تېره پنجشنبه د هیواد په اتو زونونو کي د اتو اتلو لوبډلو ترمنځ په کابل کي د فوټبال سیالۍ پيل سوې، چي له ډلي ئې د هرات اټک انرژي او د هلمند لیسه ذکور فوټبال لوبډلو پایلوبي ته لاره پیداکړه.
د افغانستان فوټبال فدراسیون وايي، چي د هرات اټک انرژي لوبډلي په لومړۍ نیمه پایلوبه کي پرون سهار د پنجشېر پیروزي ټیم ته په ماتي ورکولوسره د لومړۍ لوبډلي په توګه پایلوبي ته لاره پیداکړه.
یاد فدراسیون وايي، چي په دوهمه نیمه پایلوبه کي بیا پرون ماپښین د هلمند لیسه ذکور ټیم د فاریاب خراسان ټیم ته په ماتي ورکولو سره د دوهمي لوبډلي ته توګه پایلوبي ته لاره پیداکړه.
اټک انرژي ۳ ګولونه پر ۰ په یاده نیمه پایلوبه کي پيروزي ته ماته ورکړه، خو د لیسه ذکور او خراسان ترمنځ لوبه ۲ ګولونه په مقابل کي د ۲ ګولونه مساوي پای ته ورسېده او وروسته په پینالټیو کي د هلمند لیسه ذکور بریا خپله کړه.
د افغانستان د اتلانو فوټبال لیګ دا پایلوبه به اوس سبا د شنبې په ورځ ماپښین ۱ بجه د هلمند لیسه ذکور فوټبال لوبډله د هرات اټک انرژي لوبډلي په وړاندي ترسره کړي.
ها خوا بیا سبا شنبه سهار د درېیم مقام لپاره خراسان او پیروزي فوټبال لوبډلي یو د بل په وړاندي لوبیږي.
د فوټبال په دې سیالیو کي د هیواد اتو زونونو څخه اتو اتلو لوبډلو ګډون کړی وو، چي لومړی په دوو ګروپونو کښي ولوبېدې او وروسته ئې څلورو ټیمونو نیمه پایلوبي ته لاره پیداکړه او وروسته بیا دوو لوبډلو پایلوبي ته لاره پیداکړه.
د افغانستان د فوټبال اتلانو لیګ هر کال په کابل کي ترسره کیږي، چي تېر ځلي ئې اتلولي د هرات سرخ پوشانو ترلاسه کړه.