۍ له انسټیتیوټ فارغ شوي وي، هغوی ژر دنده پیداکولی شي چې د کار لوډ هم پرې زیات وي او دا په حقیقت کې په دې مسلک کې د سترې تقاضا ښودنه هم کوي.
– زراعت
44 که غواړئ روسیه کې کار وکړئ، نو هلته په دغو شیانو پوهیدونکو ته ډیره اړتیا ده !
په یوه خپاره شوي راپور کې ویل شوي چې په روسیه کې د زراعت کارونو، د ژویو طب پوهان او نورو اړوند برخو کې لکه د کورنیو حیواناتو اړوند تولیدي برخو کې د ماهرینو یو لوړه تقاضا شته.
د کمپنیو مشران یا رییسان د ددوی دندو ته له نوماندانو یا اپلی کوونکو د ډیر کار او مهارتونو تمه لري، ان تر دې چې ددوی د نورو کارونو ترڅنګ په روسیه کې هم باید دا خلک په انګلیسي ژپه پوه اوسي.
دا اړین شرایط چې باید کاندیدان یې پوره کړي د هرې کمپنۍ لپاره ځکه مهم بلل کیږي چې غواړي خپل کاروبار پراخ او نړیوال کړي، په نویو شیانو پانګونه وکړي او خپل تولید د بهرنیو ټیکنالوژیو د پر لاره اچولو سره لا پراخه کړي. چې داسې وي نو اړتیا ده چې ماهر کارکوونکي باید پراخ مهارت ولري او له بیرونۍ ژبې لکه انګلیسي سره باید بلد اوسي.
په وروستیو کلونو کې د روسې ګڼې زراعتي کمپنۍ په دې نه دي توانیدلي چې پیاوړي او ماهره کارکوونکي دننه په خپل هیواد کې پیدا کړي، نو ځکه دوی مجبوره دي چې بهرني هغه راوغواړي.
نو که تاسې هم روسیې ته ځئ، پام مو وي چې هلته د پورته کسانو ډیره اړتیا ده.
څه فکر کوئ په افغانستان کې ددې او نورو کومو مسلکونو ډیره اړتیا وینئ، ویې لیکئ !