د زیمبابوې په کوربه توب د ۲۰۱۸ م کال د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو کې کوربه زیمبابوې لوبډلې د ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه، چې همدې ماتې د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته په ورتګ کې د ایرلینډ او افغانستان مخه ډپ کړه.
په ننۍ سیالۍ کې کوربه زیمبابوې لوبډلې ایرلینډ ته د ۱۰۷ منډو په توپیر سره ماتې ورکړه او زیمبابوې لوبډلې په همدې بریا سره د خپلو پوانیټونو یا نمرو تعداد ۵ ته ورسوو.
بل خوا د سکاټلینډ کرکټ ملي لوبډلې تیره ورځ د متحده عربي اماراتو لوبډلې ته په ستر توپیر سره ماتې ورکړه، چې د ۲ نمرو په ترلاسه کولو سره یې د پواینټونو شمیر ۵ ته رسیدلی دی او دواړه زیمبابوې او سکاټلینډ د جدول په سر کرښه کې ځای لري.
اوس به څه کیږي؟
افغانستان او ویسټ انډیز به څنګه نړیوال جام ته چانس ولري؟
۱ – که زیمباب په خپلې راتلونکې سیالۍ کې ویسټ انډیز ته ماتې ورکړي، نو د زیمبابوې به ۷ پواینټونه شي او نړیوال جام ته تګ به نوره هم نږدې شي.
۲ – چې ویسټ انډیز د زیمبابوې نه ماتې وخوري او سکاټلینډ ته ماتې ورکړي، نو ویسټ به بیا ۶ پواینټونه ولري او لا به یې هم نړیوال جام ته ورتګ اسانه نه وي.
۳ – افغانستان حتمي باید ایرلینډ او اماراتو ته ماتې ورکړي، چې ایرلینډ ته په ماتې ورکولو به ایرلینډ د ټورنمنټ څخه بهر شي او بیا خبره د افغانستان او ویسټ انډیز د مساوي پواینټونو په هغه صورت کې شي، چې ویسټ انډیز د سکاټلینډ لوبډلې ته ماتې ورکړي او افغانستان ایرلینډ او امارتو ته ماتې ورکړي، دواړه افغانستان او ویسټ انډیز به ۶ ، ۶ پوانیټونه ولري او د رن ریټ په اساس به لوبډله انتخابیږي.
۴ – سکاټلینډ اوس ۵ پواینټونه لري، که ویسټ انډیز او ایرلینډ نه ماتې وخوري، نو سکاټلینډ سره به همدا ۵ پواینټونه پاتي شي او دوي به هم ټورنمنټ نه بهر شي.
۵ – که زیمبابوې د ویسټ انډیز نه ماتې وخوري او اماراتو سره یې سیالۍ کې باران شي او یا نه ویل کیږي، چې که مساوي شي، نو زیمبابوې به همدا ۵ پواینټونه ولري او مخکې تګ یې مشکل سره مخ کیږي.
۶ – که سکاټلینډ او زیمبابوې په خپلې راتلونکې لوبه کې ویسټ انډیز ته ماتې ورکړي، نو زیمبابوې او سکاټلینډ دواړه سر له اوسه نړیوال جام ته ځي.
افغانستان، ویسټ انډیز، ایرلینډ او امارات به یوازې په همدې راونډ کې لوبیږي او د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ نړیوال جام څخه به پاتي شي.