د هلمند په کرزي فوټبال لوبغالي کي څه موده مخکي د الف لوبډلو ترمنځ د فوټبال لیګ پیل سوی وو، چي پرون جمعه د نوي یاران فوټبال لوبډلي په لومړي مقام خپلولو سره پای ته ورسېد.
په یاد لیګ کي ټولي ۱۱ لوبډلي شاملي وې، چي نوي یاران پکښي د ۲۶ نمرو په ګټلو سره لومړی او چانجیر لوبډلي بیا د ۲۴ نمرو په ګټلو سره دوهم مقام ترلاسه کړ.
په دې سره نوي یاران او چانجیر لوبډلو د هلمند ولایت اتو غوره لوبډلو ته لاره وموندله او له دې وروسته به د غوره لوبډلو سره سیالۍ ترسره کوي.
د الف لوبډلو ترمنځ د یاد لیګ تر ټولو ډېر ګولوهونکی ضمیر احمد صدیقي، د ټورنمنټ غوره دفاعي لوبغاړی لعل محمد رحماني او د ټورنمنټ تر ټولو ځوان لوبغاړی بیا نصیر احمد نظري وټاکل سو.
د یادو سیالیو په پای کي د هلمند فوټبال فدراسیون له لوري د مقام ګټونکو لوبډلو ترڅنګ غوره لوبغاړو ته هم بیلابیلي جایزې ورکړل سوې.
لوبغاړي خوښ دي، چي په هلمند کي دا ډول لوبي ورته جوړیږي. دوی له مسئولینو څخه دې ته ورته د نورو لوبو غوښتنه کوي.
هلمند کي تر دې مخکي د ۸ غوره لوبډلو ترمنځ د فوټبال لیګ ترسره سو، چي لیسه ذکور پکښي لومړی مقام وګاټه.
لیسه ذکور لوبډلي وروسته په سویلي حوزه کي د کندهار شیرزي، روزګان او زابل ولایتونو ته په ماتي ورکولو سره د افغانستان اتلانو لیګ ته لاره پیداکړه.
د افغانستان د اتلانو لیګ تېره پنجشنبه پیل سو او د هلمند لیسه ذکور ټیم اوس پکښي لوبیږي.