ليکنه: صابرحميدي
د افغانستان فوټبال ملي لوبډله نن سې شنبه ماښام ۶ نیمي بجې د قطر هیواد فوټبال ملي لوبډلي سره د افغانستان په کوربتوب تاجکستان هیواد دوشنبې ښار کي لوبیږي.
دا لوبه د ۲۰۲۲م کال د فوټبال نړیوال جام او د ۲۰۲۳م کال د آسیا ملتونو جام ته د لاري پيداکولو په موخه ترسره کیږي، چي په دې سیالیو کي دا د افغانستان پنځمه لوبه ده.
افغان فوټبال لوبډلي په دې سیالیو کي خپله څلورمه لوبه کي تېره شنبه د هند فوټبال لوبډلي په وړاندي ترسره کړه، چي یو ګول په مقابل کي د یو ګول په مساوي ډول پای ته ورسېده.
یاده لوبه چي تر ډېره د افغان لوبغاړو په واک کي وه، د لوبي په لومړۍ نیمایي کي افغان لوبډلي ۱ ګول د هند ملي لوبډلي ته ورکړ.
کله چي دوهمه نیمایي پیل سوه هند ملي لوبډلي د ګولوهني لپاره لا خپلي هڅي زیاتي کړې، خو افغان لوبغاړو هندۍ لوبډله دې ته پرینښوده چي د لوبي تر ۹۱یمي دقیقې پوري ګولوهنه وکړي.
وروسته د لوبي په اخیري شېبو ۹۲یمه دقیقه کي هند ـ افغانستان ته د کارنر له لاري ګول وواهه او لوبه ئې مساوي کړه.
د ۲۰۲۲م کال د فوټبال نړیوال جام او د ۲۰۲۳م کال د آسیا ملتونو جام ته د لاري پيداکولو په موخه افغان لوبډله یوار مخکي هم د قطر هیواد سره مخ سوې وه، چي قطر ۶ ګولونه پر ۰ افغانستان ته ماته ورکړې وه.
په دوهمه لوبه کي افغانانو بنګله دېش ته ۱ ګول پر ۰ ماته ورکړه، خو په درېیمه لوبه کي ئې بیا د عُمان څخه ۳ ګولونه پر ۰ ماته ورکړه.
افغان فوټبال لوبډله د دې سیالیو په ۵ ګروپ کي د قطر، بنګله دېش، عمان او هند لوبډلي سره شتون لري.
په یاد ګروپ کي قطر لومړی، عمان دوهم، افغانستان درېیم، هند څلورم او بنګله دېش بیا پنځم ځای لري.