د فوټبال یو افغان لوبغاړی د پولنډ په لیګ کي تر ټولو غور لوبغاړی راغلی

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

د پولنډ هیواد د فوټبال لومړۍ درجه لیګ تر نیمايي رسېدلی، چي د مینوالو څه د ډیرو رایو په خپلولو سره افغان لوبغاړی حیدري د پولنډ لیګ تر ټولو غوره لوبغاړی ټاکل سوی.
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلي تکړه بریدګر لوبغاړی عمران حیدري د پولنډ هیواد په لومړۍ درجه لیګ کي د خپلي لوبډلي په ګټه خورا ښه لوبیږي او د ګڼو ګولوهنو په مټ ئې خپله لوبډله بریاوو ته رسولې.

 حیدري اوس د اُلمپیا ګردزیادز په نوم د یوه پولنډي کلب سره یو ځای دئ.
 هغه د یادي لوبډلي لپاره په ۲۰ لوبو کي ۱۲ ګولوهني کړي او دوه ئې بیا د ګول پاسونه ورکړي، چي په دې سره ئې خپلي لوبډلي ته ۱۳ بریاوي ور په برخه کړي دي.

 د ورکړل سوو معلوماتو له مخي، چي د عمران حیدري ښه ځلېدل اوس په یاد لیګ کي د دوو تکړه ټیمونو لخویا ورشو او لچیم پوزنان پام ځان ته راړولی او ممکن د پولنډ هیواد لومړۍ درجه لیګ راتلونکي پړاو کي د یوې لوبډلي سره د ډیرو پیسو په بدل کي یو ځای سي.
 ۲۱ کلن عمران حیدري څه موده مخکي خپلي لوبډلي المپیا ګردزیادز په مفت ډول لوبډلي ته واخیست.
 د المپیا کلب رئیس وویل، چي افغان لوبغاړی حیدري ورته د یاد کلب یوه مامور په نښه کړ، خو هیچا ورسره د تړون امضاء کولو زړه نه ښه کاوه.
 ځیني دلیلونه ئې داوه چي هغه افغانی دئ، اما هغه د خپلو وړتیاوو په مټ خپل کلب او نورو ته وښودله، چي د وړتیاوو ډک فوټبالر دئ.

 دې لوبغاړي د قطر په وړاندي پینالټي هم له لاسه ورکړه، چي د قطر هیواد ګول ساتونکي دفاع وکړه د خپل ګول څخه. هغه لوبه افغان فوټبال لوبډلي ۱ ګول پر ۰ قطر ته وبایلله.