ژباړه: نسیمه محمدي
د ماضي هېرول، که د یوه اعتیادي اړیکې یا د نېژدې عزیزانو له لاسه ورکول، یو تر ټولو ستونزمنه کړنه ده. دا چې باید پوه شئ دا اړیکه څومره دردوونکې ده او د روغتیا ساتلو لپاره مو هم دا موضوع څنګ ته کړئ، خو د( مخه ښې) لپاره ستونزه لرئ، آسانه نده، خو د حل علمي لارې چارې هم شته. له خدای په امانۍ وړاندې اړینه ده له خپلو یادونو او تجربو سره مخ شئ که مو د ستونزو سره مقابله کوئ، د کړنو مسؤولیت مو په خپله غاړه واخلئ.
د تېرو پېښو او یادونو هېرولو لپاره شپږ حللارې:
۱: د خپلو افکارو او یادونو په اړه ولیکئ. انځور ګري وکړئ او په اړه یې وغږېږئ. د ماضي هېرولو لپاره باید خپلو یادونو ته درناوی وکړئ.
۲: د دردوونکو یادونو په تړاو د عافطي احساساتو لرې غورځول، مرسته کوي. و به وینئ چې وروسته له دې څومره د هوساینې احساس کوئ.
۳: د امکان په صورت کې تېر ته وروګرځئ او د یادونو پورې اړوند کسانو سره خبرې وکړئ. د هېرولو لپاره باید تېر وخت ته وګرځئ.
۴: رښتیني احساسات مو د یو کس سره شریک کړئ. که صلاح وي چې اعتراف وکړئ. د ماضي هېرولو لپاره باید خپل احساسات څرګند کړئ. که د خپلو تېروتنو سره جوړ راځئ، باید د ګناهونو پړه په غاړه واخلئ.
۵: معذرت او بښنه وغواړئ. د ماضي هېرولو لپاره باید زیانمنونکي اوسئ.
۶: د دردوونکي ماضي هېرولو لپاره ځان ته زیان رسولو او ډېر خوراک کولو سره مرسته وکړئ. د تېرو پېښو هېرولو لپاره باید خپل غرور یو اړخ ته کړئ.
د نېژدې کسانو هېرول، که مو د ژوند شریک وي، چې طلاق مو ترې اخېستی، اولادونه مو چې وفات شوي، یا مو هم خور او ورور وي، چې له تاسې لرې او جلا شوي یا بل هر څوک، سخته ده. په یاد ولرئ چې له دې غمجنو حالاتو وروسته نه یواځې دا چې خپل ژوند پر مخ وړای شئ، بلکه تر پخوا به هوښیار، آرام او متمرکز اوسئ.
د ماضي هېرول یعنې څه؟
هېرول یعنې ومنئ، چې د ماضي د هېرولو لپاره مو څه له وس پوره ندي. د تېر سره د مخامخ کېدو په وخت هر څه مو چې له وس کېږي، تر سره یې کړي. تر خپلې وسې مهربان، غوره او ګټور وئ. ډاډه اوسئ تېر وخت ته د تللو سره هېڅ نشئ کولای، نو غوره ده هېر یې کړئ.
هېرول یعنې د تېرو تېروتنو له امله ځان بښل: کولای مو شول یا باید تر سره کړي مو وای په اړه فکر کول هېڅ ګټه نلري. که مو د تېروتنو سره لاس او ګرېوان یئ یا مو ماتې خوړلې، هڅه وکړئ ځان وبښئ.
هېرول یعنې خپل افکار وپېژنئ: که تل د تېر په اړه په ذهني کشمکش اخته یئ، په آرامۍ خپل فکرونه حال زمانې ته راوګرځوئ. د تر سره شویو اشتباهاتو یادولو عادت نور پرېږدئ.
هېرول یعنې د زمان په ذات اعتماد او باور لرل: وخت تېرېږي او تاسې هم باید ترې تېر شئ. ټپونه مو د وخت په تېرېدو رغېږي، یواځې یې داغ او خاپ پر ځای پاتېږي.
د ماضي هېرول یعنې نوې اړیکې جوړې کړئ: اړتیا نشته حتما یوه ډله نوي دوستان پیدا کړئ. کولای شئ د یو همکار سره نوې دوستي پیل کړئ یا خپل ګاونډی د ماښامنۍ لپاره خپل کور ته راوبلئ. که د خپلو ماتو په اړه له چا سره وغږېږئ، په راحتۍ سره یې له بوج وتلای شئ.
هېرول یعنې د خبرو اترو لپاره تعادل په پام کې نیول: د نورو سره دردونه او خفګانونه شریکول ډېر مهم دي مګر په هماغه اندازه، چې د نورو ژوند سره هم لېوالتیا څرګنده کړئ.
د ماضي هېرول یعنې نوې نړۍ تجربه کړئ: یوه نوې برخه کې زده کړې پیل کړئ یا نوې بوختیا ولټوئ. د تېر هېرول باید د نویو لورو د لټون لپاره دريڅه اوسي.
د تېر هېرول یعنې وخت دنورو په واک کې ورکړئ: د تېر وخت سره د خدای پامانۍ لپاره ډېری فرصتونه شته. له سیمې ووځئ. د خوشاله کوونکو خلکو سره وګورئ، چې له شتون یې خوند اخلئ.
غواړئ یوه رابطه هېره کړئ، په جدیت سره غور وکړئ آیا سمه ده، چې بیا له هغه/ ې سره ووینئ، یا په بشپړه غواړئ هر څه هېر ته وسپارئ. شاید تر اوسه مینه ورسره ولرئ یا له تاسې ناوړه استفاده شوې وي او په ذهني او احساسي بڼه ګنس شوي اوسئ. د زماني واټن رامنځته کول، تر ټولو عاقلانه کړنه ده. په دې ډول کولای شئ په آسانۍ هر څه هېر کړئ.