ژباړه او زیاتونه: نسیمه محمدي
د ملا دېسک درد ( د ملا د تیر د مهرو یو بل ته نېژدې کېدل) یو له نه زغمېدونکو دردونو څخه شمېرل کېږي، چې زیاتره نارینه او ښځینه له دې ستونزې سره لاس او ګرېوان دي. شاقه فزیکي کارونه تر سره کول، درزي توب، قالینه اوبدل، په کار ځای او پرته له دې د ملا وضعیت ته نه پاملرنه او داسې….. ډېری وختونه د ملا د دېسک عامل کېږي. دا چې د کومو ساده او آسانه حللارو سره کولو شو د دې درد او ستونزې په رغېدو کې مرسته وکړو وړاندې مطلب ولولئ.
د ملا د دېسک د درد د کمېدو لپاره مهم ټکی د ویده کېدو وضعیت دی، چې باید جدي پاملرنه ورته وشي.
د ویده کېدو پر وخت اشخاص باید د ملا تیر( ستون فقرات) طبیعي انحنا ته ډېره پاملرنه وکړي. د همدې دلیل له امله اړینه ده سر، تنه او سُرین د یوې کرښې په وضعیت کې باید راشي. ملا هم باید سم حالت ولري.
پر ملا د مضاعف فشار د مخنیوي لپاره غوره حالت د ملا په تخته یا په اصطلاح ستوني ستاغ ویده کېدل دي. سره له دې ډېری وګړي د دې ډول ویده کېدو سره هوسا او آرام نه وي او د خُر او پُف له امله په عذاب وي. ستوني ستاغ ( د ملا په تخته ) ویده کېدل او د زنګنونو لاندې د بالښت ايښودل، د ملا د روغتیا او سلامتیا لپاره بهترین وضعیت دی. په دې حالت کې د بدن وزن په هغه ډول ویشل کېږي، چې په ملا فشار حد اقل ته رسېږي او د دې سبب ګرځي سر، غاړه او د ملا تیر په یوه لیکه کې ځای ونیسي. همدارنګه د یو کوچني بالښت ايښودل د زنګنونو لاندې د ملا د طبیعي انحنا ساتل کېدو سره مرسته کوي.
د دې ناروغانو لپاره د ویده کېدو نور ډولونه هم شته، خو تر ټولو ښه او غوره حالت یې ستوني ستاغ ويده کېدل دي.
نور حالتونه لکه په ډډه ویده کېدل او د زنګنونو تر منځ د بالښت ايښودل، په C یا جنیني ډول ویده کېدل، پړمخې ویده کېدل او د نس لاندې د نازک بالښت ايښودل او همدارنګه پړمخې ویده کېدل او د تندې ايښودل په بالښت د ویده کېدو لپاره ښه او مناسبه وضعیتونه دي.