کورنۍ د ټولنې اساسي ستنه ده ، نو د کورنۍ سمې او ناسمې ګړنې د ټولنې په ټولو غړو ډيرې اغيزې لري.
د بيلګې په توګه:
هغه ماشومان چې د کورنۍ جنجالونو او ناوړه چلند سره لوى شي ، د کرکې او رخې احساس يې د ښه نظر درلودلو تر احساس زيات وي او کله چې لوى شي د کورنۍ د هيڅ غړي په هکله ښه نظر نه شي لرلى ، په پوره هاند سره غواړي خپلې غوښتنې د کورنۍ په نورو غړو يا د ټولنې په وګړو ومني.
په دې سر بيره په هغو کورنيو کې چې په ښځو تاو تريخوالى تر سره کيږي ، ښځې په ډول ، ډول جسمي او روحي ناروغيو اخته کيږي او همدا شان ښځې نه شي کولى چې روغ ماشومان وزيږوي ، يا هغه تر سمې روزنې لاندې وپالي او ټولنې ته يې د ګټور وګړي په توګه وړاندې کړي.
د دې کورني تاوتريخوالي له امله ليدل شوي دي چې ښځو او نجونو له کورونو څخه تښتيدلو ته مخه کړې يا هم د دا ډول تاوتريخوالو څخه د خلاصون د پاره يې ځان وژنې او ځان سيځنې ته لاس اچولى او خپل ژوند يې پاى ته رسولى يا هم داسې کړنو ته مجبوره شوي ، چې ژوند يې له زياتو کړاوونو او مشکلاتو ډک شوى . . .
که د دا شان ناوړه پيښو د منځته راتلو د مخه يو څه زغم او صبر وشي او د دې کار ناوړه پايلو ته ښه پاملرنه وشي ، نه يوازې دا چې کورنۍ به د بربادۍ سره نه مخامخ کيږي بلکې د راتلونکو نسلونو له پاره به د يوې روغې ټولنې په لاره کې مرستندوى شي!
حوصله او د کورني مشکلاتو په وخت کې يوبل ته قناعت ورکول شايد د يوې کورنۍ د نيکمرغۍ سبب شي …