ستاسې میرمن ستاسې دنیا او ژوند دی؛ دا ډول لاسنیوی مو کوي ! 

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

تمه مه لرئ، چي ستاسو د ژوند ملګرې دي هيڅ نيمګړتيا نه لري، بس چي ستاسو له نظره سهی وي، کافي دي. خو څنګه پوه سئ چي آيا ستاسو نامزاده يا هم اوسنۍ ماينه همداسي يوه څوک ده؟ په دې ليکنه کي د داسي يوې ښځي ۹ علامې درته بيانوو:
۱.هغه ستاسو پر ځان باور زياتوي:
ځيني نجوني داسي وي، چي د نورو په مقابل کي، تاسو ته په ډېره حقيره سترګه ګوري. خو ستاسو د خوښي وړ نجلۍ داسي نه وي. هغه خو داسي وي، چي که تاسو کومه تېروتنه کړې وي، هغه ستاسو پر نفس باور نه ماتوي، کله چي مو په څنګ کي وي، د بشپړتيا احساس کوئ.
۲. هغه نه غواړي چي تاسو واړوي:
کومه ښځه چي غواړي تاسو خپل ډېر کوچني رفتارونه هم ددې له پاره تغير کړئ، هيڅکله ستاسو له پاره نه ده. برعکس، هغه ښځه چي ستاسو سره مينه لري، هغه تاسو هماغسي چي ياست، مني او نه غواړي چي تاسو د هغې له پاره خپل: علايق، د کالو آغوستلو طرز او ډول، ساتېري او يا حتی خپل کسب و کار تغير کړئ. هغه تاسو هماغسي چي ياست، مني او قبلوي.
۳. هغه ستاسو يوازينۍ هڅوونکې ده:
هرکله چي تاسي کوم کار ته درخواست کاوه، هغې ستا سره مرکې ته په آماده کېدو کي مرسته وکړه، او کله چي هماغه کار ته ور کاميابه سواست، تر هر چا، هغه په تاسو ډېره خوشحاله وه. کېدای سي هغه په ځينو لوبو کي تر تاسو ماهره وي، خو که پوهه سي، چي تاسو همېشه غواړئ ګټونکي اوسئ، قصداً ئې درباندي بايلي. هغه غواړي چي تاسو همېشه ګټونکي او بريالي اوسئ او په دې لاره کي ستاسو مرسته کوي.
۴. تاسي هغه وستايئ:
تاسي د هغې پخلی، ديګ و دیګبر، وړتياوي، د کورنۍ مديريت، د بچت او سپما خپل زنانه يي ظرافت وستايئ.. هغې ته دا مهمه ده، چي تاسو ئې وستايئ او دا چي په خپل ژوند کې لرئ، د غرور احساس وکړئ، داسي چي هغه ستاسو او تاسو د هغې قهرمان اوسئ.
۵.ستاسي شخصي حريم نه ماتوي:
ځيني ښځي ستاسي هرڅه کنټرولول غواړي، خو هغه داسي نه ده. هغه تاسو ته کافي وخت درکوي چي تاسو د ګناه له احساس پرته خپل علايق تعقيب کړئ. هغې ته هم خپل استقلاليت هم مهم دئ او احترام ورته لري. هغه پوهېږي چي څونه يو د بل سره يوځای اوسېدو ته اړتيا لرئ، همداسي کله کله يوازي اوسېدو ته هم اړتيا لرئ.
۶.کولای سئ چي خپل مشکلات ورسره شريک کړئ:
تاسي دونه پر خپلي اړيکي باندي باور لرئ چي په کومه خبره له هغې څخه ناراحته سوي يا خپه سوي ياست، آزادانه هغه ورسره شريکولای سئ. او هغه هم عيناً د هغو کارونو په اړه چي له تاسو ځني سوي او هغه درڅخه خپه يا ناراحته سوې ده، وکولای سي چي ستاسو سره شريک کړي. ځکه نو تاسي دواړه يو د بل نيوکي تحملوئ، دا ځکه چي يو له بله مينه سره لرئ.
۷.هغه مو خندوي:
شوخ طبعي له ټولو هغو څيزونو څخه ده، چي تر هر شي مخکي، يو نارينه د ښځي پر خوا ورجذبوي او د سختۍ پر مهال ستاسو سره د مشکلاتو صرفنظر کولو کي مرسته کوي. که هغه ستاسو د قهقه خندا سبب کېږي او کله چي ستاسو په څنګ کي وي، هغه هيڅکله نه پرېږدئ.
۸. تاسي کولای سئ چي په خپلو کي سره جوړ سئ:
که مو د خپلو کوچنيو مشکلاتو په اړه حللاره پيداکړې وي، نو په زيات احتمال سره کولای سئ چي د سترو مشکلاتو په اړه هم حللاري ولټوئ. همدا چي يو له بل سره خبري کوئ، يو و بل ته غوږ نيسئ او يو و بل ته بخښنه کوئ، دا يو داسي مهارت دئ، چي هره اړيکه د خپل پايښت له پاره ورته اړتيا لري.
۹. يوازي پر هغې مئین ياست:
تاسي هغي نجلۍ ته چي ستاسو په دفتر کي کار کوي، يا د بانک هغې نجلۍ ته چي د پيسو آخیستلو پر مهال، تاسو ته په نرمه لهجه خبري کوي او درته خاندي، هيڅ پام نه کوئ. بلي هيڅ ښځي ته نه ور ګورئ. دا ځکه چي هغه ستاسي يوازينۍ ملګرې ده، چي ستا فکر او توجه ئې د خپل ځان پر خوا ور جذب کړې ده. او چي کله هغه وينئ، خوشحالېږئ.