که ستاسې خاوند یا میړه دا ځانګړنې ولري، نو نیکمرغه او بختور یاست

رنګین تجريدي ډیزاین

له بوختیاوو په دې ډکه نړۍ کې خلک په ډېرې اسانۍ سره اړیکې او د مینې ډک ژوند کمرنګه کیږي، ممکن تاسو هم له همدې ډلې اوسئ چې د خپل د ژوند نږدې ملګري (میړه) چې همیشه ستاسو په خوښه او ستاسو په څنګ وي، ښه والي ته پام ونه کړئ!
سره ددې چې ټول میړونه پوره او ښه نه وي، خو که چیرې ستاسو د ژوند ملګری دا ۱۵ ځانګړنې ولري، نو تاسو د نیکمرغه میرمنو له کتاره یۍ او باید د خپل میړه ددې عادتونو قدردانی وکړئ!
هغه خویونه دا دي:
۱- دا چې تا سره د ژوند کولو ویاړ لري
هغه ټول شته او چارې چې په ژوند کې يې لري، د ویاړ خبره ورته داده چې ستا د ژوند ملګری دی.
۲- وفاداره دی
سره ددې چې کله نا کله ستاسو ترمنځ وړې وړې ستونزې هم پیدا کیږي، خو دی خپلو وعدو ته ژمن وي، او کله هم ستاسو باورونو سره خیانت ونه کړي.
۳- ستاسو د هیلو او موخو ملاتړ کوي
هغه باور لري، چې تاسو کولی شئ، چې خپلو موخو ته ورسیږئ او ستاسو ټاکلو موخو ته د رسیدو لپاره قرباني ورکوي.
۴- ستا د خندا عاشق دی
کله چې هغه ستا خندا اوري، خوند ترینه اخلي، ځکه چې ته ورته تر هر چا ګرانه يې، ځکه خو غواړي چې ته تل خوشاله او خندانۍ اوسې. دی هڅه کوي هغه څه چې ستا پر شونډو خندا راولي هماغه کار ترسره کړي.
۵- د کور په کارونو کې مرسته کوي
هغه له تاسو سره د کور په چارو کې مرسته کوي. هغه پوهیږي چې باید په ټولو چارو کې یو بل ته لاس ورکړل شي.
۶- ستاسو د خوښې وړ فلم ساتي
ممکن دا فلم د هغه خوښ نه وي، خو ستاسو د خوښۍ لپاره يې له تاسو سره بیا بیا ګوري.
همداراز کوښښ کوي هغه کارونه ستاسې هم ترسره کړي چې ستاسې خوښ وي.
۸- تاسو ته لومړیتوب درکوي
هغه تر خپلو کوچنیانو او هغه کارونو چې په ژوند کې ورته ارزښت لري؛ تاسو ته لومړیتوب درکوي.
۹- ستاسو د نظر پوښتونکی وي
ستاسو نظر او فکر د هغه لپاره مهم دی. د همدې لپاره تل په تصمیم نیولو کې ستاسو د نظر د اوریدولو غوښتنه کوي.
۱۰- تاسو ته احترام لري
هغه تاسو ته د یو شخص په توګه ډېر درناوی لري. هغه تاسو سره ډېر نرم چلند کوي.
۱۱- له تاسو سره ناسته خوښوي
تاسو د هغه د خوښې وړ شحص یۍ، ځکه غواړي چې له تاسو سره ډېر کیښني او خبرې درسره وکړي. دا چې تاسو ورته ګران یۍ؛ نو له همدې امله هڅه کوي له تاسو سره ډېر وخت تير کړي.
۱۲- ستاسې نیمګړتیاوې مني
هغه پوهیږي چې تاسې نیمګړتیا لرئ، خو هیڅ ستونزه ورسره نه لري او دا مني چې هیڅ کس له نیمګړتیا او تیروتنې خالي نه دی.
۱۳- بښنه غوښتونکی وي
دا هم مني چې دی هم پوره نه دی او تیروتنې کوي، خو تل خپلې تیروتنې مني.
۱۴- ستاسو ساتنه کوي
هغه په هره ستونزه کې ستاسو تر څنګ ولاړ دی. هیله لري، ستاسو د ذهني او جمسي سلامتیا خیال وساتي.
۱۵- ښه ملګری دی
هغه نه یوازې دا چې ستا میړی دی، بلکې ستا ښه ملګری او دوست هم دی.