د ګازلرونکو څښاکو تاوانونه

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

لیکنه: ملیحه ناصري
ګاز لرونکي څښاک ( نوشابه ) ډېری له مصنوعي ویټامینو, خوراکي رنګونو, خوږو او نورو موادو جوړېږي . ناطبیعي خواړه ( مصنوعي)  او انرژۍ انسان ته تاوان لري. که دا ډول څښاک وڅښل شي تر یو دوه ساعتونو پورې سړي ته کاذبه ( دروغجنه ) انرژي ورکوي. وروسته یې یوازې زیانونه پر ځای پاتې وي او بس.
دلته به څو ټکو کې دا زیانونه ولیکو:
یو / د وینې فشار لوړوي :
د دې لپاره چې په ګاز لرونکو څښاکو کې مصنوعي خواږه او خوراکي رنګونه کارول کېږي, د فشار د ګډوډۍ لامل کېږي. په ځانګړي ډول که څوک لا پخوا پر دې ناروغۍ اخته وي, بیخي ورته ښه نه ده چې دا ډول څښاک وڅښي.
لوړ فشار د زړه د حملې امکان ډېروي.
که څوک په منظم ډول, مانا هر وخت خوړو سره یا هره ورځ دا څښاک وڅښي د وینې تعادل یې ګډوډېږي.
دوه / د هضم پروسه سختوي:
ډېری خلک پر دې اند دي چې تر هر وخت خوړو وروسته که یو بوتل ګازلرونکي څښاک وڅښي ؛ نو ډوډۍ یې ژر هضموي. په داسې حال کې چې دا ډول څښاک د هضم په پروسه کې بېځایه مداخله کوي , د دې سیستم غړي نه پرېږدي چې خپله دنده سمه پر ځای کړي ؛ ځکه له یوې خوا د معدې خپل افرازات وي, له بلې خوا دا څښاک ؛ نو د هضم پر وخت ګډوډۍ جوړېږي او ډوډۍ ژر نه هضمېږي.
د خوړو د هضم لپاره خدای ( ج) په هضمي سیستم کې هر څه برابر کړي, اړتیا نشته چې مصنوعي مواد پرې ورواچوو. که چېرې څوک هضمي ستونزې ولرې, ډاکټر تر دې څښاکو ښه مرسته کولی شي.
درې / د غاښونو د خرابۍ لامل کېږي:
ډېری ځوانان چې درس وایي یا په دندو کې ستړي ستومانه وي, دا لږ فشار چې ورباندې راشي, سمدستي انرژیانو او ګاز لرونکو څښاکو پسې ځي. له یوې خوا یې وجود خوړو او انرژۍ ته سخته اړتیا لري, له بلې خوا انرژي د مصرفېدا په حال کې وي ؛ نو کله چې دا څښاک واخلي, په وجود کې د کلسیم جذب کموي. د دې لپاره چې دغو څښاکو کې د (کاربن دای اکساید) ترکیبونه کارول شوي وي, کلسیم جذبېدو ته نه پرېږدي. ورو ورو هډوکي خرابېږي, د غاښونو مینا له مینځه ځي, غاښ تورېږي.
څلور / د سکتې امکان ډېروي:
د میامي پوهنتون څېړونکو په ډاګه کړې چې پر دوه زره او پینځه سوه کسانو باندې یې د ګازلرونکو څښاکو یا نوشابو په کارولو څېړنې کړي. نهه کاله وروسته یې پایلې موندلي چې هغو کسانو چې ګازلرونکي څښاک څښي, یو شپېته سلنه د سکتې امکان پکې ډېر دی, د هغو په پرتله چې نه یې و څښلي.
پینځه / هډوکي پوډه کوي:
دا ګازلرونکي څښاک د مصنوعي او ناطبیعي خوږو له لرلو سربېره , مالګه او فسفاټ هم لري چې د کلسیم د جذب پروسه کمزورې کوي.
موږ په بیولوژي کتابونو کې هم لوستي و چې کله په وینه کې ( پي اچ ) ګډوډ یا کم شي. جذب شوی کلسیم مداخله کوي او دا کلسیم د هډوکو له مغزه اخیستل کېږي ؛ نو دا پروسه ګډه وډه وي , مانا د پي اچ سمولو په پار له هډوکو کلسیم راواخیستل شي, د ګازلرونکو څښاکو له لاسه نور کلسیم یې پر ځای جذب نشي ؛ نو د هډوکو مغز تشېږي او پوډه کېږي . ورو ورو کمزوري او ماتېږي .
شپږ / د معدې سرطان پیدا کوي :
هغه کسان چې ګازلرونکو څښاکو پر ځای اوبه او د مېوې جوس څښي, تر هغه چا چې دا کار نه کوي , لږ پر دې ناروغۍ اخته کېږي . د معدې د سرطان امکان هغو کسانو کې ډېر پیدا کېدی شي چې ګازلرونکي څښاک څښي.
اووه / د بډوډو ( ګردو ) ناروغۍ پیدا کوي:
کله چې دا څښاک وڅښل شي, په وینه کې اسید فسفریک ډېرږي او ګردې هغه نشي دفعه کولی.
تر دې هاخوا د دې لامل هم کېږي چې کلسیم له هډوکو ووځي, په وینه کې ګډ شي, په بډوډو ( ګردو ) کې کیني ( رسوب وکړي)  . ورو ورو کلسیمي تیګه ترې جوړېږي.
اته / جالبه ده:
پوهان وایي که یو نوک دوه اویا ساعته په ګازلرونکو څښاکو کې خیشت یا پرېږدو , ټول به پکې حل یا اوبه شي.
مطلب تېزابي ځانګړنه یې هم قوي ده. ښایي بهرنیو رسنیو نه به مو لیدلي هم وي چې پر خاپ یا لکه شویو لوښو, ځایونو باندې پیپسي واچول شي هغه ځای پاک سوتره راوځي.