ژباړه: نسیمه محمدي
ځینې وختونه د سترګو سرې لکې یا داغونه د بعضې ناروغیو ښکارندویي کوي.
د سترګو سوروالی د کوچنیو عروقو د لویېدو له امله د سترګو په قرنیه یعنې د سترګو سپینو کې رامنځته کېږي. د علایمو د څرګندېدو موده، یو یا دوه طرفه والی، حاد یا مزمن والی، عمر، او …… د دې ستونزې په تشخیص کې مهم ګڼل کېږي. دا حالت د لمر وړانګو ته د تم کېدو ، د سترګو وچوالی، ګرد او دوړې، سترګو ته د اجنبي جسم داخلېدل، حساسیت، مېکروب، ضربه او …. ډېری نور روغتیایي شرایط رامنځته کوي.
د اوږد مهال لپاره د لمر وړانګو په وړاندې پاتېدل
د لمر وړانګو ته د اوږدې مودې لپاره هغه هم د مناسبو لمر ضد عینکو پرته تم کېدل د سترګو د سوروالي سبب ګرځي. په دې حالت کې سترګې د لمر سوځېدنې له زیان سره مخ کېږي، چې د سترګو سپین ( قرنیه) زیانمنوي. دا ستونزه ډېری وختونه هغوی ته چې د اسکي لوبه یا بېړۍ چلوي او د زیات وخت لپاره د لمر وړانګو سره مخ وي، پېښېږي. په دې حالت کې هم د سترګې سپین سور او سوی کوي. له مناسب لمر ضد عینکو ګټه واخلئ. د ستونزې د پېښېدو په صورت کې د مصنوعي اوښکو قطرې کارول د ستونزې د هواري سبب ګرځي. غوره ده د اضافي موادو نه لرونکو قطرو څخه کار واخلئ.
د سترګو د رګونو څیرېدل
ځینې وختونه د ضربې یا بعضو درملو د کارولو له امله د سترګو واړه رګونه څیرې کېږي. په دې حالت کې د سترګو په لاندیني پوړ کې خونریزي پېښېږي. په دې وخت کې یوه سور رنګه داغ د سترګو په قرنیه کې جوړوي. معمولا خاص څه د دې ستونزې د حل لپاره نشو کولای. دا داغ د وخت په تېرېدو سره له منځه ځي. دا مسئله کېدای شي د شدیدې نارامۍ لامل شي، خو اصلا کومه دردناکه یا هم خطرناکه ستونزه نه ګڼل کېږي.
د سترګو وچوالی
د سترګو د سوروالي یو عمده لامل د سترګو وچوالی ګڼل کېږي. د سترګو وچوالی د سترګو د تحریک او التهاب رامنځته کېدو سبب ګرځي. د سترګو وچوالی زیاتره د هوا د رطوبت د نه موجودیت له امله وي یا دا چې د مانیتور صفحې ته ځېر کېدو له امله رامنځته شي. مصنوعي اوښکې د سترګو د وچوالي د درملنې لپاره ګټور دي. سر بېره پر دې د زیاتو مایعاتو څښل، د بدن د مرطوب ساتلو له دې جملې د سترګو د سطحې لوندوالي سره مرسته کوي.
آلرژي( حساسیت)
د سترګو حساسیت هغه وخت پېښېږي، چې سترګې د حساسیت کوونکو موادو سره لکه ګرده یا د حېواناتو د بدن پخې سره مخ شي. د سترګو سلولونه، هستامین او کیمیاوي مواد افرازوي، چې د التهاب لامل کېږي او په پای کې، خارښت، د سترګو سوروالی او د سترګو اوښکې کول دي. که د طبیعت په چاپېریال کې یئ او سترګې مو اوښکې کوي، ممکن التهاب د موسمي آلرژي له امله وي. د ونو ګرده، واښه او سابه بدترینه آلرژي جوړونکي دي.
کله چې د ګردې کچه په هوا کې زیاتېږي، په کور کې پاتې شئ، کړکۍ وتړئ او د هوا د تخلیه کولو دستګاه روښانه کړئ. د سترګو څخه د ګردې د لرې ساتلو لپاره له عینکو ګټه واخلئ.
په ښځو کې د میاشتني عادت ختمېدل( Menopause)
د میاشتني عادت له قطع کېدو وروسته د هورمونونو بدلون یا عدم تعادل، یو عام او حتمي لامل له ځانه سره لري اوهغه د سترګو وچوالی او سوروالی دی. د نرموونکو موادو څخه ګټه اخېستل، مصنوعي اوښکې او یا ګرم کمپرس د دې ستونزې په حل کې ګټور دي.
ځینې درمل
زیاتره مروج درمل، چې خلک یې په ورځني ډول کاروي کولای شي د وینې د داغونو د پیدا کېدو لامل شي. انتي هستامین، خوب راوړونکي درمل، د اضطراب ضد درمل او د درد ضد درمل لکه اېبوروفن د سترګو د وچوالي او سوروالي او همدارنګه د وینې د جریان د کمېدو سبب ګرځي. د دې علایمو د له منځه وړلو لپاره د مصنوعي اوښکو څخه ګټه اخېستل ګټور دي، د دې تر څنګ د دې درملو په اړه له خپل روغتیا پال سره مشوره مه هېروئ.
د سترګو د اوبو له منځه تلل
دا پېښه د زیات فشار یا سترګې ته د یو څيز داخلېدلو له امله پېښېږي. په دې حالت کې شخص د سترګې د سوروالي سر بېره، شدید درد حس کوی، چې د لید د کموالي، سر درد، زړه بدوالي او نورو….. سره مله وي. البته په ځینو ډولونو کې سترګې نه سرې کېږي اونه هم درد کوي. حتما متخصص روغتیا پال ته سر ورښکاره کړئ. د شرایطو له غوښتنو سره سم اړینه درملنه لکه د قطرې تجویز یا د لېزر کارول د سترګې د فشار د تثبیت لپاره به ټاکنه کې ولرئ.
سرچینه: rakna.com