د بريالي ښوونکي څو مهمې ځانګړتياوې

رنګین تجريدي ډیزاین

ﺩ ژﻭﻧﺪ ﺩ ﮐږﻟېﭽﻮﻧﻮ ﺩ ﺳﻤﻮﻟﻮ ﺍﻭ ﻟﺮې ﮐﻮﻟﻮ ﻟﭙﺎﺭﻩ ﻳﻮ ﻣﺸﻔﻖ ښﻮﻭﻧﮑﻲ ﺗﻪ ﺍړﺗﻴﺎ ﺩﻩ ﭼې ﺳﻤﻪ ﻻﺭ ﺩﺭﺗﻪ ﻭښﻴﻲ.
ﭘﺮﻣﺨﺘګﻮﻧﻪ ﺩ ﻫﻐﻪ ﺯړﻩ ﺳﻮﺍﻧﺪﻩ ﺍﺷﺨﺎﺻﻮ ﺩ ﺍﻧﺪ ﺍﻭ ژﻭﻧﺪ ﺯﻳږﻧﺪﻩ ﺩﻱ ﭼې ﻧړۍ ﻳې ﺩ ښﻮﻭﻧﮑﻲ ﭘﻪ ﻧﻮﻡ ﭘېژﻧﻲ. ژﻭﻧﺪ ﺳﺮ ﺗﺮ ﭘﺎﻳﻪ ﭘﺮﻣﺨﺘګ ﺩﻯ ﺍﻭ ﺩﺍ ﭘﺮﻣﺨﺘګ ﺩ ﭘﻮﻫې ﭘﻪ ﻭﺳﯿﻠﻪ ﮐېږﻱ ﭼې ﻫﻐﻪ ﺭﺍﺗﻪ ښﻮﻭﻧﮑﯽ ﺭﺍښﻴﻲ.
ﺩ ﺍﻧﺴﺎﻥ ژﻭﻧﺪ ﺩ ﮐړﻧﻮ ﺍﻭ ﮐﻠﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﺣﺴﺎﺏ ﻧﻪ ﺩﯼ، ﺑﻠﮑې ﺩ ﭘﻮﻫې ﭘﻪ ﺣﺴﺎﺏ ﺩﯼ ﭼې ﭘﻪ ﺩې ﺑﻨﺴټ ښﻮﻭﻧﮑﻰ ﺗﺮ ﻧﻮﺭﻭ ډﻳﺮ ﻋﻤﺮ ﻟﺮﻱ. ﻓﮑﺭ ﮐﻮﻡ ښﺎﻳﻲ ﻫﻤﺪﻏﻪ ﻻﻣﻠﻮﻧﻪ ﻭﻱ ﭼې ﻣﻮږ ښﻮﻭﻧﮑﻲ ﺗﻪ ﭘﻪ ﺩﺭﻧﻪ ﺳﺘﺮګﻪ ګﻮﺭﻭ ﺍﻭ ﺑې ﻭﺍﺭﻩ ﺩ ﻫﻐﻪ ﺩ ﺳﺘﺎﻳﻨې ﻟﭙﺎﺭﻩ ﺩﺍ ﻭړ ﺟﻤﻠې ﻣﻮ ﭘﻪ ﺫﻫﻦ ﮐې ﻧﻘﺶ ﮐېږﻱ:
ښﻮﻭﻧﮑﻰ ﺩ ﭘﻮﻫې ډﻳﻮﻩ ﭘﻪ ﻻﺱ ﺩ ژﻭﻧﺪ ﺗﻴﺎﺭې ﺭڼﺎ ﮐﻮﻱ.
ښﻮﻭﻧﮑﻰ ﻫﻐﻪ ﻻﺭ ﺭﺍښﺎﻳﻲ ﭼې ﻫﺮ ﺍﻧﺴﺎﻥ ﺗﻪ ﺩ ﺳﺒﺎ ﭘﻪ ﻧﺴﺒﺖ ډﺍډ ﻭﺭﮐﻮﻱ. ښﻮﻭﻧﮑﻰ ﺩ ﻫﻐې ﺷﻤﻌې ﻣﺜﺎﻝ ﻟﺮې ﭼې ﻟﻪ ﺧﭙﻠې ﭘﻮﻫې ﺳﺮﻩ ﺧﭙﻠې څﻠﻮﺭ ﺧﻮﺍﻭې ﺭڼﺎ ﮐﻮﻱ. ﺩ ښﻮﻭﻧﮑﻲ ﺍﺭﺯښﺖ ﭘﻪ ﺩې ﮐې ﺩﻯ ﭼې ﺩ ﺧﭙﻞ ﻋﻠﻢ ﭘﻪ ﻭﺳﻴﻠﻪ ﻧړۍ ﺗﻪ ﺍﺭﺯښﺖ ﻭﺭﮐﻮﻱ. ﭘﻪ ټﻮﻟﻨﻪ ﮐې ﺩ ښﻮﻭﻧﮑﻲ ﺍﺭﺯښﺖ ﺩ ﻫﻐﻪ ﺩ ځﺎﻧګړﺗﯿﺎﻭﻭ ﻟﻪ ﻣﺨې ﺍﺭﺯﻭﻝ ﮐېږﻱ.
ﺩﻟﺘﻪ ﻳﻮ څﻮ ﻫﻐﻮ ځﺎﻧګړﺗﯿﺎﻭﻭ ﺗﻪ ﻧﻐﻮﺗﻪ ﮐﻮﻭ ﭼې ښﻮﻭﻧﮑﻲ ﻳې ﺩ ښځﻮ ﺩ ﺗﻌﻠﯿﻢ ﭘﻪ ﻧﺴﺒﺖ ﻟﺮﻱ:

  • ﺯﻳﺎﺗﺮﻩ ښﻮﻭﻧﮑﻲ ﻫڅﻪ ﮐﻮﻱ ﭼې ﻟﻪ ﻧﺠﻮﻧﻮ ﺳﺮﻩ ﺩ ﻫﻠﮑﺎﻧﻮ ﻏﻮﻧﺪې ﭘﻪ ﺍړﻳﮑﻪ ﮐې ﻭ ﺍﻭﺳﻲ ﺍﻭ ﻫڅﻪ ﮐﻮﻱ ﭼې ﺩ ﻫﻐﻮﯼ ﺳﻄﺢ ځﻴﻨې ﻋﻠﻤﻲ ﭘﻮښﺘﻨې ﺗﺮې ﻣﻄﺮﺡ ﮐړﻱ.

  • ﻣﻮږ ﺍﻭ ﺗﺎﺳﻮ ﭘﻮﻫﻴږﻭ ﭼې ﺯﻣﻮږ ﭘﻪ ټﻮﻟﻨﻪ ﮐې ښځې ﺩﻭﯾﻤﻪ ﺩﺭﺟﻪ ﮐې ﭘﻪ ﻧﻈﺮ ﮐې ﻧﯿﻮﻝ ﮐېږﻱ ﺍﻭ ﻫﻐﻮﻣﺮﻩ ﺍﺭﺯښﺖ ﭼې ﻧﺎﺭﯾﻨﻪ ﻭﻭ ﺗﻪ ﻭﺭﮐﻮﻝ ﮐېږﻱ، ښځﻮ ﺗﻪ ﻧﻪ ﻭﺭﮐﻮﻝ ﮐېږﻱ. ﺧﻮ ښﻮﻭﻧﮑﻲ ﻟﻪ

ﻧﺎﺭﻳﻨﻪ ﺍﻭ ښځﻴﻨﻪ ﺯﺩﻩ ﮐﻮﻭﻧﮑﻮ ،څﺨﻪ ﯾﻮ ﻭړ ﺗﻮﻗﻌﺎﺕ ښﻴﻲ ﻧﺠﻮﻧې ﻫڅﻮﻱ ﺍﻭ ﺩﺍ ﻧﻪ څﺮګﻨﺪﻭﻱ ﭼې ﻫﻐﻮﻯ ﭘﻪ ﺯﺩﻩ ﮐړﻩ ﮐې ﮐﻤﺰﻭﺭې ﺩﻱ.

  • ﺩ ﻋﻠﻤﻲ ﺯﺩﻩ ﮐړﻭ ﺩ ﺗﺠﺮﺑﻮ ﭘﻪ ﺑﺮﺍﺑﺮﻭﻟﻮ ﺳﺮﻩ ﻧﺠﻮﻧې ﻫڅﻮﻱ ﭼې ﻓﻌﺎﻟې ﺯﺩﻩ ﮐﻮﻭﻧﮑې ﺩﻱ.

  • ﺩ ټﻮﻟګﻲ ﭘﻪ ﺧﺒﺮﻭ ﺍﺗﺮﻭ ﯾﺎ ﺟﺮﻭﺑﺤﺚ ﮐې ﺩ ﺟﻨﺴﻴﺖ ﻟﻪ ﺍﺯﺍﺩې ژﺑې څﺨﻪ ګټﻪ ﺍﺧﻠﻲ.

  • ﻧﺠﻮﻧﻮ ﺍﻭ ﻫﻠﮑﺎﻧﻮ ﺗﻪ ﭘﻪ ﺩﻗﻴﻘﻮ ﺍﻭ ﺑﺎ ﮐﻴﻔﻴﺘﻪ  ﻣﻌﻠﻮﻣﺎﺗﻮ ﺳﺮﻩ ﻳﻮﺍﺯې ﺩ ښﻪ ﺍﻭ ﻧﻪ ﻟﻪ ځﻮﺍﺑﻪ ګټﻪ ﻧﻪ ﺍﺧﻠﻲ.

  • ﻟﻪ ﺯﺩﻩ ﮐﻮﻭﻧﮑﻮ ﺳﺮﻩ ﺩ ﺳﺘﺮګﻮ ﺍړﻳﮑې ﺳﺎﺗﻲ ﺍﻭ ټﻮﻟﻮ ﺗﻪ ﭘﻪ ﻧﺎﻣﻪ ﻏږ ﮐﻮﻱ.

  • ﮐﻠﻪ ﭼې ﺯﺩﻩ ﮐﻮﻭﻧﮑې ﭘﻮښﺘﻨﻪ ﮐﻮﻱ ﻳﺎ ځﻮﺍﺏ ﻭﺍﻳﻲ ﺩ ﻫﻐﻮﻯ ﺧﺒﺮې ﻧﻪ ﭘﺮې ﮐﻮﻱ ﺍﻭ ﻧﻮﺭﻭ ﺗﻪ ﻫﻢ ﺩﺍ ﺍﺟﺎﺯﻩ ﻧﻪ ﻭﺭﮐﻮﻱ.

  • ښﻮﻭﻧﮑﻲ ﻫڅﻪ ﮐﻮﻱ ﭼې ﻧﺠﻮﻧې ﻧﻪ ﯾﻮﺍﺯې ﭘﻪ ټﻮﻟګﻲ ﮐې ﺑﻠﮑې ﭘﻪ ټﻮﻝ ښﻮﻭﻧځﻲ ﮐې ﻟﻪ ﺗﻌﺼﺐ ﭘﺮﺗﻪ ﻳﻮﻩ ﺑېﻠګﻪ ﺍﻭﺳﻲ.

-ﺩ ﺍﻧﺘﻈﺎﺭ ﭘﻮﺭﻩ ﻭﺧﺖ ﺑﺮﺍﺑﺮﻭﻱ ښﺎﻳﻲ ﺩﺭې ﻳﺎ ﭘﻨځﻪ ﺛﺎﻧې ځﻮﺍﺏ ﺗﻪ ﺩ ﻳﻮ ﺯﺩﻩ ﮐﻮﻭﻧﮑې ﺗﺮ ﺭﺍﻏﻮښﺘﻠﻮ ﻧﺠﻮﻧﻮ ﺗﻪ ﺯﻳﺎﺗﺮﻩ ﺻﺒﺮ ﮐﻮﻱ ﭼې ﻫﻐﻮﻯ ﻣﺨﮑې ﻟﻪ ﺩې ﭼې ﻻﺱ ﭘﻮﺭﺗﻪ ﮐړﻱ ځﻮﺍﺏ ﺗﻪ ﻓﻮﺭﻣﻮﻝ ﺟﻮړﻭﻱ،ﻫﻠﮑﺎﻥ ﺯﻳﺎﺗﺮﻩ
ﻟﻪ ځﻨډ ﭘﺮﺗﻪ ﻻﺱ ﭘﻮﺭﺗﻪ ﮐﻮﻱ ﺍﻭ ﺑﻴﺎ ﺩ ﭘﻮښﺘﻨې ځﻮﺍﺏ ﺗﻪ ﻓﻮﺭﻣﻮﻝ ﺟﻮړﻭﻱ.
-ﺑﺮﻳﺎﻟﻰ ﺍﻭ ﭘﺮ ځﺎﻥ ﺑﺎﻭﺭﻱ ښﻮﻭﻧﮑﻰ ﺑې ﭘﻼﻧﻪ ټﻮﻟګﻲ ﺗﻪ ﻧﻪ ﺩﺍﺧﻠﻴږﻱ.