دغلته چارواکي وايي، په مسکو کې ښار کې ګلانو او ونو له وخت مخکې غوټۍ سپړلي، ځکه د ډیسمبر په میاشت کې یې پر نرمه مځکه او توده هوا د پسرلي ګومان کړی، همدارنګه د مسکو ژوبڼ کې د ځینو ژویو ژمنی خوب هم د تودې هوا له کبله ګډ وډ شوی دی.
ښايي همدا مسله به ددې سبب شوي چې چارواکو د تورسکایا واټ ته په مصنوعي واوره بار لارۍ واستولې، څو په ټول واټ کې د واورې یوه کرښه جوړه کړي. د مسکو په نورو سیمو لکه سور ډګر کې هم د مصنوعي واورو غونډۍ لیدل شوي دي.
چارواکي وايي، مصنوعي واورې یې د سکي لوبې ( پر واورې د ځغاستې ) له یو کلب راوړي خو مسکویان وايي، د طبیعي واورې تنده په مصنوعي واورې نه ماتیږي.
روسیه په نړۍ کې د هغو هیوادونو له مخکښانو څخه ده چې د نړیوال اقلیم پر بدلون د انساني کړنو اغیزې له پامه غورځوي.
د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین منلې چې اقلیمي بدلون یې ممکن د هیواد لپاره ناورین وي، خو تر اوسه پورې یې د نړۍ د ساینس پوهانو دا نظر نه دی منلی چې د انسانانو کړنې او فعالیتونه د مځکې د کرې د تودیدو سبب شوي دي.
About ياران ټیم
3438 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.
Copyright © 2025 | MH Magazine WordPress Theme by
MH Themes