ليکنه: صابرحميدي
د افغانستان او هندوستان له ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو د پنځه يو ورځنيو لوبو د لړۍ څخه ئې درېیمه لوبه پرون سې شنبه ترسره سوه، چي افغان ۱۹ کلني کرکیټ لوبډلي په ۳ ویکیټو هند ۱۹ کلني لوبډلي ته ماته ورکړه.
د یادي لوبي پچه افغان لوبډلي وګټله او هند ټيم ته ئې د توپوهني بلنه ورکړه.
هندۍ لوبډلي په ۴۹ آورونو کي د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۲ مندي جوړي کړې او افغان لوبډلي ته ئې د ۱۵۳ منډو هدف وټاکه.
د هند ۴ لوبغاړي عابد محمدي، ۳ لوبغاړي عبدالله تڼیوال او ۲ لوبغاړي بیا شفیق الله غفاري وسوځول.
کله چي د افغانستان د کرکیټ ۱۹ کلنه مي لوبډلي د توپوهني لپاره میدان ته کښته د هند له لوري ورکړل سوی هدف ئې دلوبي په ۴۶،۲ آورونو کي د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او په دې سره هند ته په ۳ ویکيټو ماته ورکړه.
په یاده لوبه کي د افغان لوبډلي لپاره امران میر ۳۴، محمد اسحاق ۳۲، عبدالرحمن رحماني ۲۶ او رحمن الله ځدران بیا ۲۱ منډي جوړي کړې.
د افغانستان او هند کرکیټ ۱۹ کلنو ملي لوبډلو ترمنځ د ۵ یو ورځنیو لوبو د لړۍ څخه ئې پرونۍ لوبه درېیمه وه، چي په لومړۍ او دوهمه کي هند بریا خپله کړې، خو په درېیمه کي ئې بیا افغان لوبډلي بریا خپله کړه.
د افغانستان کرکیټ بورډ مسئولین وايي، چي افغان ۱۹ کلنه ملي لوبډله به د هند ۱۹ کلني لوبډلي سره د روانو پنځو یو ورځنیو لوبو د لړۍ څلورمه لوبه سبا پنجشنبه او پنځمه لوبه بیا راتلونکې شنبه ترسره کړي.