میسي یو ځلي بیا بارسلونا بریا ته ورسوله!

رنګین تجريدي ډیزاین

ليکنه: صابرحميدي
د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ د ۱۵مي اونۍ لوبو څخه تېره شپه ناوخته بارسلونا او اتلاتیک ماډریډ فوټبال لوبډلي میدان ته سره کښته سوې، چي بارسلونا یو ګول پر صفر اتلاتیک ماډریډ ته ماته ورکړه.
په یاده لوبه کي دا یوازینۍ ګولوهنه د نړۍ نوموتي لوبغاړي لیونل میسي ولګوله.
د بارسلونا او اتلاتیک کلبونو ترمنځ دا پرونۍ لوبه خورا جذابه وه، چي پکښي دواړو ټیمونو ډېر د ګول چانسونه له لاسه ورکړه.
د لوبي لومړۍ نیمایي بیله کومي ګولوهني صفر په مقابل کي د صفر په مساوي ډول پای ته ورسېده، خو د دوهمي نیمایي په وروستیو شېبو ۸۶یمه دقیقه کي میسي د بارسلونا لپاره په زړه پوري ګولوهنه وکړه او خپله لوبډله یې بریا ته ورسوله.
د یادي لوبي غوره لوبغاړی هم میسي وټاکل سو.
دا لومړی ځل ندی چي میسي خپله لوبډله بریا ته رسوي؛ بلکي تر دې ئې مخکي هم په ځلونه ـ ځلونه د خپلو حیرانونکو ګولوهنو په مټ بارسلونا ټیم بریا ته رسولی.
په دې سره بارسلونا د لالیګا لیګ د نمرو په جدول کي يو ځلي بیا د ۳۱ نمرو په خپلولو سره لومړی ځای ونیوی.
ریال ماډریډ هم ۳۱ نمرې لري، خو د جدول په دوهم ځای کی دئ. سویا بیا د ۳۰ نمرو په درلودلو سره درېیم ځای لري.