لیکنه: ملیحه ناصري
ژبه هغه سیستم دی چې له احساساتو او عواطفو سره مستقیمه اړیکه لري. عواطف پر ذهنیت , ذهن پر ژبه او ژبه بېرته پر احساساتو اغېز کوي. مانا دا شوه چې ژبه لکه یو دوراني سیستم, لومړي ټکي ته راګرځي. که موږ جګړې ته جګړه, غم ته غم, خوښۍ ته خوښي وایو ؛ نو ښکاره ده چې د هرې یوې کلیمې تر شا فردي احساسات پراته دي.
که چېرې دوه کسان خپلو مینځو کې لاس و ګرېوان وي او موږ یې په ننداره یو, حتماً یو احساس راسره ملګری کېږي, د خپګان یا اندېښنې حس ؛ ځکه موږ فطرتاً نشو کولی د خپه کوونکې پېښې په لیدو سره ځان خوشحاله وانګېرو. داسې هم نشي کېدی چې پر یوې خبره دې خوشحاله یو, د دې پر ځای چې هغه خوشحالي ولمانځو, لرې, ګوښي چېرته کېنو او د لمر د ډوبېدو ننداره وکړو ؛ ځکه دا کار هغه وخت یو کس کوي چې د خپګان حس ورسره مل وي.
هر وخت کې د همغه وخت د تقاضا پر بنسټ د انسان احساسات راپارېږي. چې همدغو احساساتو ته په ذهن کې یو انځور لري, انځور ته نوم, نوم پر ژبه راشي, جملې روانې شي, مفهوم ترې جوړ او مقابل لوری پر احساس او موضوع وپوهوي . که موږ ته د جګړې کلیمه تر غوږ شي, ذهن کې مو یو انځور راوېښېږي, د خواشینۍ او جګړې ماحول , د دوو کسانو یا هېوادونو جګړه مو تر سترګو شي ؛ نو خامخا دا وخت مو له خولې د جنګ کلیمه وځي.
موږ نشو کولی چې کله جنګي یا جګړه ییز فلم ګورو, ووایو چې څومره خوندور سوله ییز فلم دی ؛ ځکه دلته بیا کلیمې د احساساتو له اختیاره وځي یا په تقابل کې واقع کېږي. د احساس او کلیمې تر مینځ ټکر راځي. همدلته خبره له احساسه ژبې ته او له ژبې بېرته احساس ته راګرځي . په ژبه کې احساسات , عواطف او ذهنیت رول لوبوي . که څومره هم څوک ووایي چې پلانی ښه سړی دی ؛ خو چې موږ یې ځورولي یو, نه وایو چې هو ښه دی ؛ نو د کلیمو تر شا فردي احساسات هم پراته دي.
دا مساله داسې هم نشي کېدی چې یوه لیکنه کې دې راټوله او لنډه شي ؛ ځکه د ژبې او کلیماتو تر شا نور عوامل هم دي چې د ژبې سیستم پرې ولاړ دی. دا سیستم یو څه پېچلی دی, د کلیمو تر دغو ماناوو هاخوا نورې ماناوې هم شته , موخه دا ده چې د هرې کلیمې د ضمني مانا تر شا اصلي او آره مانا پټه ده.
د همدې پر بنسټ موږ نشو کولی چې د ځينو کلیمو تر اورېدو وروسته سمدستي د هغو آرې یا اصلي مانا ته ورسېږو ؛ ځکه چې امکان لري زموږ اورېدل شوې خبره کې دې کنایې او استعارې پټې وي ؛ مثلا موږ ټولو سره حتماً یو ځل داسې شوي چې پر یوې موضوع دې خپه یو ؛ خو کله چې چا حال رانه پوښتی وي, د ډېر خپګان او ناهیلۍ له وجهې مو ورته ویلي وي چې ډېر خوشحاله یم یا نه یم خپه , داسې خوشحاله یم چې مه پوښته. همدلته پوهېږو چې ځینې وختونه احساسات د کلیمو ملاتړ نه کوي او د پردې تر شا وي.