افغانستان سبا د ویسټ انډیز خلاف بخت ازمايي

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

د ۲۰۱۹ م کال د انګلستان په کوربه توب د کرکټ نړیوال جام ۵۰ اوریزه سیالیو ته د لار موندنې په موخه د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله سبا د ویسټ انډیز خلاف د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږي.
د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته د روتګ په موخه د زیمبابوې په کوربه توب د روان ۲۰۱۸ م کال د همدې مارچ میاشتې د ۴ مې نېټې څخه د غوراوي جام سیالۍ پیل شوې دي، چې د ګډون کوونکو ۱۰ لوبډلو څخه به ورته دوه لوبډلې په ډاګه شي.
د غوراوي پړاو سیالیو په لمړي پړاو کې ۱۰ لوبډلې شاملې وې، چې د افغانستان ترڅنګ د ویسټ انډیز، زیمبابوې، ایرلینډ، سکاټلینډ او د متحده عربي اماارتو لوبډله دویم پړاو ته ورسیده او د هالینډ ترڅنګ د هانګ کانګ، نیپال او پي این جي لوبډلې د سیالیو د بایللو له کبله د مخکې تګ څخه بې برخې شوې.
د سوپر سیکس یا د ۶ بهترینو لوبډلو د جملې څخه به دوه هغه لوبډلې، چې ډیر پواینټونه ولري، د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته به لار پیدا کړي.
د سوپر سیکس مرحله د مارچ میاشتې په ۱۵ مه نېټه یعنې سبا د افغانستان او ویسټ انډیز د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په سیالۍ سره پیل کیږي، چې پکې به افغان کرکټ ملي لوبډله د بریا په خپلولو سره د کرکټ نړیوال جام ته د ورتګ لارې څاري.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو لمړي پړاو څخه د سوپر سیکس یا د ۶ بهترینه لوبډلو مرحلې ته د ورتګ په موخه د ۱۰ لوبډلو په قطار کې شامله وه، چې پکې یې په لمړیو دریو لوبو کې د سکاټلینډ، زیمبابوې او هانګ کانګ لوبډلو خلاف په مسلسل ډول ماتې وخوړې او نړیوال جام ته یې ورتګ ستونزمن شو.
د غوراوي پړاو سیالیو د لمړۍ مرحلې څخه ویسټ انډیز د ۴ پواینټونو سره، زیمبابوې او سکاټلینډ د ۳ ، ۳ پواینټونو سره، ایرلینډ د ۲ پواینټونو سره، افغانستان او متحده عربي امارات د کوم پواینټ په نه درلودلو سره دویم پړاو ته ولاړل.
که افغان کرکټ ملي لوبډله د سوپر سیکس مرحلې په درې واړو سیالیو کې بریاوې خپلې کړي او زیمبابوې او سکآټلینډ د پاتې درېو سیالیو څخه په دوه لوبو کې د ویسټ انډیز او ایرلینډ یا متحده عربي اماراتو د لوبډلې څخه ماتې وخوري، نو دواړه افغانستان او ایرلینډ به د پواینټونو په درلودلو سره مساوي شي او هره لوبډله چې بیا لوړ رن ریټ ولري، ترې به د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته لار پیدا کړي.
ویسټ انډیز لا د مخکې نه څلور پوانیټونه لري، که له پاتې دریو سیالیو څخه په دوه لوبو کې بریاوې خپلې کړې، نو د ۸ پواینټونو په درلودلو سره به د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته لار پیدا کړي.
د افغان لوبډلې لپاره په دغه پړاوو کې مخکې تګ ستونزمن دی خو نا ممکن نه دی او کولی شي چې د لوبغاړو په محنت او د مینوالو په دعا یو ځل بیا په ۲۰۱۹ کال نړیوال جام کې د خپلو مینه والو خوبونه رښتیا کړي.