په منځني ختیځ کې د ایران د نیابتي جګړو قومندان قاسم سلیماني څوک و؟

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

قاسم سلیماني د ایران د قدس ځواک قومندان د جمعې په سهار په بغداد نړیوال هوايي ډګر کې د امریکايي هیلوکوپټرو په برید کې له څو نورو کسانو سره ووژل شو.
د ایران د سپاه پاسداران دا ځواکمن قومندان په وروستۍ یوه لسیزه کې په سیمه کې د ایران د نیابتي ملیشو په روزنه، پالنه او ملاتړ کې مهم رول درلود او همدارنګه په ایران کې دننه او سیمه کې د ایران پلوو ملیشو لپاره په یو افسانوي قومندان بدل شوی و.
نوموړې په عراق، سوریه، لبنان، یمن کې د بیلابیلو شیعه ملیشو د تنظیمولو، تجهیز او فعالولو چارې پر مخ وړې.
پنځه کاله مخکې چې قاسم سلیماني د شهرت او محبوبیت په اوج کې و، د ایران په سپاه پاسداران پورې یوې تړلې رسنۍ نوموړی یو داسې قومندان وباله چې امریکایان باید پسې ” بټمین، سوپر مین او سپایډرمن “ واستوي څو ښايي ترې خلاص شي.
خو د جنورۍ د میاشت په درېیمه نېټه په بغداد کې د امریکا دوه هیلوکوپټرې پورته شوې او د ولسمشر ټرمپ په مستقیم امر یې د قاسم سلیماني پر دوو موټرو هوايي ګوزارونه وکړل چې 63 کلن سلیماني او ورسره څو نور کسان یې ځای پر ځای ووژل.
قاسم سلیماني له څو کلونو راهېسې د سوریې په کورنۍ جګړه کې د بشار الاسد په ملاتړ د ملیشو په تنظیم کې مهم رول درلود. هغه په عراق کې هم د امریکا ضد شیعه ملیشتې تنظیم او پیاوړې کړې، خو ښايي په بغداد کې د امریکا به سفارت ددې ملیشو د ملاتړو برید هغه څه و چې ددې ایراني قومندان په وړاندې یې د امریکا د صبر کاسه ډکه کړه.

قاسم سلیماني په سوریه، عراق، لبنان، یمن او افغانستان کې د ایران پلوو ملیشو په جوړولو ، روزلو او تنظیم کې مهم رول درلود.

یوه اونۍ مخکې د ډیسمبر په دیرشمه په عراق کې د ایران پلوو ملیشو زرګونه ملاتړي د بغداد په مرکزي سیمه کې د امریکا په سفارت ورغلل، په دیوالونو ور واوښتل او د سفارت ودانۍ ته ننوتل. هغه څه چې د امریکا لپاره ښايي سره کرښه وه.
قاسم سلیماني په وروستۍ لسیزه کې د ایران د سپاه پاسدارن په یو افسانوي او اسطوره یي قومندان بدل شو وی.
د ایران د اتومي پروګرام تر ماتې وروسته د ایران مذهبي مشر دوه پلانونه پر میز درلودل. یو د اوږده واټن ویشتونکو توغندیو پروګرام و چې سپاه پاسداران غوښت. بل هم په سیمه کې د ایران د نفو‌ذ د پراختیا او ستراتیژیک عمق مسله وه چې قاسم سلیماني یې اصلي طراح او مسول و.
سلیماني ته په 1396 هـ ل کال کې د لومړي ځل لپار د ” ذولفقار“ معتبر پوځي نښان ورکړل شو.
د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي ، سلیماني ته د ایران لوړ پوځي نښانونه ورکړي وو او هغه یې ژوندی شهید باله

د نوموړې په وژل کیدو سره د ایران د سیمه ایز سیاست یو مهم طراح او قومندان له منځه ولاړ. په تېرو څو کلونو کې چې ایران په سیمه کې د نفو‌‌ذ د پراختیا پروګرام پر مخ وړ، سلیماني د عراق او سوریې په جبهو کې عملي حضور درلود او د ایران تر ټولو مهم کس و چې په دې هیوادونو کې یې له شیعه ملیشو سره تهران اړیکې تنظیمولی.
نوموړی د فاطیمون په نوم د هغو افغان ځوانانو څخه د جوړ شوي لښکر طراح هم دی چې په ترڅ کې یې لسګونه زره ایران کې میشت افغانان راټول کړي او د سوریې جګړې ته یې استولي دي. باور دی چې ایران د فاطیمون په نوم له افغانانو څخه له جوړې کړې دې ملیشتې څخه په افغانستان کې دننه هم د کار اخیستلو پلان لري.
سلیماني په لبنان کې حزب الله ته د پوځي واک په ورکولو، د افغانستان په جګړه، له صدام حسین وروسته په عراق کې ایران پلوې سیاسي فضا واکمنولو، د سوریې د کورنۍ جګړې د لورې په بدلون او په یمن کې د حوثي یاغیانو په ملاتړ کې مهم رول درلود.
د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي نوموړی څو ځل د ” ژوندي شهید “ په نوم یاد کړی دی.
سلیماني په عراق کې تر صدام وروسته د ایران پلوو سیاستوالو په رامخې ته کولو او په سوریه کې د حکومت په پلوۍ د جګړې د لورې په بدلولو کې مهم رول درلود

په وروستیو کلونو کې چې د ایران حکومت د نیشنلیستي تبلیغاتو یوه څپه راپورته کړې وه، قاسم سلیماني د ایران ددې تبلیغاتو مهمه ستن بلل کیده. د ایران تبلیغاتي دستګاه هڅه کوله چې نوموړی د یو اتل په توګه معرفي کړي.
ایران چې همدا اوس په سوریه، عراق، یمن، لبیا، لبنان او افغانستان کې نیابتي جګړې پر مخ بیايي، د قاسم سلیماني ځای ډکول به ورته سخت وي. همدارنګه ددې ایران قومندان په وژل کیدو د ایران او امریکا ترمنځ د یوې تودې وسلوالې جګړې احتمال تر بل هر وخت ډیر نژدې ښکاري.
د ایران او امریکا ترمنځ وروستی کړکیچ داسې څه دي چې افغانستان به یې هم له اغیزو خوندي نه وي.