د مسئولینو په خبره پرون جمعه د کندهار په عینو ښار ګوټي کي د ډاکټر تیتسو ناکامورا په نوم د ماشومانو ترمنځ د کرکیټ لوبي پيل سوې، چي پکښي ۶ لوبډلو ګډون کړی.
دا لوبي د کندهار پیوند مدني ټولني لخوا جوړي سوي، چي ګډونوالي ۶ لوبډلي د کندهار پنجوايي، ژړۍ، ډنډ، ارغنداب، میوند او دامان ولسوالیو څخه دي.
د یادو سیالیو مسئول او د پیوند مدني ټولني د سپورټ څانګي مسئول زمري اکبري یاران ته وویل، چي د یادو سیالیو هره ورځ یوه یوه لوبه ترسره کیږي او شاوخوا دوې اونۍ به دوام ولري.
د اکبري په خبره، چي د یادو سیالیو څخه ئې یوه موخه دا ده، چي د ډاکټر ناکامورا د هڅو ستاینه وسي او د هغه ترڅنګ د ولسوالیو د ځوانانو او ماشومانو ترمنځ د اړیکو قوي کول، یووالی راوستل او د ماشومانو هڅول دي.
یاد مسئول وایي، چي تر دې مخکي کندهار کي ماشومانو ته د ولسوالیو په سطحه لوبي نه وې جوړي سوي. هغه زیاته کړه د دې لاري به کندهار کي کرکيټ مسلکي بڼي ته تغیر کړل سي.
د یادو سیالیو په لومړۍ ورځ د ارغنداب او پنجوايي لوبډلي یو د بل په وړاندي ولوبېدې، چي پنجوايي لوبډلي په ۸ ویکیټو ارغنداب لوبډلي ته ماته ورکړه.
دې لوبه کي لومړی ارغنداب توپوهنه وکړه، ارغنداب لوبډلي په ټاکلو ۱۰ آورونو کي د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره پنجوايي لوبډلي ته د ۷۸ منډو هدف وټاکی.
پنجوايي لوبډلي یاد هدف د لوبي په ۶م آور کي د ۲ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او په دې سره ئې په یادو سیالیو کي لومړۍ بریا خپله کړه.
د لوبي غوره لوبغاړی د پنجوايي لوبډلي لوبډلمشر ذبیح الله وټاکل سو. هغه د خپلي لوبډلي د بریا لپاره ۳۰ ناسوځېدلي مڼدي جوړي کړې او د هغه ترڅنګ ئې خوار ښه توپ اچونه هم وکړه.