څنګه کولاى شو له مايوسۍ لرې او مثبت اندي اوسو؟

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

ليکنه: شپنه سلګۍ
ځينې کسان تل د کمۍ او مايوسۍ احساس کوي. د ژوند شېبې ورته زهرجنې ښکارې او داسې فکر کوي، لکه د ژوند کولو شېبې چې یې د مړي یا درون پړي په څېر په اوږو بار وي.
نو که غواړئ مثبت اندي واوسئ او د پورته ذکر شویو ستونزو سره د مبارزې پرمټ ځان د بريا تر مقامه ورسوئ، نو دغه ليکنه راسره ولولئ!
د دې له پاره چې خپل ذهنيت له مايوسۍ او نا ارامۍ وژغورو، پکار ده چې له بېلابېلو زاويو د مثبت فکر په تکل سوچ وکړو.
مبارزه د مثبت فکر کولو پروړاندې لومړی پړاو دی؛ ځکه پوهانو مبارزې ته د ژوند دوهم نوم هم ورکړى، څو له دې لارې ‌ژوندون کې خپل مثبت بدلون راولو.
بله دا چې ماتې باید بالکل ونه منو!
د ماتې پر لور لومړنی ګام د مايوسۍ دی. موږ بايد د ماتې کلیمه د ذهن له حافظې دباندې وغورځوو او د ژوند په هر اړخ کې د بريا او کاميابۍ په تمه د خپلې زندګۍ شپې سبا کړو. په ژوند کې د بريا د ترلاسه کولو له پاره هلې – ځلې وکړو، څو خپلو ټاکلو موخو ته د ماتې نه منلو او مثبت ذهنيت لرلو له لارې په ډېرې خوښۍ او ارامۍ ورسيږو.
که چيرته ژوند د کرکټ يا د کرکټ د ميدان سره تشبيه کړو، بالونه او توپونه يې چانسونه وګڼو، نو نه بايد د يو بال(چانس)په ميس کولو هر څه پريږدو، او د ژوند دې اوږد سفر ته لاس تر زنې کينو. بايد د ژوند له هرې ماتې نه د راتلونکې له پاره درس زده کړو، او خپلو هڅو او کوښښونو ته دوام ورکړو، تر څو په ژوند کې هغه څه تر لاسه کړو چې په اړه يې فکر کوو او غواړو يې.