د ښکلا لپاره د غوزانو ګټې

سپینه تجريدي ډیزاین

ژباړه: شپنه سلګۍ
غوزان ډېر زیات انتي اکسیدان، پروتین، ضروري غوړ اسیدونه، کاربوهایدریت، ويټامينونه او معدني ويټامينونه لري.
غوزان ځکه د مازغه خواړه ګڼل کېږي چې امګا ۳ غوړ اسیدونه په کې شته. دغه اسیدونه د مازغو کاري وړتیا زیاتوي.
د سلامتیا لپاره د غوزانو ګټې په لاندې ډول یادولای شو:
۱- د پوستکو او ويښتانو ښه ساتل
۲- د زړه ښه کار کول
۳- د هډوکو د سلامت ساتل
۴- د ميتابوليزم ښه کول او د وزن مدیریت کول
۵- د دیابت یا شکرې کنټرولول
۶- له سرطان څخه مخنیوي کول
د پوستکو او وېښتانو لپاره د غوزانو ګټې:
۱- غوزان د فیبر په لرلو سره په بدن کې د وینې جریان تقویه کوي. همدارنګه پوستکي ته د اړتیا وړ مغذي موادو په رسولو سره د پوستکو د سلامت پاتې کېدلو سبب کېږي.
۲- غوزان له سالم او ګټور غوړ لکه امګا ۳ څخه برخمن دي، چې د پوستکو د ځلا، سلامتیا او ځوان پاتې کېدلو سبب ګرځي. غوزان د پوستکي په نرم ساتلو سره د پوستکي منځته د بیلابېلو زهرياتو د ننوتو او نفوذ کولو مخنیوی کوي.
۳- غوزان د یوې غذايي مادې په توګه د زخم د ځای ځایګي د له منځه وړلو لپاره ګټور دي. د غوزانو په منظم ډول خوړلو سره د پروتينونو د جوړیدو لپاره چې ستاسو د پوستکو جوړوونکي اجزا دي، لازم مواد برابرېږي. دغه ترکیبونه ډېر ژر ټپونه ښه کوي او د زخم ځای له منځه وړي.
۴- له غوزانو څخه ګټه اخیستل د پوستي زیانونو د رامنځته کېدو مخنیوی کوي. ځکه چې غوزان د هغو انتي اکسیدانونو لرونکي دي چې هغه ازاد رادیکالونه چې د پوستکي اصلي دښمنان دي، له منځه وړي. که چېرته پوستکی قوي او مقاوم وي، ازاد رادیکالونه یعنې ګرد و خاوره، د هوا ککړتیا او حتی د UV مضرې اشعې نه شي کولای چې پرې منفي اغېز ولري.
۵- د غوزانو خوړل د پوستکي د ټينګېدو او ځوان پاتې کېدو سبب کېږي. غوزان زیات پتاسیم لري، چې د مایعاتو له راټولېدو، پړسوب او د پوستکي د سستيدو، چې د سوډيم له ډيرې کارونې راپیدا کېږي، مخنیوی کوي.
۶-غوزان ډېر زیات ويټامين بي او ويټامين E لري چې د سترټرس له کنټرولولو سره د پوستکي له چروکیو(خیرنتوب) مخنیوی کوي او د صورت د پوستکي د ځوان پاتې کېدلو سبب ګرځي.
۷- غوزان د پتاسیم، امګا۳، امګا۶ او د امګا۹ د غوړ اسیدونو ښه سرچينه ګڼل کېږي چې د ويښتانو د فولیکولونو د غښتلي کولو سبب ګرځي او د ويښتانو له ودې سره مرسته کوي.