ژباړه او راټولونه: احمد فرهاد توتاخیل
۱. په کال کې لږ تر لږه یو ځل د لمر راختل ګوره.
۲. د سبا ورځې لپاره دې له شپې پلان جوړوه.
۳. “مننه کوم” کلمه زیاته کاروه.
۴. په دې پوه شه چې په کوم وخت کې باید “چوپتیا” غوره کړې.
۵. احمقانه رفتار مکوه.
۶. هره وړه بریا دې لمانځه.
۷. په ښار/بازار کې له لاس پلورونکو څیزونه پیره.
۸. تل د زده کړې په حال کې اوسه.
۹. په هغه څه چې پوهیږې، نورو ته یې هم ورزده کړه.
۱۰. د زوکړې پر ورځ دې هر کال یو نیالګی کښینوه.
۱۱. نوي ملګري ومومه، خو پخواني ملګري له یاده مه باسه.
۱۲. له بیلابیلو ځایونو څخه د لیدنې پرمهال انځورونه اخله.
۱۳. راز ساتونکی اوسه.
۱۴. له خوشالیو څخه د خوند اخیستو فرصت بل وخت ته مه ځنډوه.
۱۵. پر نورو ډاډه مه اوسه.
۱۶. د خپل غذايي رژیم په اړه هیڅکله چا ته مه وایه.
۱۷. خپل تیروتنې منه.
۱۸. په دې پوه شه هر هغه څه چې اورې، ټول یې رښتیا نه دي.
۱۹. که کوم وخت اولادونو ته دې په غصه شوې، نو لږ څه وروسته بیرته یې په غیږ کې ونیسه او لاس په خلا یې کړه.
۲۰. تل پیاوړی اوسه، ترڅو ستا په نشتون کې هم خلک ستا د شتون احساس وکړي.
۲۱. د واده کلیزه دې هیڅکله مه هیروه.
۲۲. غوږ وهنې خبرې مکوه.
۲۳. هغه کتابونه دې نورو ته امانت ورکوه، چې که بیرته یې در هم نکړل، نو درته اړین نه اوسي.
۲۴. اولادونو ته دې وایه: “تاسې تر هرچا راته غوره یاستئ.”
۲۵. سهار وختي پاسیږه.
۲۶. هڅه وکړه چې تل هوښیار او ځیرک واوسې.
۲۷. لاسي ساعت دې تل پنځه دقیقې مخته ساته.
۲۸. هغوی چې هیله مند دي، نهیلي کوه یې مه، ښايي همدا یې یوازیني دارو وي.
۲۹. کله چې له ماشومانو سره لوبې کوې، نو پریږده چې هغوی لوبه وګټي او بریالي شي.
۳۰. وخت پیژندونکی اوسه.
۳۱. د ناشایسته خلکو له ناستې پاستې ډډه وکړه.
۳۲. اولاد ته د پیسو په ورکړه کې خسیس مه اوسه.
۳۳. په خپل سیال هیڅکله باور مکوه.
۳۴. مهربان او خواخوږی اوسه.
۳۵. د غصې پر وخت هیڅ کار مه ترسره کوه.
۳۶. ترڅو چې یوه بله مناسبه او ښه دنده دې نه وي موندلې، اوسنۍ دنده دې مه پریږده.
۳۷. میرمنې ته دې ارزښت ورکړه او ښه د ژوند ملګری یې اوسه.
۳۸. هڅه وکړه چې د ځمکې پر مخ ترټولو ارزښتمن او با احساسه انسان واوسې.
۳۹. له خلکو سره عقدهيي چلند مکوه او په زړه کې کینې ته ځای مه ورکوه.
۴۰. د ځمکې پر مخ هر ژوندي موجود ته ارزښت ورکوه.
۴۱. خپل ماتې منه.
۴۲. کله چې بریالی شې، ” فخر فروشي” مکوه.
۴۳. په بې ارزښته مسائلو کې ځان مه ښکیلوه.
۴۴. هیڅکله چا ته مه وایې: ” ستړی، افسرده، ډنګر او یا چاغ ښکارې.”
۴۵. په خپل ژمنه تل ولاړ اوسه.
۴۶. په دې تمه مه اوسه، چې ګوندې پیسې به تا نیکمرغه کړي او یا خوشالي به در په برخه کړي.