د زرشک شربت په وسیله مو د لوړ فشار مخنیوی وکړئ

رنګین تجريدي ډیزاین

ژباړه: نسیمه محمدي
د زرشک( کروڅکې) شربت د ډېری وېټامینونو درلودونکی دی، چې د لوړ فشار ناروغۍ کنټرولوي. د زرشک شربت وینه تصفیه کوي او د وینې فشار، قند او غوړ تنطیموي؛ دا شربت د وینې جریان سره مرسته کوي او د زړه او مغزي سکتې څخه مخنیوی کوي.
د دودیز طب څېړونکی د روغتیا او پټو ناروغیو په وړاندې د زرشک د ګټو په اړه وویل: د زرشک شربت د A, C, B1, B2, B6 وېټامینونو، کلسیم، اوسپنې، مګنیزیم، جست، پروتین، کاربوهایدرېت، او پتاشیم لرونکی دی.
خواص
حیدر عظمايي د دې شزیت په اړه وویل: دا شربت د اوړي په ګرمو ورځو کې د تندې او تبې په لمنځه وړلو کې ګټور دی. روژه لرونکي د رژه ماتې او پېشنمي تر منځ  د دې شربت دو ګېلاسه څښلی شي.
عظمايي وایي: زرشک ډنګروونکی خاصیت لري او د A, C وېټامینونو شتون یې د بدن ساتندویه سیستم پیاوړی کوي.
حیدري د ځیګر او بډوډو ناروغانو ته د ټینګار تر څنګ وويل هغوی چې د ځیګر او بډوډو ناروغي لري باید په خپل خوړنیز مهال ویش کې د زرشک شربت ته ځای ورکړي، ځکه ځیګر او بډوډي وینځي او د اوریک اسید دفع کېدو سبب ګرځي. دا شربت د پوستکي د روښانتیا، ځلا، تازه ګۍ او د ځوانکو د رغېدو په برخه کې د پام وړ اغېز لري.
نوموړي زیات کړه: زرشک د تریخي تیږو لپاره ښه دي؛ د فشار لرونکي کسان یې باید په خوړو کې احتیاط وکړي او له شاتو سره دې ګډ وخوري.
کوم وخت یې له خوړلو ډډه وشي؟؟
حیدر عظمايی وايي: هغوی چې وچ توخی او د ستوني درد لري د دې شربت له خوړلو دې ډډه وکړي. دا شریت د تېزابو کچه ټيټوي او د ګرم  مزاج لرونکو لپاره ډېره ګټه لري. هغه کسان چې بلغم او سودايي مزاج لري، د دې شربت خوړلو کې دې زیاتی نه کوي او د شاتو سره باید وخوړل شي.
حیدر یادونه وکړه: هغه ډله خلک چې د وینې نري کوونکي درمل لکه آسپرین، وارفارین او د فشار درمل، د وینې د غوړ او قند درمل کاروي، زرشت دې سمدستي او ګډ نخوري، بلکه د دوو ساعتونو په زماني واټن کې باید وخوړل شي، ځکه هممهاله کارول یې د درملو د اغېز د تشدید لامل کېږي.