د اروپا د اتلانو لیګ یا چمېنزلیګ ۶۴م پړاو د تیري سپټمبر میاشتي په ۱۷مه د ۳۲ لوبډلو ترمنځ پيل سوی او د راتلونکي ۲۰۲۰م کال مې میاشتي په ۳۰مه به د یوې اتلي لوبډلي په لومړي مقام خپلولو سره پای ته ورسیږي.
په دې لیګ کي ګډونوالي ۳۲ لوبډلي لومړی په ګروپي شکل په ۸ ګروپونو کښي ولوبېدې، چي ۱۶ لوبډلو د یاد لیګ څخه مخه ښه وکړه او ۱۶ لوبډلو بیا دوهم پړاو ته لاره پيداکړه.
پارست ژرمېن، ریال ماډریډ، بایرن مونیخ، تاتنهام، منچسټر سیټي، اتلانتا، جیونټوس، اتلاتیک ماډریډ، لیورپول، ناپولي، بارسلونا دورتمند، لیپزیک، لیون، والینسیا او چلسي هغه ۱۶ لوبډلي دي، چي د اروپا د اتلانو لیګ دوهم پړاو ته ئې لاره پيداکړه.
خو ګلب برګ، ګالاتاسرای، المپیاکاس، بیلګراد، شاختار ډونټیسک، ډینامو زګریب، بایرن لوارکوزن، لوک موټیو مسکو، سلز بورګ، خنک، انټر میلان، سلاویا پراګ، بینیفیکا، پیټرزبورګ، آژاکس او لیل بیا هغه ۱۶ لوبډلي دي، چي د روان چمېنزلیګ سه ئې مخه ښه وکړه.
د یادو ۱۶ لوبډلو ترمنځ به پچه اچونه د راتلونکي دوشنبې په ورځ ترسره سي.
له هغه وروسته به یادي ۱۶ لوبډلي د خپلو سیالانو سره د تګ او راتګ په ډول ولوبیږي.
د دې لیګ د تېر پړاو اتلولي انګلستانۍ لوبډلي لیورپول خپله کړې.