ککړه هوا او د روغتیا ساتلو لپاره څو اړین ټکي!

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

ژباړه: نسیمه محمدي
د ژمې دې شپو او ورځو کې د نړۍ لویو ښارونو او زمونږ هېواد کې د بې کیفیتو سوند توکو کارولو له امله د معلق ذراتو د ډېر والي په سبب د بشري ژوند لپاره اندېښنې پارولي دي.
د دا ډول هوا سره په پرلپسې ډول مخ کېدل د زیاتو ناروغیو لکه تنفسي ستونزې، د زړه او حتی د سږو سرطان په څېر ګواښوونکو ناروغیو لامل سبب شي، نو له دې امله په دې ورځو کې د روغتیا ساتل او ورته پاملرنه ډېر اړینه ده.
په دې مطلب کې د انډیا تایمز په حواله د څو سپارښتنو یادونه کېږي.
۱: مناسب ماسک وکاروئ
د ککړې هوا پر مهال د امکان تر حده په آزاده فضا کې له کار کولو باید ډډه وشي او د کور څخه د بهر وتلو په صورت کې، حتما باید د مناسب ماسک اغوستل هېر نشي.
د متخصصینو په وينا د ماسک اغوستل په دې موسم کې ځانګړی ارزښت لري.
د عادي ټوټه یي ماسک اغوستل ګټه نلري، د ځانګړو فېلټر کوونکو ماسکونو لکه 99N, 95N ماسکونه که څه هم لوړه بیه لري، خو د ککړې هوا په وړاندې ډېر ګټور دي.
کله چې په خلاص چاپېریال کې یئ هڅه وکړئ بدن مو پوښلی او پټ اوسي، د سترګو ساتو لپاره د عینکو په سترګو کول مه هېروئ.
۲: په کور کې پاتې شئ
د ککړې هوا پر مهال په خلاص چاپېریال کې د ورزش او تمرین له تر سره کولو ډډه وکړئ، ځکه امکان لري ککړه هوا په ژوره توګه ستاسو سږو ته داخله شي، دا پخپله تنفسي ناروغۍ درته پیدا کوي.
په کور کې د سپکو ورزشونو تر سره کول تاسې سره مرسته کوي، چې په داسې هوا کې د سستۍ احساس ونکړئ.
د ککړې هوا تنفس ممکن د اوږد مهاله یا لنډ مهاله ناروغۍ له ځانه سره ولري، د روغتیا پالانو په وینا د ککړې هوا پر مهال سږي له بل هر وخت زیات مخاط تولیدوي.
۳: په کافي اندازه مایعات وڅښئ
متخصصین د معمولي ورځو په پرتله په چټله هوا کې د ډېرو اوبو څښلو سپارښتنه کوي او د طبیعي مېوو جوس څښل له پامه مه غورځوئ.
۴: بوټو ته مخ کړئ
هڅه وکړئ چاپېریال مو یو څه ښېرازه او شین کړئ، بوټي د ښې او پاکې هوا په تنفس کولو کې ډېره مرسته کوي.
د آلوئه ورا او عنکبوتي بوټي مضره مواد جذب او ستاسو لپاره د هوا کیفیت ښه کوي.
۵: له یوه روغتیا پال سره مشوره وکړئ
د ککړې هوا سره مخ کېدل شاید د ځینو ستونزو د پېښېدو لامل شي لکه ټوخی، سترګو او پوزې خارښت، ستوني درد، ساه بندي یا د سینې شغ شغ کول او ستړیا.
که دا علایم همداسې دوام ومومي، سمدلاسه روغتیا پال ته ورشئ، ځکه ډېر وخت لپاره د ککړې هوا په وړاندې پاتېدل د مهلکو ناروغیو لکه سرطان لامل ګرځي.