د هر چا نظرونه او فکرونه توپیر کوي. په دې اړه چې ولې انجونې او هلکان یو په بل پوري ژړ تړل کیږي، د اروا پوهنې استاد شریف الدین عظیمي هم ځیني دلایل ویلي:
۱: یو انسان هغه وخت په بل چا پوري تړل کیږي کله چې خپل کورنۍ له طرفه مینه ترلاسه نه کړي، نو کله چې یو پردی انسان یا ملګري یې له ده سره مینه او صمیمت ښکاره کړي ځکه دده پاملرنه هغه شخص ته اوړوي. ټول انسانان د مینې تږې دي، عاطفي فقر ډېره سخته وي نو ځکه هغه چا پوري تړل کیږي کوم څوک چې ډېره مینه ورسره لري.
۲:د یو بل پوري تړلو بل دلیل دا دی کله چې یو انسان د بل انسان سره ډېر وخت تېر کړي نو هغه وخت ډېر یو بل سره عادت کیږي نو بیا لیري والی او جلا والی ورته ډېره سخته یا هم ناممکنه وي.
۳: ځیني وخت د یو کار یا یو مطلب ترسره کولو لپاره په بل چا پوري ځان تړي، ځکه دوی فکر کوي چې دا انسان که ماسره نه وي زه هیڅ کار هم نه شم کولای او یا هم پرمختګ نه شم کولای خپل د هر کار دلیل مقابل لوری ګڼي.
۴: په ژوند کې د یو ښه ملګري یا ملګرې نه درلودل، کله چې څوک ډېر د یوازیتوب احساس وکړي نو هغه وخت نورو ته پناه وړي.
۵: کله چې ځانګړي موخي ونه لرو او خاص مصروفیت ونه لرو نو د انسان فکر نورو خواوو ته اوري او هماغه دلیل کیږي چې یو چا پوري وتړل شي.
۶: کله چې موږ اعتماد په نفس ونه لرو یعنې خپل په ځان باور ونه لرو د درک او فهم قوه مو کمزوري وي نو ژر خپل ځان بل چا ته سپارو ځکه موږ فکر کوو چې تر موږ بل څوک زموږ لپاره سم کار کولای شي او پرته له بل چا موږ څه نه شو کولای.
۷: د ځینو خواهشاتو او اړتیا رفع کولو لپاره هم موږ په بل چا تړل کیږو نو کله چې اړیکه پرمخ لاړه شي بیا جلاوالی سختیږي.
نو دا ټوله هغه دلیلونه دي چې یو هلک یوې انجلۍ او یا هم یو انسان د بل انسان پوري تړل کیږي.
که یو انسان د فامیل د مور او پلار لخوا یا هم کومه بله ستونزه ونه لري او په پوره توګه مینه ورکول شوي وي نو هیڅکله هر چا پوري نه تړل کیږي، په ټوله کې انسان یو عاطفي موجود دی تل مینې ته اړتیا لري، یو کس ته اړتیا لري چې په خوشحالي او خفګان په هر حالت کې یې تر شاه ولاړه یا ولاړ وي نو ځکه ځان په نورو پوري تړي، ترڅو خپل ضرورتونه پوره کړي یا هم فکر یې ارامه شي او د یوازیتو ب احساس ونه کړي.