ژباړه: نسیمه محمدي
تاسې د یو با مسؤولیته مور او پلار په څېر، څومره خپلو ماشومانو ته په لوړ غږ کیسې لولئ؟
نن ورځ ممکن د دې پوښتنې ځواب ډېر کم وي او یا هم لوړ اقتصادي فشارونه چې د ځوانو کورنیو په مخ کې پرتې دي کورنۍ اړیکې ډېر پېچلي کړي او کورنۍ خپلو اولادونو ته ډېر کم وخت لري. پخوا پلرونو یواځې د ورځې د کور بهر کار کاوه او مور د کور دننه په کورنۍ چارو کنترول او نظارت درلود، خو اوس وخت مور او پلار دواړه دنده پر مخ وړي. د تکنالوژيکي ابزارو له پرمختګ سره د ماشومانو لپاره د داستان لیکلو او لوستلو هنر له پامه غورځېدلی. د ماشومانو کیسې د ماشوم د شخصیت د ودې لپاره ډېره حیاتي برخه جوړوي او دا فرهنګ له نسلونو راهیسې یو بل ته په ارث رسېدلی او زمونږ د ماشومتوب یوه برخه هم وه.
داستام ویل څه دي؟ نن ورځ ډېری مور او پلار غوره ګڼي ماشومان د خپلې خوښې وړ کارتون له لیدلو وروسته خوبځای ته یوسي، د دې پر ځای چې هغوی ته په لوړ غږ کیسې او داستانونه ولولي. هغه څه چې یواځې د ماشومتوب د خوښیو په څېر لیدل کېږي ډېرې ګټې لري او اړینه ده هره شپه د یو څه وخت لپاره ماشومانو ته داستان وویل شي.
کولای شئ په ډېری ساده ګۍ د خپلو اولادونو تر منځ د اړیکې لپاره له کتابونو داستانونه ولولئ یا هم د خپل ذهن څخه د خپل ماشومتوب کیسې دوی ته ووایئ.
په دې لیکنه کې د کیسو لوستلو ۱۰ ګټې درپېژنو، له پامه یې مه غورځوئ.
۱: په ماشومانو کې فضیلتونه رامنځته کوي
د نړۍ ټول ماشومان کیسو اورېدلو سره مینه لري، تر څو خپل د خوښې وړ شخصیت وپېژني یا حتی په خپل ژوند کې له هغوی تقلید وکړي، د معنا لرونکو داستانونو په ویلو کولای شئ په هغوی کې د ښو اخلاقو، صداقت، زړورتیا، خپلواکۍ خصوصیتونه په کم عمر کې ورزده او وروزي.
۲: ماشوم له خپل فرهنګ سره آشنا کېږي
د خپل تېر ژوند پېښې د داستان په توګه هغوی ته ووایئ په دې ډول ماشوم ستاسې د کورنۍ د دود او دستور سره بلدېږي او د کورنۍ بېلابېل غړي پېژنې او خپل نصب په ښه ډول درک کوي. د پېښو تر څنګ، له لرغونو کیسو ګټه اخېستی شئ.
۳: ماشوم د غوږ نیولو مهارت زده کوي
ماشومان د یوې اوږدې مودې لپاره ذهني تمرکز نشي کولای. ماشومان ډېرې خبرې کوي او لږ غوږ نیسي. د داستان لوستلو سره هغوی ته د غوږ نیولو ښه تمرین تر سره کوئ، چې ښه اورېدونکي کېدل د دوی د زده کړو په بهیر هم مثبت اغېز لري.
۴: د ژبنۍ وړتیا لوړېدل
د لوړو داستانونو سره ستاسې د ماشوم د لغاتونو او نویو اصطلاحاتو دایره پراخېږي او خبرې کول آسانه. د کلماتو له سم تلفظ سره بلد او ستاسې د ماشومانو زده کړې لپاره یو ډېره آسانه لار ده.
۵: د نوښت او تخیل قدرت لوړوي
کله چې ماشوم ته کیسه لولئ په بشپړه توګه د ټلوېزیوني خپرونو سره توپیر لري، ځکه چې د کیسې اورېدل دوی اړ باسي کرکټران، مکانونه او پېښې په خپل ذهن کې تجسم کړي، کرکټر ته په خپل ذهن کې جوړښت ورکړي، چې دا په خپل وار د ماشوم د نوښت قوه پیاوړي کوي او روزي، چې له ماشومانو نوې مفکورې او آیدیاوې سر وهي او دا ټول به ستاسې د ماشومتوب د کیسو لوستلو منندوی وي.
۶: د حافظې پیاوړي کېدل
په لوړ غږ د داستانونو په ویلو سره مو د ماشوم حافظه پیاوړې کړئ. د دې کړنې د ښه اغېز لپاره څو ورځې وروسته له هغو د کیسو تکرار وغواړئ. دا د ماشوم د حافظې لوړوالي او د تمرکز د تشویق لپاره ښه لار ده. په لومړیو کې شاید هغوی په بشپړه توګه تکرار نکړای شي، خوله څو ځلي تکرار وروسته به ډېر هوسا او راحت وي.
۷: د لر لید پراخوالی
ممکن هېڅکله د نورو فرهنګونو سره مخ نشي او د سفر کولو موقع ونه مومي، د داستان له لارې هغوی د بېلابېلو هېوادونو د فرهنګونو سره بلد کړئ. هڅه وکړئ مختلفو هېوادونو څخه مناسب داستانونه پیدا او د هغوی د نړۍ لید د پراخوالي سره مرسته وکړئ.
۸: ساده علمي روزنه
د علم د زده کړې یو ډول هم ماشومانو ته د داستان لوستل دي. عموما ماشومان په مستقیمه بڼه زده کړې سره مقاومت ښيي، تاسې د کیسو ویلو له هنر په ګټې اخېستې پرته له دې چې دوی متوجه شي علمي، ټکي ورزده او زده کوي یې. حتی د داستان په قالب کې یې له اورېدو خوند اخلي او د زده کړو سره لېوالتیا کې مثبت اغېز پرېږدي.
۹: په ښه ډول د اړیکې او تعامل زده کړه
ماشومان په سختۍ اړیکه ټینګوي پوښتنه نه کوي او حتی په ذهن کې مطرح شوی پوښتنې هم نه پوښتي. کیسې د پوښتنو کولو هنر ورزده کوي. پوښتنه کول زیات ارزښت لري ځکه چې د پوهې او زده کړې ساحه ده. کولای شي خپله وینا په ډاډمن ډول پیل کړي او د ماشوم منظم غوږ نیول هغه په غوره او تګړه وینا وال بدل کړي.
۱۰: د ژوند له لوړو او ژورو سره د په ښه ډول مبارزه کول
کېدای شي ماشوم د ژوند له سختو او پېچلو حالتونو سره مخ شي، نو د داستان له کرکټرانو به یې چې څنګه ستونزمنو حالتونو سره ته د حل لار مومي، ګټه واخلي. ماشوم د خوشحالیو او غمونو له مفهوم سره بلد او پوهېږي هر څه تېروېدونکي او نه پاتېدونکي دي او د خوشحالیو او د مسائلو د حل لپاره لارې چارې شتون لري.
یو ټکی چې باید پاملرنه ورته وشي دا چې کوم داستان ټاکۍ، ماشوم باید پوه شي ولې مو دا داستان انتخاب کړی؟ له چا مو اورېدلی؟ ولې دې کیسې ستاسې ذهن کې ځای نیولی؟ د دې کړنې سره مخاطب ته د کیسې سره د لېوالتیا اجازه ورکوئ.