د یادو سیالیو مسئولین وايي، چي دا لوبي ۲۲ ورځي مخکي د کندهار په لوکل کرکیټ لوبغالي کي پيل سوي وې، چي پرون سې شنبه د وطن کرکیټ لوبډلي په لومړي مقام خپلولو سره پای ته ورسېدې.
د وطن کرکیټ لوبډلي سره د یادو سیالیو پایلوبي ته پښتون لوبډلي لاره پيداکړې وه، چي وطن لوبډلي په یاده پایلوبه کي د ۹۰ منډو په توپير پښتون لوبډلي ته ماته ورکړه او اتلولي ئې خپله کړه.
د یادي پایلوبي پچه یا ټاس وطن لوبډلي وګاټه او خپله ئې د توپوهني پرېکړه وکړه.
وطن لوبډلي د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره په ټاکلو ۲۰ آورونو کي پښتون لوبډلي ته د ۱۵۸ منډو هدف وټاکه.
کله چي د پښتون لوبغاړي د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته سول نو د وطن له لوري ورکړل سوی هدف ئې نه کړ پوره. دې لوبډلي یوازي ۶۷ منډي جوړي کړې او په یاده پایلوبه کي ئې د وطن لوبډلي څخه د ۹۰ منډو په توپير سخته ماته وخوړه.
د پایلوبی غوره لوبغاړی د وطن لوبډلي توپ اچونکی علی احمد وټاکل سوه، هغه د سیالي لوبډلي درې لوبغاړي وسوځول.
د یادو سیالیو غوره لوبغاړی بیا د پښتون لوبډلي څخه عبدالرزاق وټاکل سو.
عبدالرزاق توپوهونکی دئ، چي په یاد ټورنمنټ کي ئې د خپلي لوبډلي لپاره ۳۶۲ منډي جوړي کړې وې.
په سویلي حوزه کي د کرکیټ بورډ استازي احمدضیا ضیا وویل، چي د چلینج کپ د یادو شل آوریزه سیالیو څخه ئې موخه د لوبغاړو په لوبو بوخت ساتل او د یادو سیالیو څخه د غوره لوبغاړو موندل وه.