د چهلستون ماڼۍ – صدیقه پوپلزۍ

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

د چهلستون ماڼۍ د شاه زمان سدوزایي سلطنت په دورې کې په ۱۷۷۰ـ ۱۸۴۴ میلادي کې جوړ شوی او د خراپېدو نه مخکې د کابل د لویو ماڼیو څخه شمېرل کېدی دا ماڼۍ څلور پخواني تاریخونه لري چې په هر ډول نومونو یادیږي.
په ۱۲۱۰ هجري قمري کال کې چې په ۱۷۹۶ میلادي کال سره سمون خوري چې دې ماڼۍ ته د( فراز تپه هندي غر جهان نما) ماڼۍ ویل. نو د هماغه غر غربي برخه د چهلستون په نامه ونومول شول.
په ۱۳۰۵ هجري قمري کال په بهرنیو هیوادونو کې دې ماڼۍ ته یې هندکي ماڼۍ ویله.
د ظاهرشاه حکومت را پدېخوا یوازي د چهلستون ماڼۍ په نامه یادېدله. حتا په همدې کلونو کې د چهلستون ماڼۍ ښایسته منظره د رستم تخت له تالار څخه معلومیږي، ددې ځمکې تاریخي نومونه عبدالرحمن خان له وخته بدل شول. احمد علي کهزار د رستم د تخت په هکله لیکي، د کابل د رستم تخت چې د رستم مور په دې ځای کې پیدا شوې، چې دا بیا نورو تاریخي نومونو لکه آریانا (ایران زمین) په همدې نوم بدل شول. او بیا وروسته د رستم تخت باغ په چهلستون باغ باندې ونومول شو تر ۱۹۹۲ کلونو پوري باستاني جشنونه په ځانګړي ټوګه نوی کال لمانځل کېدی. د تالاغار په غره کې چې د رستم تخت په نامه مشهوره وو چایخانه او کباب یان شتون درلودل، د اختر او جشنونو په ورځ د غرمه وروسته او یا جمعه او پنجشنبه به ټوله دلته تلل او نوشابه چای شیان به فرمایش ورکول.
د کابل چهلستون د خرابېدو نه مخکې د فریدریک رابرتس په امر د قندهار په دوهم جنګ کې د انګلیسانو هندکي جهان نما ماڼۍ په نامه یاده شوه، دا ماڼۍ په هغه وخت کې یې ۴۰ ستونه درلوده.

دوهم عالمګیر خپل لور لپاره ګوهر بیګم با زهره بیګم او خپل زوم لپاره (تیمورشاه دراني) په فراز تپه کې د هندکي غر جوړ کړ، چې زمان شاه دراني، نواده خان ابدالي وروسته درانی په هغه کې ژوند کوی.
د چهلستون ماڼۍ چې د کابل بالاحصار شرقي برخه کې ده چې دا ډېر لور او لوی وو څلور منزله درلودله د څلورم منزل په کوټه کې یې دیو پاچا سریر وو، د ماڼۍ چتونه لکه ګنبد داسي جوړ شوي وه ځکه نو فرنګي خولی باندې نومول شوی وو او رستم لاسونو سره به تشبیه کول.
دا ماڼۍ دو باغونه دننه او دوه بهر کې لري، د بهر باغ مساحت یې تقریبا ۳۰ هکتاره ده.
په ۱۳۹۵ کال کې د اغاخان بنیاد لخوا او د المان مرستي سره بیا رغونه یې پیل شول چې وروسته له جوړېدو نه اوس هر څوک هلته تللای شي، دوی غواړي بیرته لکه اول یې هماغسي جور کړي. ورزشي ځایونه، کتابخانه، ټولنیز نمایشونه، رستورانت او پارک د ماشومانو لپاره د لوبي وسایل، کوړنۍ لپاره تفریحي ځای دا ټوله د اغاخان په کاري برنامه کې دي.