تېره شپه د اُروپا د اتلانو لیګ ګروپي پړاو په ۵مه اونۍ کي د میسي ټیم بارسلونا د بورسیا دورتمند سره ولوبېد، چي بارسلونا ۳ ګولونه پر ۱ دورتمند ته ماته ورکړه.
په یاده لوبه کي د بارسلونا لپاره لومړی ګول سواریز د لوبي په ۲۹تمه، دوهم ګول میسي په ۳۳مه او درېیم ګول بیا ګریزماین په ۶۷تمه دقیقه کي وواهه.
د دورتمند لپاره بیا یوازینۍ ګولوهنه جادو سانچو د لوبي په ۷۷یمه دقیقه کي ترسره کړه.
د نړۍ د وتلي لوبغاړي لیونل میسي دا ۷۰۰یمه لوبه وه، چي د بارسلونا کلب لپاره ئې ترسره کړه.
هغه په یادو ۷۰۰ لوبو کي د بارسلونا لپاره ۶۱۳ ګولونه وهلي او ۲۳۹ یې بیا د ګول پاسونه نورو لوبغاړو ته ورکړي.
لیونل میسي په بارسلونا کلب کي د ۸۷ بیلابیلو لوبډلو په وړاندی لوبېدلی، چي پکښي د ۷۰۰ لوبو څخه ئې ۴۹۵ لوبي ګټلي، ۱۲۸ لوبي ئې مساوي کړي او په ۷۷ لوبو کي ئې بیا ماته خوړلې.
میسي د یادو ۷۰۰ لوبو له ډلي په ۳۸۹ لوبو کي توانېدلی، چي ګولوهني ترسره کړې.
د نړۍ ډېر مینوال درلودونکي لوبغاړي میسي د هغه ترڅنګ د بارسلونا لپاره ۴۶ هیټریکونه یا درې پرلپسې ګولوهني کړي.
په یادو ۷۰۰ لوبو کي بارسلونا د میسي په شتون کي ۳۴ بیلابېل کپونه هم ګټلي.