د ښوونځیو ترمنځ د کرکټ ۲۰ اوریزه سیالۍ پای ته ورسیدې

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

د هېواد په ختیځ ننګرهار ولایت کې د ښوونځیو د زده کوونکو ترمنځ د کرکټ ۲۰ اوریزه سیالیو لړۍ پیل شوې وه، چې پکې د ننګرهار مرکزي لیسې لوبډلې بریا خپله کړه.
د ننګرهار مرکزي لیسې د ورزش برخې مسول عبدالرازاق ساپي یاران ته وویل، د کرکټ لوبې دغه سیالۍ یې د ښوونځیو د زده کونکو ترمنځ پیل کړې وې، چې پکې د بېلابېلو ښونځیو څخه زده کوونکو برخه اخیستې وه.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، دغه سیالیو کې ۴ لوبډلې شاملې وې او د یوې اونۍ لپاره یې سیالیو دوام وکړ، چې په پای لوبې کې د معارف ستوري او معارف اکیډمي لوبډلې مخامخ شوې.
28906380 593309674335389 1962058848 n د ښوونځیو ترمنځ د کرکټ ۲۰ اوریزه سیالۍ پای ته ورسیدې
په وروستۍ لوبه کې د معارف اکیډمۍ لوبډلې مقابلې د معارف ستوري لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د دغه ټورنمنټ اتلولي خپله کړه.
د پای لوبې مراسمو کې د ننګرهار ولایت د ورزش امر ډاکټر منیر په خپلو خبرو کې وویل، هڅه کوي، چې په راتلونکې کې دغه سیالۍ ننګرهار ولایت د ټولو ښونځیو ترمنځ ترسره کړي، خو د نوموړي په وینا لا هم د ستونزو سره مخامخ دي او نه دي بریالي شوي چې د لوی ټورنمنټ په جوړلو سره بریالي شي.
ډاکټر منیر ویل، اوس مهال د ښونځیو زده کونکو لوبغاړو ته د لوازمو په ورکړې کې هم ستونزه لري او د نه شتون له کبله یې نور پروګرامونه هم ځنډیدلي دي.
همدا راز د ننګرهار مرکزي لیسې مدیر ملک شیر بهادر همت په خپلو خبرو کې وویل، له دې سیالیو څخه یې هدف د ښونځیو زده کوونکو ته د زدکړو ورکولو ترڅنګ د تفریح برابرول دي.
29019422 593309574335399 1450111144 n د ښوونځیو ترمنځ د کرکټ ۲۰ اوریزه سیالۍ پای ته ورسیدې
نوموړي وویل، ورزش د ښې روغتیا درلودلو لپاره اړین کار دی او زده کوونکي هم باید د خپلو زدکړو حاصلولو ترڅنګ ورزش ته هم د خپل صحت درلودلو لپاره پاملرنه وکړي.
په هغه هېوادونو کې چې کرکټ یې پیاوړی وي، د ښونځیو ترمنځ د کرکټ سیالیو ترسره کیدو ته زیاته پاملرنه کوي، ځکه چې د هغه هېواد د کرکټ ملي، الف، ۱۹ کلنې، ۱۷ کلنې او نورو بېلابېلو لوبډلو ته ترې ځوان لوبغاړي را پیدا کوي او کورنی کرکټ یې هم په همدغه ډول پیاوړی ثابتیږي.
29003703 593307981002225 653016185 n 1 د ښوونځیو ترمنځ د کرکټ ۲۰ اوریزه سیالۍ پای ته ورسیدې