کله ناکله به مو پام شوی چې پرته له کوم درانه کار ځان ستړی احساسوئ. وجود مو نا اشنا درد کوي او د کار کولو جوکه نه لرئ. په ځانګړې توګه د هوا په بدلیدو ګڼ کسان د بې انرژي توب احساس کوي. او نه شي کوله خپل ورځني کارونه په سمه توګه ترسره کړي.
لاندې څو طبیعي او په ساینسي څیړنو ثابتې شوې لارې چارې شته چې په عملي کولو یې د خپل وجود انرژي زیاتولی شئ. او له خدای درکړي توان څخه د ځان او نورو په ګټه په پوره اندازه کار اخیستلی شئ.
۱- ښه خوراک وکړئ
موږ باید خپل بدن ته د ښه کار کولو لپاره سم ( خواړه ) ورکړو. د هغو خوړو خوړل چې کاربوهایدریټ لري د بدن د انرژۍ کچه لوړوي، خو که له حده زیات وخوړل شي نو سړی ورسره خوبولی کیږي.
ښه داده چې پر وخت او منظمه توګه بیلابېل خواړه په بیلابیلو وقفو کې وخوړول شي.
۲- د بدن اوبه
کله موچې د بدن د اوبو اندازه کمه وي نو تاسو د سستۍ، ستړیا او سردرد احساس کوئ.
د پاکو اوبو څښل نه یوازې ستاسو د بدن د اوبو اندازه پوره کوي، بلکې په وجود کې د نورو خوړو له کبله راټول شوي زهري مواد چې وجود ورسره په مجادله کې ستړی وي هم له وجود وباسي او د انرژۍ او دمې سبب کیږي.
نو چای او اوبه څښل که د تندې احساس هم نه لرۍ د وجود د انرژۍ په لوړیدو کې ډیره مرسته کوي.
۳- ویټامینونه او مالګې
ځینې ویټامینونه او مالګې د وجود د انرژۍ د کچې د لوړ ساتلو لپاره ډیر مهم دي. په ځانګړې توګه د بي ویټامین او د مګنیزم مالګې.
که چیرې مو طبعه خرابه او ډیپریس یۍ نو دا درته ډیره مهمه ده چې په ښه کیفیت د ویټامین بي کمپلیس واخلئ. دا په ځینو خوړو کې هم شته او کنه له درملتونونو څخه هم تر لاسه کیږي.
همدارنګه د مګنیزم مالګه په ځانګړې توګه د هغو کسانو لپاره چې بوتلي اوبه څښي د ستومانۍ په رفعه کولو کې مرسته کوي.ځکه ډیرې بوتلې اوبه په طبیعي توګه مګنیزم نه لري او یا یې اندازه کمه وي.
بادام، د کدو زړي، لوبیا،کیلې او ځینې نور خواړه په زیاته پیمانه مګنیزم لري، که ګومان کوئ د وجود مګنیزم مو کم دي ، نو دې ډول خوړو ته زور ورکړئ.
د مګنیزم مالګې لرونکې اوبه په مغازو او درملتونونو کې هم موندل کیږي او تاسو یې د عادي اوبو په څیر کارولی شئ. همدارنګه که اړتیا وي له نژدې درملتون څخه د مګنیزم لرونکي درمل رانیولی شئ.
۴- کافین او انرژي ډرینک مه څښئ
کله چې موږ ستړي یوو، لومړی عکس العمل مو دا وي چې د قهوې ګیلاس ته لاس کړو، او یا له دې هم بدتره د خوږې نه ډکو بازاري انرژی ډرینکونو ته مخه کړو. خو دا هغه څه نه دي چې ستاسو وجود یې غواړي.
که څه هم په ورځ کې د یوې یا دوه پیالو قهوې څښل ډیر زیان نه لري، خو که تاسو ډیره قهوه یا انرژي څښاک کاروۍ نو دا ستاسو وجود اموخته کوي چې بیا یې فعالیت پر همدې څیزونو تکیه وي او که دا نه وي طبیهي انرژي نه لرئ او ددې څښاکو زیات کارول ځیګر او معدې ته زیان رسوي. نو دا یو ډول اعتیاد رامنځ ته کوي.
پاکې اوبه او چای بهترین څښاک دی . که چیرې له تاوده څښاک سره مینه لرئ، غوره ده چې له قهوې پرته پر طبیعي چایوو ډیر فکر وکړئ.
۵- نور او ډیر خوب
کله ناکله موږ بې نظمه شو، د ویده کیدو او ویښیدو وخت مو معلوم نه وي . او ورو ورو مو خوب کم شي. ډیر خلک نه پوهیږي چې د ورځې ستړیا او کمزوري یې د بې خوبې له کبله ده او دې ته یې هیڅ پام هم نه وي. هڅه وکړۍ چې پر خوب جوړجاړۍ ونه کړۍ.
ښه خوب ستاسو د ورځې د انرژۍ او فکرې تمرکز کچه ټاکي. هر څومره چې د شپې په وخت ویده او په وخت ويښ شئ او هر څومره مو چې ژور خوب کړۍ وي ، هوموره مو د ورځې انرژي زیاته او پر کارونو فکري تمرکز پیاوړی وي.
۶- تمرین ( ورزش)
ښايي دا هغه څه وي چې موږ یې د ستړیا او ستومانۍ په وخت کې ترسره کولو ته زړه نه ښه کوو. خو د ورځې نیم ساعت ایکسرسایز یا تمرین، هغه که منډه وي، که قدم وهل وي او که د ورزش بله کومه بڼه وي، نه یوازې ستاسي انرژي زیاتوي، بلکې ستاسو خوښي هم زیاتوي او له ګڼو نورو روغتیايي ستونزو مو هم ساتي. نو له ورزش سره خپله اړیکه مه پرې کوئ. که نور هیڅ نه شۍ کولۍ قدم وهل د هر چا د وس کار دی. لږ تر لږه د ورځې نیم ساعت قدم ووهئ.