افغان کرکټ ملي لوبډله به څنګه نړیوال جام ته لار پیداکوي !؟

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د زیمبابوې په کوربه توب د ۲۰۱۸ م کال د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو کې د لمړي پړاو څخه وروسته دویم پړاو ته په خورا ستونزمن حالت سره ورسیده.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو لمړي پړاو څخه د سوپر سیکس یا د ۶ بهترینه لوبډلو مرحلې ته د ورتګ په موخه د ۱۰ لوبډلو په قطار کې شامله وه، چې پکې یې په لمړیو دریو سیالیو کې د سکاټلینډ، زیمبابوې او هانګ کانګ لوبډلو خلاف په مسلسل ډول ماتې وخوړې، چې د سوپر سیکس مرحلې ته یې راتګ په نشت سره حساب شو، خو په خپلې وروستۍ سیالۍ کې یې د نيپال خلاف د بریا خپلولو وروسته یو څه هیلې را پیدا شوې، ځکه چې که همدې نیپال لوبډلې بیرته د هانګ کانګ لوبډلې ته ماتې ورکوله نو، افغان لوبډلې ته د مخکې تګ چانس پیدا کیده او هماغه شان هم وشول.
د نیپال کرکټ ملي لوبډلې په خپلې وروستۍ لوبه کې د هانګ کانګ کرکټ ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه، چې د نیپال دغې بریا خپلولو نه یوازې افغانستان ته ګټه ورسوله؛ بلکې نیپال د همدغه لوبې د بریا خپلولو سره د کرکټ نړیوالې شورا څخه د ۵۰ اوریزه کرکټ سیالیو درجه هم خپله کړه.
په هر صورت، افغان کرکټ ملي لوبډله د سوپر سیکس یا د ۶ بهترینه لوبډلو مرحلې ته ورسیده، خو د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته به څنګه لار پیدا کوي ؟
د غوراوي پړاو سیالیو د لمړۍ مرحلې څخه ویسټ انډیز د ۴ پواینټونو سره، زیمبابوې او سکاټلینډ د ۳ ، ۳ پواینټونو سره، ایرلینډ د ۲ پواینټونو سره، افغانستان او متحده عربي امارات د کوم پواینټ په نه درلودلو سره دویم پړاو ته ولاړل.
د کرکټ نړیوال سیالیو ته به وروستۍ دوه هغه لوبډلې لار پیدا کوي، چې د نورو لوبډولو څخه ډیر پواینټونه ولري، خو دا چې افغانستان هیڅ کوم پواینټ نه لري، نو څنګه به نړیوال جام سیالیو ته لار پیدا کوي ؟
که افغانستان په خپلو ۳ راتلونکو سیالیو کې د ویسټ انډیز، ایرلینډ او متحده عربي امارتو څخه بریاوې خپلې کړې، نو ۶ پوانیټونه به ترلاسه کړي.
ویسټ انډیز لا د مخکې نه څلور پوانیټونه لري، نو که له دریو لوبو څخه دوه وبایلې، نو د ویسټ انډیز هم ۶ پوانیټونه کیږي او که دوه لوبې وګټي نو د ۸ پوانیټونو خپلولو سره به نړیوال جام ته ووځي.
پاتې لوبډلو کې که چیرې زیمبابوې او سکاټلینډ د ویسټ انډیز او ایرلینډ نه ماتې وخورې او د متحده عربي اماراتو نه بریا خپله کړي، نو د زیمبابوې او سکاټلینډ سره به ۵ ، ۵ پوانیټونه پاتې شوي، چې دلته ترې افغانستان یو پواینټ مخکې کیږي.
د ایرلینډ سره باید څه وشي ؟
که ایرلینډ ته مونږ ماتې ورکړو او ایرلینډ یې د سکاټلینډ او زیمبابوې څخه وګټې، نو د ایرلینډ هم ۶ پوانیټونه کیږي، ځکه ۲ پوانیټونه اوس لري او ۴ به د زیمبابوې او سکاټلینډ څخه خپل کړي، چې دلته به د افغانستان او ایرلینډ پوانیټونه سره مساوي شي، نو بیا به خبره رن ریټ ته ځي او هره لوبډله چې د لوړ رن ریټ ولري، نو دویسټ انډیز سره به یو ځای د انګلستان په کوربه توب د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته لار پیدا کړي.
یادونه:
زیمبابوې که د باران امکان هم زیات وي او د باران له کبله هم یوه لوبډله د مخکې تګ څخه پاتې کیدای شي او بله ورتللی شي. د باران په اړه اوس څه وړاندوینه نشي کیدای، ځکه چې که د افغانستان په سیالیو کې باران وشي او لوبه مساوي شي، نو بیا خو خبره ګډه وډه ده او که د زیمبابوې او سکاټلینډ لوبو کې باران وشي او لوبې مساوي شي، نو بیا هم خبره خرابیږي.
بس افغانستان ته د ۳ لوبو مسلسل ګټل پکار دي
د ځینو لوبډلو لپاره د لوبو بایلل پکار دي
د کرکټ نړیوال جام ته د افغانستان ور تلل پکار دي
هلته د ۱۰ لوبډلو په قطار کې ځان شاملول پکار دي
د شهزاد، نبي او راشد ځلیدل پکار دي
د سمیع، شاپور او کلبدین راپورته کیدل پکار دي
غوراوي کمیټې ته سوچ کول پکار دي
د نورعلي، عثمان او محبوب راوستل پکار دي
هېواد اولو ته د لاس پورته کیدل پکار دي
ملي لوبډلې ته د زړه د تله دعا غوښتل پکار دي
په کرکټ مین هېواد وال خوشحالول پکار دي
او اوس ستاسو لخوا نه هم څه ویل پکار دي ؟