د سګريټو زیانونه او د پرېښودو لارې یې!

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

ژباړه او زياتونه: مليحه ناصري
د سګرټو زیانونه او د پرېښېدو لارې یې!
د سګرټو څکول هغه ستونزه ده چې ډېری ځوانان ورسره لاس و ګرېوان دي . روږدي کېدل پرې لږ وخت نیسي ؛ خو پرېښودل یې ډېر وخت او ځواکمنې ارادې ته اړتیا لري. ډېری ځوانان پر دې اند دي چې ګڼې په سګرټو غم غلطېږي او فشار کموي ؛ خو دې ته یې پام نه وي چې نه جبرانېدونکي زیانونه لري او د ناڅاپي مرګ لامل کېږي؛ نو قوي اراده او تکل پکار دی چې خوشې یې کړی شي. دلته مو لومړی د سګرټو تاوانونه او بیا یې د پرېښېدو لارې چارې لیکلي دي.
زیانونه :
د رګونو بندېدل: د هر ډول نشه لرونکو موادو کارول د رګونو د بندېدا لامل کېږي. کله چې څوک هېح نه یو دوه دانې سګرټ وڅکوي, لومړی یې واړه رګونه بندوي بیا غټ. چې د رګونو د دېوال له تخریبه پیل او په بندولو یې پای مومي.
وینه ټينګوي ( غوټه کوي) : د سګرټو څکول وینه ټینګوي چې بلاخره په رګونو کې غوټه کېږي او رګ بندوي.
سم کلسټرول ( غوړ ) خرابوي: په وینه کې سم ( ګټور) کلسټرول ( اېچ ډي ال ) شته ؛ خو د سګرټ له امله دا کلسټرول کمېږي.
د وینې فشار لوړوي : ان یو ځل سګرټ څکول د وینې فشار ګډوډوي ؛ خو څو ځلي او دوامداره کارول یې د وینې فشار ته اوږدمهاله ستونزې پیدا کوي.
وینه زړه ته نه رسېږي: سګرټ د دې لامل کېږي چې واړه رګونه زیانمن شي او وینه پر وخت زړه ته پمپ نشي.
اکسېجن زړه ته نه رسېږي: په سګرټ کې کاربن مونو اکسایډ دی . کله چې له اړتیا سره سم وینه غواړي اکسېجن زړه ته ور ورسوي , کاربن مونو اکسایډ دا پروسه خرابوي او د اکسېجن مخه نیسي.
کورنۍ روغتیا زیانمنوي : کله چې په یوه تړلي او سرپټي ځای ( د کور دننه, خونه… ) کې سګرټ وڅکول شي, له روږدي کس سربېره, ناروږدي کسان هم له خطر سره مخ وي ؛ ځکه د هغه لوګی ( دود ) تنفس کوي او د ساییزو ( تنفسي ) ستونزو د پیدا کېدو لامل کېږي.
جنسي ستونزې او خطرونه: د سګرټ څکول نارینه او ښځینه وو ته جنسي ستونزې پیدا کوي. په نارینه وو کې د نارینه توب هورمون خرابوي او کمزوری کوي یې. په ښځینه وو کې که پرې روږدې وي یا که نه ؛ خو چې لوګی یې کش کړ د دې لامل کېږي چې ماشوم یا بېوخته, کمزوری وزېږي او حافظه یې هم کمزورې وي. سربېره پر دې کېدی شي چې هم نارینه او هم ښځینه د اولاد لرلو له نعمته بې برخې شي ؛ ځکه چې هورموني ستونزې یې ډېرې وي.
د هډوکو کمزورتیا: هغه څوک چې سګرټ څکوي تر ناروږدو کسانو یې هډونه کمزوري وي او ژر ډنګرېږي ؛ ځکه چې سګرټ هورمونونه خرابوي او د هډوکو وده او کلکوالی زیانمنوي.
د پرېښودو حللارې یې:
مرسته ورسره وشي : ملګري او کورنۍ یې باید له روږدي کس سره مرسته وکړي چې دا عادت لرې کړي.
د سړو ( یخو ) اوبو څښل : که غواړئ چې سګرټ پرېږدئ ؛ نو اوبه په غوړپ غوړپ وڅښئ نه په بمبه یا یوځلي. نوې څېړنې ښیي چې د هر ډول مایعاتو څښل په نیچه او بمبه باندې , د دې لامل کېږي چې ستاسو ماغزه بېرته دومره موقع پیدا کړي چې منفي فکرونه مو دریاد شي او بیا سګرټ خواته ورشئ.
منظم خوراک : سم, ګټور , پر وخت او له اړتیا سره سم خواړه وخورئ. داسې چې غوړ ډېر نه وي .
بې سګرټه ژوند: اړتیا نشته چې تاسو دې د بې سګرټه ژوند خوند ته په تمه شئ . همدا اوس یو ځانګړی لړلیک ( لېسټ) ځان ته برابر کړئ چې په هغه کې مو دغه شیان لیکل وي: احساسات کنټرولوم , پیسې بېځایه نه لګوم, خواړه خوندور دي, انرژي لرم, ځواکمن یم, وسوسو ته لاره نه ورکوم, قوي تکل مې کړی , زه یې کولی شم! ….
هر ځل همدې لړلیک ته ګورئ او د ژوند په خوند پوه شئ .
مسواک وکاروئ: د سګرټ پرېښودو په پار هڅه وکړئ چې مسواک وکاروئ , غاښونه پرې پاکوئ څو د خولې بوی مو ورک شي. داسې به مو سګرټ ژر له یاده ووځي.
داسې ځای ته لاړ شئ چې سګرټ نه وي: کله مو چې سګرټ ته ډېر زړه وشو او نور مو نشوی کولی ځان وساتئ , داسې ځای ته ولاړ شئ چې هلته سګرټ درته ونه رسېږي ؛ لکه: کتابتون , ټولګی….
د سګرټ د پرېښودو دلیلونه: د سګرټ د پرېښودو ټول دلیلونه په یوه پاڼه کې ځان ته ولیکئ, څو دانې کاپي ترې واخلئ, په هر هغه ځای کې یې راوځړوئ چې ډېر وخت پکې تېروئ ؛ لکه: کور, دفتر, پخلنځی, کاري خونه…
ښه به دا وي چې د دې لړلیک تر څنګ د هغه چا انځور هم راوځړوي چې تاسو مینه ورسره لرئ یا درباندې ګران وي ؛ لکه: کورنۍ , مېرمن , ملګري….
ملګرو سره وخت تېر کړئ : ځان ته مو یو لنډمهاله ( اونیز – هفته یي) مهال وېش جوړ او د هغه پر بنسټ خپلې چارې سمې کړئ . تاسو کولی شئ داسې یې ولیکئ : لومړۍ ورځ ملګرو سره چکر, دویمه ورځ کورته یې ورځم , درېیمه ورځ زما کره مېلمستیا, څلورمه کورنۍ سره دباندې ځم… , هر ډول چې ستاسو خوښه وه هماغسې.
تل یو څه له ځان سره ګرځوئ : د دې لپاره چې سګرټ درپیاد نه شي, ځان سره ( پلته یا اورلګید… ) ګرځوئ د اړتیا پر وخت یې خوله کې ږدئ چې د سګرټ ځایناستی شي.
خوځنده ( فعال) اوسئ: تل بدني حرکتونه, ورزش , فزیکي کارونه کوئ. پیاده یا پلی تګ مه هېروئ.
مرسته وغواړئ : له هغو کسانو چې تر تاسو مخکې یې سګرټ وهل او اوس یې پریښي , مرسته ترې وغواړئ. دا د شرم او ننګ خبره نه ده, روغتیا زښته ارزښتناکه ده.
کافیین کم کړئ: چای او قهوه کافیین لري. او کافیین په ځینو کسانو کې عصبي ستونزې او وارخطایي ډېروي.
کورنۍ مرسته: کورنۍ دې هڅه وکړي چې تاسو بېځایه خپه نه کړي , ومو نه ځوروي, او د ډېر مسوولیت درکولو نه دې تېر شي.
بوخت واوسئ : ځان له بېکارۍ وساتۍ او پر یو شي ځان بوخت کړئ چې د سګرټ فکر مو سرته درنشي .
صبر ولرئ: تل صبر ولرئ, عجله او تلوار نه دی پکار.