ليکنه: صابرحميدي
د مسئولینو په خبره پرون جمعه مرکز کابل کي د سولي په نوم د بایسکل ځغلوني سیالي ترسره سوه، چي په کښي سلګونه لوبغاړو ګډون کړی وو.
د یادي لوبي لیدلو ته د افغانستان د بدني روزني عمومي رئیس حفیظ الله ولي رحیمي او کابل کي د بایسکل ځغلوني فدراسیون عمومي رئیس فضلي احمد فضلي ورغلي وه. دوی لوبغاړو ته ددهر ډول همکاریو ډاډ ورکړ.
د افغانستان د اُلمپیک ملي کمېټه وایي، چي دا لوبه د یادي کمېټې له ریاست څخه بیا د پغمان تر قصره پوري ۴۰ کیلو متره فاصله کي ترسره سوه.
د یادي کمېټې په خبره، چي د یادي بایسکل ځغلوني لوبي لومړی مقام فصح الله، دوهم مقام فرشاد نورزي، درېیم مقام زمان حکیمي، څلورم مقام قیس حیدري او پنځم مقام بیا عنایت الله خپل کړ.
په دې لوبه کي مقام ګټونکو لوبغاړو ته د نغدي جایزې ترڅنګ ګڼي نوري جایزې هم ورکړل سوې.
د یادي لوبي ټولو لوبغاړو خوښي وښودله او د جنګ له ښکیلو خواوو څخه ئې د جګړې بسنه او افغانستان کي د دایمي ثبات او سولي غوښتنه وکړه.