افغان لوبډلې ویسټ انډیزۍ لوبډله تر ۱۹۷ منډو را ایساره کړه !

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

د ۲۰۱۹ م کال د انګلستان په کوربه توب د کرکټ نړیوال جام ۵۰ اوریزه سیالیو ته د لار موندنې په موخه د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د ویسټ انډیز خلاف په سیالۍ کې مخامخ ده.

به ننۍ لوبه کې ویسټ انډیزۍ لوبډلې د ټاس په ګټلو سره د کریس ګیل، مارلیون سیمیولز، کارلوس بریټ ویټ، یون لیویس په څیر خطرناکه توپ وهونکو په شتون کې افغان لوبډلې ته د ۱۹۸ منډو هدف ورکړ، چې په ۵۰ اوریزه سیالیو کې دومره ستر هدف نه شمیرل کیږي.

د افغان لوبډلې لپاره مجیب ځدران ۳، محمد نبي او شراف الدین اشرف ۲ ، ۲ لوبغاړي وسوځول. چې پکې محمد نبي عیس خیل د خپل ۵۰ اوریزه نړیوال کرکټ ۱۰۰ ویکټې هم پوره کړې.  

که افغان کرکټ ملي لوبډله په ننۍ سیالۍ کې د ویسټ انډیز خلاف د ۱۹۸ منډو هدف په اسانۍ سره ترلاسه کړي، نو د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته د ورتګ هیلې به ژوندۍ وساتي.

د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته د روتګ په موخه د زیمبابوې په کوربه توب د روان ۲۰۱۸ م کال د همدې مارچ میاشتې د ۴ مې نېټې څخه د غوراوي جام سیالۍ پیل شوې دي، چې د ګډون کوونکو ۱۰ لوبډلو څخه به ورته دوه لوبډلې په ډاګه شي.

د غوراوي پړاو سیالیو په لمړي پړاو کې ۱۰ لوبډلې شاملې وې، چې د افغانستان ترڅنګ د ویسټ انډیز، زیمبابوې، ایرلینډ، سکاټلینډ او د متحده عربي اماارتو لوبډله دویم پړاو ته ورسیده او د هالینډ ترڅنګ د هانګ کانګ، نیپال او پي این جي لوبډلې د سیالیو د بایللو له کبله د مخکې تګ څخه بې برخې شوې.

 د سوپر سیکس یا د ۶ بهترینو لوبډلو د جملې څخه به دوه هغه لوبډلې، چې ډیر پواینټونه ولري، د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته به لار پیدا کړي.